Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

روغتيا (Health)

Collapse
This is a sticky topic.
X
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #31
    re: روغتيا (Health)

    Der kha maloomat hm share karri di
    dera manana khushhala ossey

    Comment

    • #32
      re: روغتيا (Health)

      خوب اوله شخصیت سره ېې اړیکه

      حتماً به مو داخبره اوریدلي چې وايي نن پلانی کس له کیڼ اړخه پورته شوی او طبیعت ېې سم نه دی . خو آیا په دې پوهیږئ چې شپې مهال دڅملاستو وضیعت ښايي ستاسو شخصیت درپه ګوته کړي او وښيي چې څه ډول شخصیت لرئ ؟

      په دې وروستیوکې پوهانو داخبره جوته کړې ده چې په ټولیزه توګه دڅملاستو یا ویدیدا لپاره شپږ حالتونه شته دي چې هرحالت دوګړي شخصیت څرګندوي ټول په دې پوهیږو چې زمونږ دبدن حالت څه ډول دی خو اوس په یو لړ څیړنو سره داخبره جوته شوې ده چې مونږ کولاي شو چې دخپل لاشعور په هکله په ځینو شیانو په شو او زمونږ لاشعور زموږ په هکله څه وايي په لنډه توګه به په دې خبرې وکړو چې زموږ دڅملاستو حالتونه څنګه زموږ شخصیت معرفي کوي .،

      =

      هغه کسان چې په جنیني حالت ویدیږي یعنې هغه کسان چې په اړخ څملي او خپلې پښې دخپلې خیټې په لور ټولوي په داسې حال کې چې لاسونه ېې یو دبل په سر او خپل مخ ته ېې نیولي وي دغه ډول کسان ډیر حساس وي ممکنه ده دوي په لومړي سره کې له خلکو سره دکتلو په مهال دخځلتیا احساس وکړي خو ډير ژر له نورو سره اړیکه ټینګوي ډير کسان په دې و ضیعت څملي خو ترښځو په نارینه وو ډيرلیدل کیږي .

      =

      هغه کسان چې په اړخ څملي او پښې اوږدې غځوي او لاسونه هم په خپل اړخم کې له بدن سره غځوي دغه ډول کسان ډیراجتماعي خویونه لري او ډیرژر پر پردیو اطمینان کوي ډیر ځله ښايي تیروځي .

      ==

      هغه کسان چې په اړخ څملي او خپل بدن مخې لوري ته کږوي او لاسونه هم خپل مخ ته نیسي معمولاً سپین خو شکاکي خلک دي او دغه کسان په ځنډ پریکړه کوي خوکله چې فیصله وکړي بیا ېې هیڅکله نه بدلوي .

      هغه کسان چې ستوني ستغ څملي او خپل لاسونه ترڅنګ ږدي غالباً کرار او محتاط کسان وي دوي شورماشور ډیر نه خوښوي خو دځان او نورو لپاره لوړ سټنډورډونه غواړي .

      هغه کسان چې پړمخې څملي دغه کسان چې لاسونه په بالښت ږدي او پړمخې څملي او سرېې یو لوري ته کوږ وي داسې کسا ن دي چې ډير اجتماعي خویونه لري او دبیلابیلو مسلو په هکله بې پروا دي .دغه کسان نیوکې نه خوښوي او له ا فراط سره جوړ نه دي .

      هغه کسان چې ستوني ستغ څملي او لاسونه پر خپل بالښت ږدي دغه کسان دځان لپاره ښه ملګري پیدا کوي ځکه چې هغوي دنوروخبرې ښې اوري او که اړتیا پیښه شي وروسره مرسته کوي .

      په دغو څیړونو کې ثابته شوه چې دخوب دغه شپږ حالتونه دانسانو پرسلامتیا هم اغیز کوي دمثال په توګه هغه کسان چې ستوني ستغ څملي او لاسونه په بالښت ږدي دوي دمعدې کمې ستونزې پیدا کوي او دغه ډول ویدیدل دمعدې لپاره ګټور وي
      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment

      • #33
        re: روغتيا (Health)

        هغه خطرې چې دروژتي پښتورګي ګواښي .

        هغه کسان چې پښتورګي یې ښه فعالیت نه کوي یا په عدم کفایې اخته دي روژه ورته خطرې پيښولی شي .

        ډاکټر ان وايي هغه کسان چې پښتورګي ېې کار نه کوي او ډیالیزي ناروغان بلل کیږي یعنې په ماشین سره ېې وینه تصفیه کیږي باید په روژه نیولو کې احتیاط وکړي او له خپل ډاکټر سره په دې اړه خبرې وکړي ځکه چې دغه کسان په خپل بدن کې داوبو دساتلو وس نه لري او خپل ادرار په کافي اندازه غلیظ کولاي نه شي نو کله چې له ددوي له بدنه ډيرې اوبه ضایع کیږي طبعاً بدن ېې داوبو له سخت کمښت سره مخامخ کیږي او په دې ډول ددغوکسانو پښتورګو ته نور تاوان هم رسیداي شي او یاېې بدن له نورو ستوزو سره مخامخ کیږي نو غوره دغه دیالیزي ناروغان روژه ونه ونیسي .

        هغه ناروغان چې دبدن کریاټینین ېې لوړ وي باید دډاکټر له سپارښتنې سره سم روژه ونه نیسي په تیره بیا سږ کال چې روژه په ګرمۍ کې ده باید دپښتورګي ناروغان په دې برخه کې ډيره توجه وکړي په ګرمۍ کې ورځې اوږدې وي او له بدنه ډيرې اوبه ضایع کیږي او هغه ناروغان چې پښتورګي ېې ستونزې لري په بدن کې داوبو له کمښت سره مخامخیږي .

        دبدن اوبو کمښت دوینې دجریان دکمیدا په معني دی او دغه مسله به دبدن بیلابیلو غړیو ته تاوان ورسوي مثلاً هغه کسان چې دمازغو رګونه ېې تنګ شوي وي ښايي دمازغو په سکته اخته شي او که ېې دزړه رګونه تنګ شوي وي زړه ته دوینې په رسولو کې به ستونزه پیدا کړي البته ډیراغیز به ېې دپښتورګو په ناروغانو وي .
        دغه ټولو مسلو ته په پام سره که څوک دپښتورګو ناورغي لري حتماً ېې له یو ډاکټر سره مشوره وکړي چې آیا روژه نیولی شي که نه ځکه چې خداي تعالي انسان لپاره ډيرې اسانۍ په نظر کې نیولي دي او نورې لارې چارې شته چې وروسره دغه ستونزه جبرانیداي شي
        Attached Files
        u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

        :pr:

        Comment

        • #34
          re: روغتيا (Health)

          روژه تیان اوپیشلمی

          ځینې کسان له پيشلمي پرته روژه نیسي په داسې حال کې چې داسلامي اعتقاداتو په اساس په پيشلمي کې ویښیدل ډیرثواب لري او ډاکټران هم وايي چې که پیشلمی ونه شي نو دځینو ناروغیو سبب کیداي شي .

          دتغذېې کارپوهان سپارښتنه کوي چې حتماً باید پيشلمی وشي که نه وي دوینې خواږه به ېې لږ او پرکاله به شي پردې سربیره ښايي دورځې په اوږدو کې ضعف و کړي .

          هغه کسان چې پيشلمی نه کوي خوله ېې بوي کوي مزمن ګنګسیت پيداکوي ، دمعدې په ټپ اخته کیږي ،دغه راز دسترګو درد او دعضلاتو کمزورتیا دپیشلمي دنه کولو نور عو ا رض دي .

          سږ کال روژه له ګرمۍ سره برابره ده نو غوره ده روژتیان دلیمو اوخاکشیر له شربتونو استفاده وکړي البته که دخاکشیر شربت ساړه ونه خوړل شي ښايي اسهال پيداکړي خو که ساړه وخوړل شي نو دغه ستونزه نه پيښوي خو په دې موسم کې ترخه اومصالحه لرونکي خواړه تنده زیاتوي شوراو اوترخه قورمه هم دغه ستونزه پيداکوي غوره دغه چې دغه ډول خواړه په تیره بیا په پيشلمي کې ونه خوړل شي .

          ډاکټران وايي چې دپيشلمي او روژه ماتي لپاره تر ټولو ښه خواړه شیدې ډوډۍ ،پنیر ،ممیز ، غوزان او میوې دي .
          په افغانستان کې چاي په روژه کې ډیر څښل کیږي خو سپارښتنه کیږي چې ډير ټینګ او تریخ چاي ونه څښل شي دغه راز په روژه ماتي کې دشیدو چاي هم ډير تاوان لري .

          البته له روژه پرته تریخ چاي تل باید ونه خوړل شي او دشیدو چاي هم باید ډیر ونه وایشول شي ځکه چې دزړه ټکان زیاتوي دمعدې سوی زیاتوي او تنده هم ورسره زیاتیږي .
          غوره داده چې روژتیان خپله روژه په خرما ،فرینۍ او سوپ په شان په نرمو خوړو سره ماته کړي که په روژه کې سالمو خوړوته پام وکړي دخداي دمیلمستیا په دې میاشت کې به انسان ته سلامتیا په برخه کوي .

          ډ اکټران سپارښتنه کوي چې په روژه کې د خوړو په منځ کې ډیرې اوبه اونه څښل شي .او ترټولومهمه خبره داده چې خواړه په یو ځل او ډیره مه خورئ هڅه وکړئ د شپې ډوډۍ له روژه ماتې څو ساعته وروسته وخورئ .
          u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

          :pr:

          Comment

          • #35
            Re: روغتيا

            دخجالتي خلکو دزړه سکته لاخطرناکه وي

            - متخصصان وايي دقلبي سکتې په صورت کې دهغوانسانانودمرګ امکان ډېردى چې شرميندونکي او ګوښه ګيره وي .
            دا ډول خلک په ټولنه کې د خجالتي توب په خاطرډېرسټريس لري اوله همدې کبله دزړه دحملې په وخت دهغوى دمړينې خطرزيات وي .
            دنيويارک پوهنتون متخصصانووويل دې نتيجې ته پردوو زروتنوله څېړنې وروسته رسېدلي .دوى وايي د زړه په سکتې د دوه زرو تنومړو شويوکسانوپه باب څېړونوورته ښودلې چې په سلو کې اتيا يې په ژوند کې خجالتي اوشرميندونکي خلک ول .
            دهغوى په څېړنه کې دا هم ويل شوي چې ګوښه ګيره اوشرميندونکي کسان ترنوروکمزوري وي،له همدې امله ويروسونه هم دهغوى دبدن دفاعي سيستم ترنوروانسانانوپه اسانه کمزورولى شي .
            u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

            :pr:

            Comment

            • #36
              re: روغتيا (Health)

              ډېرخوب دحافظې له پیاوړتیا سره مرسته کوي

              - يوه امريکايي څيړاند وويل که په کافي اندازه خوب کوئ حافظه به مو ورسره ښه شي او د ژوند ښې خاطرې به ډيرې درپه زړه کېږي.
              دعرب آنلاين د انټرنټپاڼې له راپورسره سم دخوب دعلومومتخصص ډاکټر تيوتي جي وولټر وويل : ماذغه په انسان کې د ښو احساساتو دڅرګنديدا په برخه کې ډير رول لري اوکه څوک ښه خوب ونه کړي دهغوي په ژوند به ناوړه اغيزې ولري.
              دغه ډاکټر وايي چې که خوب ښه ونه کړو نورې بدني او رواني ستونزې به هم پيدا کړو او دغه چاره دبدن دهورمونونو دترشح اندازه هم بدلوي
              u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

              :pr:

              Comment

              • #37
                Re: روغتيا (Health)

                دډوډۍ خوړلو په وخت دغو ټکو ته پام وکړئ

                د ډوډۍ خوړل اوس د ورځنیو کارونو په ترڅ کې کیږي پردې سربیره ځینې کسان فکر کوي چې دخوړو په ځینو رودو سره به خپل وزن کم کړي خوکه سمه توجه ونه کړي ممکنه ده دهغوي وزن زیات کړي دلته دډوډۍ خوړو ځینوناسمو رودو او عادتونو ته اشاره وکړو :

                دسباناري نه خوړل یوه لویه تیروتنه ده که څوک سالم سباناری نه خوري هغه به خپل وزن هم زیات کړي پردې سربیره سالم سباناری دانرژۍ دزیاتیدا او دفکر او ذهن دپياوړتیا سبب کیږي پردې سربیره کله چې څوک سباناری وکړي بیا د غرمه او ماښام ښه اومناسبنه ډوډۍ په خپل وخت خوړلاي شي دغه راز که سباناری وکړئ ښايي د ورځې په اوږدو کې لږه کالوري مصرف کړئ دیوه پوهنتون څیړنې ددې ښودنه کوي کله چې په سهار کې دیوې معینې اندازې کالوري مصرف به دورځې په اوږدوکې دمړیدا احساس پيدا کړي او په نتیجه کې لږه کالوري مصرفیږي په هرحال سباناری باید کافي او پوره وخوړل شي په تیره بیاهغه کسان چې غواړي خپل وزن کم کړي باید حتماً سباناری وخوري په دې ډول هڅه وکړئ لږ غوړ وخورئ خو لبنیات او هګۍ اوسبوس لرونکې ډوډۍ دسباناري لپاره ترټولو ښه خواړه دي .

                که غواړئ ښه اوخوندر خوبونه وګورئ له ویدیدا مخکې ډوډۍ مه خورئ له دې سره سره چې تراوسه پورې دانه ده ثابته شوې چې ترویدیدا مخکې مکلف ماښامانی دوزن دزیاتیدا سبب کیږي خو په ټول کې له خوبه مخکې خواړه ددې سبب کیږي چې سړی ټوله شپه نارامه وي او خراب خوبونه وګوري .

                هغه خواړه چې مصالې لري او ډير غوړ وي باید دشپې مهال ونه خوړل شي حتي که له ویدیدا درې ساعته مخکې هم وخوړل شي دورځې په اوږدو کې به دستومانۍ او کسالت سبب شي پردې سربیره غوړ خواړه ددې سبب کیږي چې معده ژر تشه نه شي او ناوړه ها ضمې او دمعدې دسوي ا و دردونو سبب کیږي هڅه وکړئ لږ ترلږه له ویدیدا څلورساعته مخکې ډوډۍ وخورئ او که له ویدیدا مخکې وږي شوئ غوره ده چې میوه وخورئ .

                که سبزیانې ډير وخوړل شي ښايي ډاکټران ډیر نیوکه ونه کړي له بده مر غه څوک چې ډیر خوري هغه غوړ خواړ ه اونشایسته لرونکي موادډیر خوري داهغه مواد دي چې دبدن وزن ورسره زیاتیږي او په دې ډول انسان په ټولنیزډګرکې له ډيرو کارونو منع کولاي شي .

                که د دریو وختونو په ځاي په ورځ کې پنځه یا شپږ ځله ډوډۍ وخوړل شي ډيره ګټه به ولري له یوې خواد وزن ورسره نه زیاتیږي اوله بلې خوادمعدې ستونزې نه پيښوي که چیرې په څووعدو کې ډوډۍ وخوړل شي داشتها په کنټرولوکې به هم ډيره مرسته وکړي .

                ځینې کسان فکر کوي که ځآنونه وږي پریږدي نو خپل وزن به کم کړي په داسې حال کې چې ډيره لوږه په اپوټه د وزن دزیاتیدا سبب کیږي په دې ډول چې کله سړی دورځې په اوږد و کې ډير وږی پاتې شي او په یوځل ډيره ډوډۍ وخوړل شي هغه ټوله ا ضا في کالوري په بدن کې پاتې کیږي او په وازګې بدلیږي .

                که غواړئ په لوږې سره خپل وزن کم کړئ باید په خپل خوراکي رژیم کې بدلون راولئ او ددې په ځاي چې ځانونه وږي پریږدئ دسپورټ لپاره یومناسب پروګرام برابر کړئ دغه راز ډیره میوه سبزیانې ،کبان هغه خوښې چې لږ غوړ ولري او حبوبات وخورئ له مناسبو خوړو دبدن په محرومولو سره وزن نه شي کمیداي بلکه مناسب خوراکي رژیم او سپورت په دې برخه کې ډیره مرسته کوي .

                دډوډۍ خوړلو په وخت بل کار مه کوئ .
                کله چې د ډوډۍ خوړلو په وخت بل کارکوئ یو خوبه خواړه تیت پرک شي اوپردې سربیره له حده ډيره ډوډۍ به وخورئ او دغه چاره ددې سبب کیږي چې وزن مو زیات شي که د ټلویزیون دکتلو په وخت یا په ټلفون دخبرو په وخت یاهم دویډیويي لوبو په وخت ډوډۍ خوړل کیږي دغه کارونه مو فکر بل لور ته کړي او نه پوهیږئ چې کله ماړه شوي یاست او کله باید له ډوډۍ لاس واخلئ نو که تاسویوازې ډوډۍ خورئ او بل کارنه کوئ دا د ډوډۍ خوړلو مناسب عادت دی هڅه وکړئ د ډوډۍ په وخت تلویزیون خاموشه کړئ .

                په بیړه بیړه او ژر ژر ډوډۍ مه خورئ ژوند ډیر ژر تیریږي خو غواړئ ستاسو ژوند هم ژر تیرشي ؟نو هڅه وکړئ سوکه سوکه او په سړه سینه ډوډۍ وخورئ هغه کسان چې ژر ژر ډوډۍ خوري دهغو وزن حتماً زیاتیږي کله چې سړی ډوډۍ خوري د ډوډۍ له پيلیدا مخکې شل دقیقې وروسته دمړیدا علایم او نښې مازغو ته رسیږي له دې کبله که تاسو په پنځو یاشپږو دقیقو کې خپله ډوډۍ خلاصه کړئ مازغه به فرصت پیدا نه کړي چې ستاسو بدن ته ووايي ماړه شوي یاست او دغه چاره ددې سبب کیږي چې له حده ډيره دوډۍ وخورئ او معده به له آړتیا ډيره ډکه کړئ .

                سوکه سوکه ډوډۍ وخورئس ښه ېې وژوئ او د ډوډۍ له مزې خوندواخلئ په دې ډول ستاسو مازغه متوجه کیږي چې د ډوډۍ خوړلو په حال کې یاست اوله همدې امله ستاسو بدن ته ویلاي شي چې نو رماړه شوي یاست .

                اوبه حیاتي ماده ده خو که څوک دورځې په اوږدو کې لږ ډوډۍ وخوري دبدن میتابولیزم او سونګ وروسره غړنده کیږي او ممکنه ده وزون ورسره زیات شي اوبه دبدن دمیټابولیک فعالیتونو لپاره ضروري ماده ده په تیره بیا دکالوري دسوځولولپاره باید ډيرې اوبه وڅښل شي .

                په ورځ کې اته یا لس ګیلاسه اوبه او که سپورټ کوئ تردې زیاتې اوبه وڅښئ پر معدې سربیره ډيرې اوبه دپوستکي دتاندوالي لپاره هم ضروري وي .

                دبدن داړتیا وړ ډير مواد په سبزیانو او میوو کې دي هغه کسان چې لږه میوه اوسبزیانې خوري له ډيرو خوراکي موادو محرومه کیږي که غواړئ دبدن ویټامینونه او معدنې مواد پوره شي حتماً باید میوه او سبزیانې وخورئ .

                ډاکټر سباوون
                Last edited by *Hala*; 30 October 2009, 18:37.
                u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                :pr:

                Comment

                • #38
                  Re: روغتيا (Health)

                  sam taqreer de likale de:garmi:
                  da ba da cha plar parrao ki372-scare

                  Comment

                  • #39
                    Re: روغتيا (Health)

                    Originally posted by *Hala* View Post

                    der kha maloomat de peryanay da share kawalo dapara manana

                    Comment

                    • #40
                      Re: روغتيا (Health)

                      که غواړئ ښه اوخوندر خوبونه وګورئ له ویدیدا مخکې ډوډۍ مه خورئ .

                      da wa cha ta wayeee 372-haha

                      Comment

                      Working...
                      X