Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

روغتيا (Health)

Collapse
This is a sticky topic.
X
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #16
    re: روغتيا (Health)

    manana grani tamana
    @ sohail khana.. khair kho de.
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

    Comment


    • #17
      re: روغتيا (Health)

      خپل احساسات د وګړو په کیڼ غوږ کې زمزمه کړئ

      د تکزاس پوهنتون ځیړنې ددې ښودنه کوي وګړي احساسی خبري په کیڼ غوږ ښه اوري او ژرغبرګون ښيی انډیپنډنټ ورځپاڼه په دې هکله لیکي کله چې احساسي کلمې د وګړو په کین غوږکې زمزمه شي تر ښيي غوږه ښه غبرګو ن ښیي .
      دغه څیړنې د امریکا سام هوستون پوهنتون تر سره کړي دي نیورولوژست او ددغې ډلې مشر تيو چونګ سیم په دې هلکه وايي ددغو څیړنو نتیجې تاییدوي چې دمازغو نیمايي ښی اړخ له کیڼ غوږسره ارتباط لري ځکه نو احساسي خبري په کیڼ غوږ ښې اوریدل کیږي
      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment


      • #18
        re: روغتيا (Health)

        له صحي اصولو سره برابر ژوند د بې وخته مرګ مخه نيسي

        كه غواړې چې د عمر وروستي كلونه دې د سرطان او زړۀ له خطرناكو ناروغيو خوندي وي نو سر له اوسه لا د روغتيايي ژوند اصولو ته غاړه كېږده.
        د انګلستان د ميډيكل ژورنال په وروستۍ ګڼه كې د يوې نوې څېړنې خپارۀ شوي نتايج ښيي چې كه يو څوك هره ورځ ورزش وكړي، له سيګرېټو ځان وساتي، صحي خواړۀ وخوري او د چاغوالي مخه ونيسي، نو تر وخت دمخه مړينې امكان به يې ډېر كم كړى وي.
        كه چېرته پاسنو څلورو اصلونو ته پام وشي نو دا څېړنه ښيي چې د سرطان خطر به څلورڅلوېښت فيصده او د زړۀ ناروغۍ به دوه اويا فيصده كمې شي. دا څېړنه كه څۀ هم د ښځو په اړه تر سره شوې او دا ذكر شوې فيصدي هم له ښځو سره تعلق لري خو طبعا د نارينه وو په باره كې هم تر ډېره حده خبره همداسې ده.
        د دې څېړنې د ډلې مشر ډاكتر روب وان ډام وايي چې په اوسنۍ سرګردانه زمانه كې به ځينو كسانو ته مشكله وي چې ذكر شوي څلور واړه اصول پوره مراعات كړي خو كه وغواړي نو يو څۀ خو يې مراعاتولاى شي.
        دى وايي دا خو اسانه ده چې سره غوښه تر وسه وسه كمه وخورو او دهغو په ځاى حبوبات په خپل دسترخوان كې زيات كړو. دغه راز كه نور ورز ش ته وخت نلرو نو دا خو هر چاته ممكنه ده چې د كار او دفتر تر ځايه او يا تر دوكانونو پورې پلي لاړ شو. دغه راز له سګريټو د ځان ساتل هم د ښۀ صحت لپاره ضروري دي.
        د روغتيا او اوږدۀ عمر په اړه دغه مطالعه څلرويشت كاله روانه وه. په دې موده كې د څلوردېرش او نهۀ پنځوس كلونو تر منځ اتيا زره ښځو څخه وخت په وخت پوښتنې شوې او د هغوى د ژوند طرز مطالعه شوى دى. له دوى څخه په هرو دوو كلونو كې د دوى د خوراك، جسمي فعاليت او ورزش او دغه راز له سګريټو او الكولو سره د رابطې او د دوى د ناروغيو او د بدن د وزن په اړه سوالونه شوي دي.
        د دغو مطالعاتو په نتيجه كې معلومه شوې ده چې اتۀ ويشت فيصده بې وخته مرګونه له سګريټو سره تعلق لري او پنځۀ پنځوس فيصده مرګونه د سګريټو له لوګيو، د بدن له ډېر وزن، د جسمي فعاليت له ډېر كموالي او د خوړو له نامناسب نظام سره په شريكه، مربوط دي.
        u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

        :pr:

        Comment


        • #19
          re: روغتيا (Health)

          Originally posted by sohail khan View Post
          WAH TA KHO PE DER KHA NOM KEKHAO DOCTARA
          ta baghli forosha sa wayeee

          Comment


          • #20
            re: روغتيا (Health)

            Originally posted by *Hala* View Post
            له صحي اصولو سره برابر ژوند د بې وخته مرګ مخه نيسي


            كه غواړې چې د عمر وروستي كلونه دې د سرطان او زړۀ له خطرناكو ناروغيو خوندي وي نو سر له اوسه لا د روغتيايي ژوند اصولو ته غاړه كېږده.


            د انګلستان د ميډيكل ژورنال په وروستۍ ګڼه كې د يوې نوې څېړنې خپارۀ شوي نتايج ښيي چې كه يو څوك هره ورځ ورزش وكړي، له سيګرېټو ځان وساتي، صحي خواړۀ وخوري او د چاغوالي مخه ونيسي، نو تر وخت دمخه مړينې امكان به يې ډېر كم كړى وي.



            كه چېرته پاسنو څلورو اصلونو ته پام وشي نو دا څېړنه ښيي چې د سرطان خطر به څلورڅلوېښت فيصده او د زړۀ ناروغۍ به دوه اويا فيصده كمې شي. دا څېړنه كه څۀ هم د ښځو په اړه تر سره شوې او دا ذكر شوې فيصدي هم له ښځو سره تعلق لري خو طبعا د نارينه وو په باره كې هم تر ډېره حده خبره همداسې ده.



            د دې څېړنې د ډلې مشر ډاكتر روب وان ډام وايي چې په اوسنۍ سرګردانه زمانه كې به ځينو كسانو ته مشكله وي چې ذكر شوي څلور واړه اصول پوره مراعات كړي خو كه وغواړي نو يو څۀ خو يې مراعاتولاى شي.



            دى وايي دا خو اسانه ده چې سره غوښه تر وسه وسه كمه وخورو او دهغو په ځاى حبوبات په خپل دسترخوان كې زيات كړو. دغه راز كه نور ورز ش ته وخت نلرو نو دا خو هر چاته ممكنه ده چې د كار او دفتر تر ځايه او يا تر دوكانونو پورې پلي لاړ شو. دغه راز له سګريټو د ځان ساتل هم د ښۀ صحت لپاره ضروري دي.



            د روغتيا او اوږدۀ عمر په اړه دغه مطالعه څلرويشت كاله روانه وه. په دې موده كې د څلوردېرش او نهۀ پنځوس كلونو تر منځ اتيا زره ښځو څخه وخت په وخت پوښتنې شوې او د هغوى د ژوند طرز مطالعه شوى دى. له دوى څخه په هرو دوو كلونو كې د دوى د خوراك، جسمي فعاليت او ورزش او دغه راز له سګريټو او الكولو سره د رابطې او د دوى د ناروغيو او د بدن د وزن په اړه سوالونه شوي دي.



            د دغو مطالعاتو په نتيجه كې معلومه شوې ده چې اتۀ ويشت فيصده بې وخته مرګونه له سګريټو سره تعلق لري او پنځۀ پنځوس فيصده مرګونه د سګريټو له لوګيو، د بدن له ډېر وزن، د جسمي فعاليت له ډېر كموالي او د خوړو له نامناسب نظام سره په شريكه، مربوط دي.
            wah wah der khwandawar :rose

            Comment


            • #21
              re: روغتيا (Health)


              سترګې ولې التهاب کوي؟
              دسترګو هره برخه ځانته بېلې ناروغۍ لري، چې تر ټولو عام ډول يې (۱) ياد سترګو د پردې التهابي کېدل دي، چې خلک يې د سترګو د مکروبي کېدو په نوم پېژني.
              د سترګو التهاب دوه ډوله دی، يو يې مکروبي او بل يې غير مکروبي التهاب دی. د غير مکروبي التهابونو له ډلې څخه يو هم د سترګو الرژيک يا حساسيتي التهاب دی.
              دغه ډول ډېری ناروغان فصلي يا موسمي حساسيتونه لري، مانا داچې د کال په يوه مشخص موسم کې يې سترګې حساسيت ياغبرګون ښيي او التهابي کېږي.
              د يادولو وړ ده، چې غير مکروبي التهابونه ساري نه وي یعنې بل چاته نه غځیږي. د پسرلي په راتلوسره د ځينو کسانو سترګې حساسيت پيداکوي او التهابي کېږي، چې د سترګو دغه غبرګون د نزله بهار يا دپسرلي د رېزش په نوم يادېږي . چې ډاکټران ېې ویرنیل کونجیکټیوایټیس هم بولي
              خو پر دې سربېره نور شيان هم شته، چې د سترګو د حساسيتي التهاب لامل ګرځي ډآکټران هم وايي :
              غير مکروبي التهابونه ساري نه وي. د پسرلي په راتلوسره د ځينو کسانو سترګې حساسيت پيداکوي او التهابي کېږي، چې دپسرلي د رېزش په نوم يادېږي.
              "لکه څنګه چې له نوم څخه يې ښکاري، د دې ناروغۍ اصلي لامل حساسيت دی.

              کېدای شي چې دا حساسيت د کال په يوه فصل کې وي او يا هم سترګې له ځينو نورو شيانو سره حساسيت ولري".
              يوه مېرمن د خپلو سترګو د التهابي کېدو د لاملونو په هکله داسې وايي: "ما ته پوره (٢٨) کاله دمخه، يانې هغه وخت، چې زه د ښوونځي په شپږم ټولګي کې وم، د سترګو تکليف پيدا شو.
              هغه وخت زه ماشومه وم او د دې ناروغۍ په علت نه پوهېدم، خو مور به مې راته ويل، چې پر سترګو دې کوم شی بد لګېدلی دی، وروسته مې پام شو، چې د هوا په سړېدو سره مې سترګې ښې کېږي
              خو دا سلامتیا دایمي نه وه ، ځکه، يوکال وروسته، چې پسرلی راغی او ګلان وغوړېدل، نو زما ناروغي بيا پيل شوه.
              هره ناروغي ځانته عوامل لري، خو ځينې ناروغۍ بيا د اصلي عواملو تر څنګ تشديد کونکي لاملونه هم لري، چې نوموړې ناروغي زورور او پياوړې کوي. په دې دا پوښتنه هم پیدا کیږي چې : د سترګو د التهابي کېدو عوامل څه دي؟
              د سترګو په التهابي حالت کې دسترګوڅخه اوښکې بهيږي او خارش کوي او ناروغ داسې احساسوي، چې ګواکې په سترګه کې يې کوم شی لوېدلی دی".

              "په التهابي حالت کې سترګې ډېرې حساسې وي. دوړې، خاورې او ناپاک چاپېريال د ا نتان يا مکروب مداخلې ته لار اواروي.
              توده هوا د سترګو د وچېدو سبب کېږي (اوښکې لږوي) همدا راز په التهابي حالت کې سترګې خارش کوي ځکه نو تېزه رڼا ورباندې بده لګېږي".
              سترګې د وجود له خورا مهمو او حساسو غړو څخه شمېرل کېږي، نو که چېري لږ بې غوري هم ورسره وشي، بدې پايلې درلودای شي.
              ډاکټران په دې باور دي، چې په لومړي سرکې التهاب يوازي د سترګو په سپين کې وي، خو که چېري يې سمه درملنه و نه شي نو د سترګو تور ته هم غځېدای شي.
              ، د سترګو په التهابي حالت کې د ناروغ سترګي سرې اوړي، اوښکې او خارش کوي او ناروغ داسې احساسوي، چې ګواکې په سترګه کې يې کوم شی لوېدلی دی".
              ډاکټران په دې باور دي، چې سترګې ډېر نازک جوړښت لري نوکه د چا پر سترګه درد شي او يا کومه روغتيايي ستونزه ورته پيداشي بايد دکورنۍ درملنې پرځای ژر تر ژره ډاکټر ته ولاړشي.

              په التهابي حالت کې سترګې ډېرې حساسې وي په دې حالت کې سترګې بايد له دوړې، خاورې او ناپاک چاپېريال وژغورل شي.

              وايي: وقايه تردرملنې ښه ده. ډاکټر کمال مسعود دسترګود حساسيتي التهاب په باب داسې وايي:
              "هغه کسان چې سترګې يی له کوم شي سره حساسيت لري بايد خپل ځانونه له نوموړيو شيانوڅخه ليري وساتي ".
              هغه کسان چې موسمي حساسيت لري، د هغوی بشپړه وقايه ممکنه نه ده، خو ځينې داسې لارې شته چې د ناروغۍ شدت کمولای شي.
              لکه د ډاکټر په مشوره د مصنوعي اوښکو او داسې نورو درملو استعمال، په پاکو او سړو اوبو د سترګو پرېمنځل، د اتوماتو (تورو) عينکو کارول او داسي نورې لارې چارې.
              Last edited by *Hala*; 2 June 2009, 10:45.
              u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

              :pr:

              Comment


              • #22
                re: روغتيا (Health)

                ډیر لمر او لږ خوب انسان انتحار ته هڅوي


                سویدني علماءو د یوې څیړنې له مخې چې د دنمارک په ګرین لنډ کې یې ترسره کړې ده ، څرګنده کړې ده چې لږ خوب او ډیر لمر په ځوانانو کې خشونت زیاتوي.
                عالمانو له نولس سوه اته شپیتم میلادي کال رانیولې تر دوه زره دوهم میلادي کلونو پورې دوره مطالعه کړې ده چې په دې مودې کې په ګرین لنډ کې یو شمیر ځوانانو په اوړي ځانونه وژلي دي.
                د څیړنې له مخې په انتحار کوونکو کې دوه اتیا په سلو کې په اوړي کې وژلي دي او اکثر انتحار په خشونت ترسره شوی دی یا یې ځان ته اور ورته کړی ، یا یې ځان زندۍ کړی او یا یې هم له لوړو ودانیو ځان لاندې اچولی دی.
                په ګرین لنډ کې د اپریل ، مې او د اګست په وروستیو کې لمر شپه او ورځ وي. د څیړنې له مخې ډیره رڼا په سیروتونین کې اختلال رامنځته کوي دا هغه کیمیاوي ماده ده چې په مزغو کې د انسان له خوي او عادت سره ارتباط لري.
                د څیړنې له مخې په لوړو ځایونو کې د وړانګو اغیز تر ټیټو زیات وي.
                u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                :pr:

                Comment


                • #23
                  re: روغتيا (Health)

                  چاغښت ستاسو په خلق اغيزه کوي؟
                  زه په دې باوريم چې ځواب به هو وي نو جام جم انلاين ديوه رپوټ پر بنسټ په دې وروستیو کې په دې اړوند یوه نوې څيړنه تر سره شوې چې له تاسو سره به يې شريکه کړم .

                  د هالنډي پوهانو يوه څيړنه چې ۵کاله یې پرې تېرکړي ښبي چې خواشيني د انسان د بدن د خيټې په برخه کې چاغښت امکان ډيروي دا په داسې حال کې ده چې تراوسه د خپګان او د بدن د عمومي چاغښت په اړوند داړیکوچا څه نه ویل. د دې څيړنې پايلې د دې خبرې څرکندويي کوي چې کيدی شي د خواشينۍ يو ځانګړی خزبولوژيکي ميکانيزم د خيټې د برخې د غوړو ټولګه سره تړي ، همداراز دا پايله کولی شي د دې خبرز لپاره يو قانع کوونکی دليل وي چې ولې د شکرې او زړه د ناروغۍ ګواښ خواشينو کسانو کې ډيريږی .

                  دغه څيړنه چې د ۵ کالو په موده کې پردوزره ۲۰۰۰ روغو کسانو چې خپل ورځنيي کارونه يې په ښه توګه سرته رسول تر سره شوي او څرګندوي چې هغه کسان چې د خواشينۍ نښانې لري د خيټې په برخه کې يې د غوړوټولګه نظر همځولو ته چې د خواشينۍ نښانې يې په څيړه که نه ښکاريږی ډيره ده .

                  په دغه څېړنه کې د چاغښت د معلومولو لپاره له bmi ډوله الې او د خېټې او ملاد چاغښت د معلوملو لپاره د سې ټي سکڼ له الجا څخه کار اخيستل شوی دغه څيړنه په ټوليزه توګه ښيي چې خواشيني د خيټې د غټيدو يا چاغيدوګواښ دوبرابره ډير وي او د بدن په عمومي چاغښت کې لاڅه نه دي ليدل شوي.

                  دغه خبره کيدی شي يو بيولوژيکي لامل ولري چې دعلت موندل بې نورو ډيرو څيړنو ته اړتيا لړي.
                  سربيره پردې بايد ووايم چې د خيټې د غټيدو چاغښت يا د غوړوراټوليدنه يو له هغو خطرناکو غښتونو څخه ده چې د مينابوليږی او زړه او شريانو دنارغيو په راپيداکيدو او ډيريدو کې يوه ځانګړې ونده لري .

                  د پروتنيو مطالبو پايلې ته په نظر کولو ويلي شو چې د خيټې له غتيدو څخه مخنوی چې نورو بيلابيلو ناروغيو سببونه هم برابروي د يوه ځانګړي اهميت لرونکې خبره دی .

                  د ژوند د طريقې بدلونونو ښه توب او منظلم ورزشي تمرينو په دغو ناروغانو کې نه يوازې دا چې د خواشينو ناروغانو د خلق په بدلون کې اغيزه لری بلکې د خيټې له غټيدو څخه هم په جدي توګه مخنيوی کوي .
                  سربيره پردې د خواشينو ناروغنو په درملنه کې کولی شو چې د هغوی خلقي اشتهاهم راټيټه کړو او د چاغيدو څخه يې مخنيوی وکړو
                  u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                  :pr:

                  Comment


                  • #24
                    re: روغتيا (Health)

                    خوشبیني عمر اوږدوي

                    :d:
                    په امریکا کې نویو روغتیایي څیړنو څرګنده کړې ده چې د هغو کسانو عمر زیات وي چې راتلونکي ته په ښه نظر ګوري او بدبینه نه وي.
                    د پټسبورګ په پوهنتون کې پر یو شمیر ښځو څیړنې شوې دي چې ددې څیړنو له مخې د بدبینو ښڅو د مړینې احتمال د خوشبینو په پرتله یو په دوه دی، که له خوشبینو څوارلس مري له بدبینو دیرش مري.
                    دا څیړنه تر زرو په زیاتو میرمنو ترسره شوې ده چې عمر یې تر پنڅوسو ډیر دی د دې اته کلنې څیړنې له مخې بدبین انسانان ډیر د فشار او شکر په ناروغیو اخته کیږي.

                    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                    :pr:

                    Comment


                    • #25
                      re: روغتيا (Health)

                      د سرکوزي زکام Swin Influnza

                      دا مهال په ټوله نړۍ یو شور او ځوږ دی چې د خنزير یا سرکوزي زکام پسې نړۍ را اخیستي ده
                      د سرکوزي د زکام پیښې سږ کال د اپریل په میاشت له مکسیکو څخه راپور ورکړل شو او د همدې میاشتې په ۲۹ نیټه د روغتیا نړیوال سازمان نوموړي ناروغۍ یو پاندیمي (یا نړیواله خپریدونکي) ناروغي وبلله ،
                      دا چې دا څه ډول ناروغي ده ؟ څنګه خپریږي ؟ او څنګه ترینه څان ساتلی شو ؟ په لنډ ډول دغو پوښتنو ته ځوابونه وایو.

                      د سرکوزي په ځیر نور زکامونه هم په نړۍ کې لیدل شوي وه چې په خپل وخت سره ېې نړۍ د ګواښ سره مخ کړي وه چې په لاندې ډول سره ئې یادونه کوو
                      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــ

                      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــ
                      هسپانوي زکام ( نړیوال ) ۱۹ -۱۹۱۸ یو بیلیون ۳۰ میلیونه ۳٪
                      اسیايي زکام ( امریکا ) ۱۹۵۷ ۴۵ میلیونه ۷۰۰۰۰ ۰،۱۶٪
                      هانګ کانګ زکام ( امریکا ) ۶۹ - ۱۹۶۸ ۵۰ میلیونه ۳۳۰۰۰ ۰،۰۷٪
                      مرغانو زکام ( نړیوال) ۱۹۹۰ ترننه ۴۹۱ ۲۵۷ ۶۱٪
                      سارس زکام (نړیوال) ۰۳- ۲۰۰۲ ۸۰۹۶ ۷۷۴ ۹،۶٪
                      عام زکام (امریکا ) هرکال ۵۰ میلیونه ۳۶۰۰۰ ۰،۰۸٪
                      سرکوزي زکام (نړیوال) ۲۰۰۹ ۲۷۳ ۱۵۳ ۲،۶٪
                      د یادونې وړ ده چې د وروستي ډول زکام د اخته شویو کسانو شمیر د نن ورځې راپور له مخې لیکل شويده چې لا هم مخ په خپریدو ده
                      دا چې د زکام وایروس دری ډولونه ډیر عام دی چې په انسانانو کې د زکام لامل ګرځي په لاندې ډول دي

                      انفلونزا وایروس ـــ اې ــ لږ لیدل کیږي (IVA)
                      انفلونزا وایروس ــ بي ـــ عام لیدل کیږي ( IVB)
                      انفلونزا وایروس ــ سي ـــ راپور ندی ورکړ شوی ( IVC)

                      چې سب ټایپونه دا مهال د سرکوزي د زکام اصلي ریښه ده اوس راځو د ته چې د نوموړي زکام ګېلې څه دي ؟
                      د سرکوزي د زکام ګېلې د عام زکام ګيلو ته ورته دي یانې لړزه ، تبه ، د ستوني خارښت او درد ، د عضلاتو درد ، شدید سردرد ، ټوخی ، ضعیفي یا ناتواني او عمومي نا ارامي ده ، مګر د سرکوزي په زکام کې د زړه بدوالي ، کانګې او سارا ناسته هم لیدل کیږي د نوموړي وایروس څخه د ځان ژغورنې یوازینی لار د خپل ځان ساتنه ده په دې مانا چې د لاسونو پریمنځل ، پاکوالې ته پاملرنه ، او د ناروغ سره د نیغ په نیغه د لګیدو څخه ځان ساتل دي
                      دا زکام د یو انسان نه بل انسان ته د ټوخي، پرنجې ، د هغه د پوزې، سترګو او خولې د مایعاتو سره د ککړیدو دلارې لیږدل کیږي چې باید ځان ترینه وساتل شي .
                      که په چا کې پورته نښې نښانې ولیدل شوې نو باید تر ټولو د مخه ځان له کورنۍ له غړو څخه ګوښه کړي او همداراز خپل کار او هغه ځایونو ته له تګه ډډه وکړي چې هلته د وګړو ګڼه ګوڼه وي تر څو د ناروغۍ د خپریدو مخنیوی وشي
                      او له دې سربیره دې زرتر زره د طبي کتنو لپاره ډاکټر ته مراجعه وکړي

                      نجیب زاخېلوال ــ سویډن

                      Comment


                      • #26
                        re: روغتيا (Health)

                        نارنج ا و روغتیا




                        سربېره پر دې چې د نارنج بېلابېلې برخې خوړل کېدای شي، يو درملز بوټی هم ګڼل کېږي .


                        د دغې مېوې له پاڼو، اوبو ،او دم کړې جوشاندې څخه دډېرو نا روغيو پهدرملنه کې ګټه اخيستل کېږي .
                        د نارنج اوبه پرېمانه ويټامين سي لري چې دخوړوخوند ورسر ه ښه کېدای شي خو نارنج د معدې ، پوستکي ،عصبي سېسټم، د وينې دجريان اوتنفسي سېسټم لپاره ګټو ره مېوه ده حتی دنارنج پوستکی د ډېرو ناروغيو لپاره ګټور ثابت شوی دی. لکه چې وويل شول دنارنج اوبه ويټامين سي لري خو په ټو ل کې دنارنج ګټېاو اغېزې په دې ډول را لنډولای شو :


                        که دنارنج له پاڼو چاې دم کړو اشتها ورسره زياتېږي ا ود هاضمې قدرت زياتوي دغهچاې به سلګۍکمې کړي او قولنج هم له منځه وړي .


                        که دنارنج پاڼې په سيوري کې وچې کړو دهغو کسانو لپاره به ډېره ګټّه ولري چېهاضمه يې سمه نه ده پر دې سربېره د عضلو قوت ورسره زياتېږي .او دماشوم دخېټې دردورسره کمېږي


                        دنارنج دپوستکي دم کړي چای هم ډېرې ګټې لري دبېلګې په توګه که تر خوړو مخکېوخوړل شي اشتها ورسره ښه کېږي او د کولمو د مېکروبونو د ختمولو لپاره ښه دي .


                        ويل کېږي که د نارنج د ونې جرړې وچې او بيا د چای په ډول دم شي د کولمو دمېکروبو نو په ختمېدو ا و دقبضيت په له منځه وړلو کې ډېره مرسته کوي .


                        دنارنج دګل دټولولو لپاره بايد يو لړشرايطو ته پام وشي دساري په توګه بايددنارنج ګل سهار راټول او په تيارې اوسيوري کې وچ شي که له دغه ګلانو چاي دم کړو اوويې څښو دسټرس (روحي فشار) په ختمېدو کې ډېره مرسته کوي هغه کسان چې کمزوري اعصابلري بايد له دغې جوشاندې ګټه پورته کړي .


                        تجربو ثابته کړې ده که دنارنج پوست په مخ ومښل شي دځوانکې يا اکنې (Acne) پهدرملنه کې مرسته کوي او پوستکی تاند او ځوان ساتي د پوستکي په ډېرو ماسکونو کې دنارنج له شيرې استفاده کېږي .


                        دنارنج شربت درګونو ترومبوز (په رګونو کې د وينې پرنډکېدل) لپاره ګټور ثابت شويدي هغه کسان چې دوينې غلظت ېې ډېر وي هغوی ته سپارښتنه کېږي چې د نارنج شربت وڅښي .


                        د نارنج دغوټېو بويول د ذکام لپاره ګټور وي او دآنژين او ټوخي په معالجه کې ترې استفاده کېږي .


                        خو دغه ترکيبات چې مونږ ياد کړل څه ډول ېې برابرولای شو:


                        دنارنج دپاڼې چاي : دنارنج يو ه پاڼه په يو ګيلاس جوش اوبو کې واچوئ او له څودقيقو وروسته يې وڅښئ .


                        دنارنج پوستکی هم له دې وروسته چې ټو ټه مو کړ په يو ګيلاس اوبو کې يې دشلودقيقو لپاره وايشوئ دغه چوشاند ه له ډوډۍ وروسته څښل کېږي .


                        پر دې سربېره نارنج پخولاي هم شئ يو سلامت نارنج په اوبو کې وايشوئ چې تريخوالیيې ولاړ شي لومړنۍاوبه يې وغورځوئ او بيا ېې دشلو دقېقو لپاره وايشوئ وروسته يې پهيو ټوکر وچ کړئ او هر سهار يې په نهاره وخورئ.


                        د نارنج له شربت څخه هم استفاده کېداې شي د نارنج دشربت د ترلاسه کولو لپارهدرې کيلو نارنج وايشوئ او تر دې چې نيمايي ته ورسېږي له هغه وروسته ېې ځګ (کف ) راټول کړئ او بيا دبورې يا چينۍ په ګډلو سره شربت تيار کړئ .


                        نارنج نرۍ نرۍ پرې کړئ او بيا يې پر پوستکي د څو دقيقو لپاره کېږدئ دغه کار بهستاسو د پوستکي له سلامتيا سره ډېره مرسته وکړي البته دېرش قيقې ورسته خپل مخپرېمينځ

                        Comment


                        • #27
                          re: روغتيا (Health)

                          دانسان په بدن کې څومره وینه وي ؟



                          دیوه عادي اونورمال انسان دبدن ټوله وینه کابوپنځه لیتره وي .وینه دانسان دوزن شاوخوااووه فیصده ده اوتراکم یې ترخالصواوبویوڅه زیات وي .


                          وینه له پلازما(چې دوینې کابودرې لیتره وي)،سروګولوبولونو،سپینوګولوبولونو اوپلاکیټونوجوړه شوې ده.الیکترولیټونه او نورمغذي موادپه وینوکې حل کېږي اودبدن ټولوبرخواوحجروته لېږدول کېږي .

                          Comment


                          • #28
                            re: روغتيا (Health)

                            دمازغو دساتلو او پیاوړتیا نوې لارې

                            پر څلویښتو کسانو چې عمرونه ېې له ۶۰ تر ۷۰ کلونو پورې ؤ څیړنې وشوې دغه څيړنو وښودله چې هغو کسانو چې ستراتیژیکې او فکري لوبې ېې کولې دمازغو په ټسټونو کې تر نورو تکړه وو او ښېې نتیجې ېې ترلاسه کړې وې .
                            دغه راز څيړنې ددې ښودنه کوي له دې سره سره چې دالزایمر دناروغۍ په اړه پریکنده درملنه نه شته خو په طبیعي رودو ددې ناروغۍ مخه ترډيره حده نیول کیداي شي یوه روده پکې له اسید فولیک او امیګا درې په شمول له غوړو اسیدونو استفاده ده چې دغوزانو او کب په خوړولو سره دغه کمښت جبرانیداي شي پر دې سربیره باید په بیلابیلو رودو مازغه فعاله وساتل شي . په دې ډول ویلای شو چې مطالعه ، دپازل یا جدلونو حل کول او حتی دموسیقی اوریدل یاېې غږول دمازغو له فعاله ساتلو سره ډيره مرسته کوي
                            له بلې خوا دڅیړنکو دتحقیقاتو په اساس هغه کسان چې په دو یا ډيرو ژبو پوه وي دهغو مازغه ترنورو پیاوړي وي کانادايي څيړنو په دې ور وستیو کې ثابته کړې ده چې هغه کسان چې له ماشوموالي په دو ژبو خبرې کوي دهغو کسانو په پرتله چې په یوه ژبه پوهیږي لږ دمازغو په کمزورتیا اخته کیږي.

                            Comment


                            • #29
                              re: روغتيا (Health)

                              د ځوانۍ راز وموندل شو





                              وروستیو څیړنو ښودلې چې د اوبو څښل په یوه ورځ کې به دوامداره توګه د ځوانۍ او د پوستکي د ښکلا باعث ګرځي او د ډیرو ناروغیومخه نیسي .

                              د Science مجلې دیوه ریپوټ پربنسټ ، څیړونکو ویلي چې دغه څیړنه د خلکو په خوړو تر سره شوې چې کولای شو د هغوی په سلامتیا قضاوت وکړو او د خلکو سمه سنجونه او کره معیار د هغوی له څښلو مایعاتو څخه کیدای شي .

                              کارپوهان باوري دي چې دیوه بالغ انسان ۴۵ تر ۶۰ په سلو کې بدن له اوبو څخه جوړیږي .
                              د انسان بدن په طبیعي توګه په ورځ کې دوه تر دونیم لیتره پورې اوبه له لاسه ورکوي نو اړینه ده چې بیرته پوره شي ، ځکه چې اوبه په یوه نه یوه ډول د بدن غړیو ته د غذايي موادو د لیږد وسیله دي .
                              اوبه همدا راز مضر مواد پاکوي او د بدن د حرارت په تنظیماتو او مبادلاتو کې ونډه لري .

                              د اوبو یا نورو مابعاتو څښل د لاعلاجه ناروغیو د مخنیوي او علاج لپاره ښه او ساده لاره ده .

                              Comment


                              • #30
                                re: روغتيا (Health)


                                ډاکټره فریده هوډ سیفي
                                پوهيږي له نن څخه لس کله مخکي دلومړي ځل لپاره د خندا نړيواله ورځ ولمانځل شوه .ددي ورځي موسس ډاکتر مدن کتاريا دي . داکتر مدن کتاريا په ممبي کي د طب ډاکتر دي .

                                په حقيقت کي داکتر کتاريا په نولس سوه پنځه نويم ميلادي کال کي د يوګا او دخندا د ګټو په اړه علمي څيړنه تر سره کړه . ده ډيره تجربه په زده کونکو وکړه او په پاي کي يي ډيري ښي نتيجي تر لاسه کړي يعني دا چې دخنداښۀ اثر يي د فزيکي او هم د روحي پلوه وليد .هغه دا هڅه وکړه چې خپله دا لاس ته راوړنه او ښۀ تجربه ټولي نړۍ ته انتقال کړي څو ټول خلک تري ګټه واخستلي شي . هغه ديوګا له خاصو حرکاتو سره دخندا ، په ځانګړي توګه د تنفس په خاصو طريقو د روغتيا په نړۍ کي لويه اضافه وکړه . خپل کار يي د ممبي په يوه پارک کي په کتو شمار څو تنو عامو خلکو سره پيل کړ . او رورو له خندا سره ځانګړي حرکاتو د نړۍ په څه باندي شپيتو هيوادنو کي د زرګونو خلکو پام ځانته واړاوه .
                                د ډآکتر کتاريا لارښووني د راډيو او تلويزون له خوا په هند او دنړۍ په ډيرو هيوادنو کي ښودل کيږي . روور د نړۍ په بيلابيلو هيوادنو کي د کتاريا تجربو خلک متاثر کړل .
                                په دوه زرم ميلادي کال کې د جنوري په نهمه له هند څخه دباندي د دنمارک په پايتخت کوپن هاګن کي دا ورځ ولمانځل شوه . په دي ورځ له لسو زرو څخه زيات خلک د ښار په يوه چوک کي راټول شوي وو ځانګړي حرکات يي کول او خندل يي .
                                وروسته بيا دا پيښه د نړي د ريکاردنو په کتاب کي ثبت شوه .
                                او د امريکا او ډيرو اورپايي هيوادنو په ګډون هر کال د مي دمياشتي په لومړي يکشنبي باندي دا ورځ لمانځل کيږي خو په هند کي يي د جنوري په يولسمه هم يادونه کيږي ځکه د لومړي ځل لپاره داکتر کتاريا په همدي ورځ خلک ګډي خندا ته رابللي وو . اوس دنړۍ په بيلابيلو هيوادنو کي د داکتر کتاريا تجربه عملي کيږي او خلک تر ي خوند اخلي .
                                له يوګاګو يا د خاصو حرکاتو او ذهني تمرکز سره دخندا يو ځاي کيدل د انسان روغتيا ته ډير موثر بلل شوي . په دي اړه تحقيقاتو ښوودلي چې خندا له سرطاني ناروغانو سره مرسته کوي . د امريکا د ميريلند په پوهنتون کي اوس شاګردانو ته ځانګړي ديوګا حرکات چې له خندا سره يوځآي ترسره کيږي تدريس کيږي څو دوي وکولاي چې له ناروغانو سره مرسته وکړي .
                                دخندا نړيواله ورځ هرکال د مي دمياشتي په لومړي يکشنبي دنړۍ په بيلابيلو سيمو کي خلک په ګډه سړکونو ته راوځي او خپل ټول ورځني جنجالونه او غمونه هيروي او په خلاص زړه سره خاندي

                                Comment

                                Working...
                                X