Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

اسلامي ښوونه......................

Collapse
This is a sticky topic.
X
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #16
    Re: اسلامي ښوونه......................

    Originally posted by Saima Shaheen

    me ko samajh aati hai pashto, Arabic se kafi milti julti hai :)

    yeh second line ka matlab kya hai jo red highlighted hai :hhh:
    داخو ډیر شه خبره ده جی تاسې هم پشتو پوهیژی

    red highlighted ka matlab hai ka Allah kari aap harwaqt yeha pe ajayee..... :)
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

    Comment


    • #17
      Re: اسلامي ښوونه......................

      سورة بقره (اول درس)
      سورة البقره
      سورة البقره مدنی سورة دی ۲۸۶ایاتونه اوڅلویښت رکوع لري




      بسم الله الرحمن الرحیم





      الم (۱)ذلک الکتب لاریب فیه هدی للمتقین (۲)الذین یؤمنون بالغیب ویقیمون الصلوة ومما رزقنهم ینفقون(۳)والذین یؤمنون بماانزل الیک وما انزل من قبلک وبالآخرة هم یوقنون(۴)اُلَئِکَ علی هدًی من ربّهم واُولئک هم المفلحون(۵)

      ژباړه :
      ددی حروفو په معنی الله عالم دی (۱)داکتاب نشته هیڅ شک پده کی (دغه کتاب )دپرهیزګارانولپاره لارښوددی (۲)هغه کسان چ یایمان لرونکی دي په غیبو باندی اوقایموي (سم اداکوي ) دوۍ لمونځ اوهغه څه (مال)چی مونږورکړی نفقه کوي یی (۳)اوهغه کسان چی ایمان لري دوۍ په هغه کتاب چی تاته نازل شوی اوپه هغه کتابونوچی لتا نه مخکي نازل شوی اوپه آخرت دوۍ یقین لري (۴)دغه کسان دالله له لوری په هدایت دی اوهمدوۍ کامیاب دي (۵)

      لنډتفسیر :
      الم داحروف مقطعات دی چی په معنی باندی الله تعالی عالم دی څوک وایی دادالله اورسول ترمنځ یوپټ راز دی چي مونږته دبعضی حکمتونوله وجی ندي راښکاره شوي
      ذلک الکتب لاریب فیه پدی کي هیڅ شک نشته چی داکتاب دالله دلوری ندی بلکه خالص دالله دلوري دی ټول مضامین یی ریښتیني اوواقعی دی
      هدیً للمتقین (۲)له دغه ځایه دقرآن کریم تراخره پوری د(اهدناالصراط المستقیم) ځواب دی چی دبندګانوله خواغوښتل شوی وه قرآن هغه کسانوته لارښیئ چی دالله تعالی ویره اوخوف یی په زړه کی وی هغه به ضرور دخواوبدو پلټنه کوي اودچاپه زړه کی چی دالله خوف نه وی هغه به دبندګۍ سره څه علاقه اودعذابه څخه به څه اندیښنه ولری ؟
      الذین یؤمنون بالغیب تراخردایت پوری
      هغه شیان چی ددوۍ له عقل اوحواسوڅخه پټ دی لکه وحدانیت ،رسالت ،حشر نشر،قیامت ، حساب کتاب ،ملائک ،جنت اودوزخ دغه ټول دالله اورسول دارشاداتوسره سم اویقینی کڼی ددی څخه څرګنده شوه چی په غیبو ایمان نه لرونکی دهدایت له فیضه محروم دی .
      دصلوة اقامت نه دلمانځه په وخت اوادابوسره اداکول مراددی
      والذین بما انزل الیک ..تراخردایت پوری
      په تیرایت کریمه کی دهغه کسانو یادونه وه چی مشرکین وو اوپدی ایت کی الله داهل کتابو(یهودواوعیسایانو) یادونه کوی بدله یی په لاندی ایت کی ذکرکیږی
      اُولئک علی هدی من ربهم تراخردایت پوری .
      پورته دواړه ډلوته هدایت ورپه برخه شواوپه اخرت کی به خپل مراد ته ورسیږی څرګنده شوه څوک چی دایمان اونیکواعمالوڅخه بی برخی وی دنیا او آخرت دواړه یی برباد دی
      (تفسیر عثمانی )




      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment


      • #18
        Re: اسلامي ښوونه......................

        mashaALLAH HALA
        buhat hee achi post hay aap kee ALLAH aap ko es ka ajer dy amen

        Comment


        • #19
          Re: اسلامي ښوونه......................

          Ameen sum Ameen.... .. app ka be buht shukariaa KHL ji ....:rose
          u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

          :pr:

          Comment


          • #20
            Re: اسلامي ښوونه......................

            سورة بقره دوهم لوست

            دسورة بقره دوهم لوست
            انّ الّذِیْنَ کَفَرُوْا سَوَاءٌ علیهمْءَانذَرْتَهُمْ اَمْ لمْ تُنْذِرْهُمْ لاَ یؤْ مِنُونَ(6)خَتَمَ اللهُ عَلی قُلُوبِهِمْ وَعَلی سَمْعِهِمْ وَعَلی
            اَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وّلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیمٌ (٧)
            ژباړه :
            بیشکه هغه کسان چی کافران د ي برابره خبره که دوۍوویروی یا یی ونه ویروی ایمان نه راوړي (6) الله ﷻ ددوۍ په زړونو،اوغوږونو مهروهلی اوپه سترګو یی پردی دی اوددوۍ لپاره لوۍ عذاب دی .

            لنډ تفسیر :
            په لومړیو پنځوایاتونوکی الله ﷻ دقرآن کریم صفت اودهغه نیک بخته کسانو ذکرچی پد ی کتاب عمل تیرشو ورسره یی ددغه کسانومخصوص صفتونه هم ذکرکړل ورپسی پنځلس ایاتونوکی هغه کسان ذکر کوی چی دقرآن سره کینه اوحسد لري بیا پدوۍ کی دوه ډلی د ي یوهغه چی په ښکاره مخالفت اوانکارکوی بل هغه چی داخلاقی کمزورۍ اودنیاوي اغراضوپه وجه یی دخپل ضمیر اواز څرګند نه کړای شو بلکه چل اوفریب یی شروع کړ مسلمانانو ته به یی ځان مسلمان اوکافرته به یی ځان کافرښکاره کاوه اوله ډله دقرآن په اصطلاح کی کفار بلل کیږي اودوهمی ته منافق وایی پدی دوه ایاتونو کی الله ﷻ دښکاره کافرانو ذکر کوي ددی نه روسته دیارلس ایاتونو کی بیادمنافقینوتذکره ده .

            مفتی محمد شفیع رحمه الله په خپل مشهور تفسیر معارف القرآن کی لیکی چی اولوپنځوایاتونوکی مؤمنانوڅخه هغه کسان مراددي چی په اهدنالصراط المستقیم صراط الذین انعمت علیهم کی کودکومی لار ی غوښتنه کړ ی وه اوپدی دوه ایاتونوکی هغه کسان ذکر کوي دچادلاری څخه موچی په غیرالمغضوب علیهم کی پنا غوښتی وه

            دګناهونو دنیاوی سزا :
            دګناهونو اصلی سزاخوبه په اخرت کی ملاویږی لکن دبعضی ګناهونوسزا کناهګارته په دنیاکی هم ورکول کیږی دګناه دنیاوی سزاداسی وی چی انسان څخه دحق قبلولوتوفیق سلب شي بیا دغه کس داخرت حساب کتاب څخه غافله اوڅه یی چی زړه غواړی هغه کوی .
            په حدیث شریف کی راغلی کله چی یوانسان ګناه کوی ددی ګناه په وجه یی په زړه تورداغ پیدا کیږی ددګناهونو دزیاتوالی په وجه داغونه هم زیاتیږی تردی چی ټول زړه یی تورشی بیاورته حق نه داخلیږی . (معارف القرآ ن )
            همدغه شان دکفاروزړونه دډیري کینی اوکفر ی تعصب په وجه تور شوی نوالله ﷻ تری دحق قبلولو صلاحیت اخستی

            u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

            :pr:

            Comment


            • #21
              Re: اسلامي ښوونه......................

              سورة بقره دریم لوست
              سورة بقره دریم لوست




              وَمِنَ الْنّاسِ مَنْ یّقُولُ امَنّابِاللهِ وَبِالْیَوْمِ الا خِرِ وَمَاهُمْ بِمُؤْ مِنِیْنَ(۸)یُخدِعُوْنَ الله وَالّذِیْنَ امَنُوْا وَمَایَخْدَعُونَ اِلااَنْفُسَهُمْ وَمَایَشْعُرُوْنَ(۹)فِیْ قُلُوبِهِمْ مَرضٌ فَزَادَهُمُ اللهُ مَرَضًاوَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیمٌ بِمَاکَانُوْایَکْذِبُوْنَ(۱۰)وَاِذَاقِیلَ لَهُمْ لاتُفْسِدُوافِی الاَرْضِ قَالُوْااِنّمَانَحْنُ مُصْلِحُوْنَ(۱۱)الآ اِنّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُوْنَ وَلکِنْ لاّ یَشْعُرُوْنَ(۱۲)

              ژباړه : اوځنی له خلکوهغه څوک دی چی وایی مونږایمان راوړی په الله اوپه ورځ دقیامت حال داچی دوۍ مؤمنان نه دي (۸)دوۍ ټګی کوي(په خپل ګمان ) دالله تعالی سره اوله هغه کسانوسره چی ایمان یی راوړی حال داچی دوی ټګی نه شی کولای مګر دخپلوځانونوسره ټګی کوی اودوۍ شعور نه لری (۹)په زړونوددوۍ کی مرض( دنفاق اوشک دی )زیات کړالله ددوۍ مرض او(مقرر)دی دوۍ ته عذاب ډیر دردناک په سبب ددرواغو ویلوددوۍ (په اظهار دایمان سره )(۱۰)اوکله چی دی منافقانو ته ته وویل شی په مځکه کی فساد مه کوۍ دوۍ وایی مونږ اصلاح کونکي یو(۱۱) خبر اوسۍ همدۍ فساد کونکي دي مګردوۍ (په خپل فساد)شعور نه لري .(۱۲)

              لنډ تفسیر : پورته ایاتونو کی الله تعالی دمنافقینو ذکر کوي چی په خوله باندی وایی مونږ ایمان راوړی حالانکه ددوۍ دعوه په دروغو بنااو فریب دی
              ښکاره خبره ده چی دوی الله تعالی ته دوکه نشی ورکولای مګر نبی کریم صلی الله علیه وسلم اومسلمانانو ته دوکه ورکول یی دالله تعالی سره دوکه وګڼله (قرطبی ) دوی نه نبی کریم صلی الله علیه وسلم اونه مسلمانانو ته دوکه ورکولای شی بلکه ددی فریب عذاب به دنیا اواخرت کی همدوۍ ته ورکول کیږی .
              لسم ایت کریمه کی وفرمایل چی ددوۍ په زړونوکی مرض دی الله تعالی ددوی مرض زیات کړ .دقرآن په اصطلاح کی هغه کیفیت ته هم مرګ وایی چی دانسانی نفس کمال کی کمښت راولی دانسانی اعمالو څخه یی مخروم اوپه پای کی ورته روحانی مرګ راشی . (معارف القرآن )
              پورته ایات کریمه کی یی دمنافقینو په زړه کی موجود کفرمرض سره مشابه کړ چی هم روحانی اوهم جسمانی مرض دی روحانی مرض خو ښکاره دی چی دخپل رب او معبود ناشکری اونا فرمانی کوی بل ددنیاوی اغراضو لپاره په زړه کی دننه خبره نه څرګندول هم لوی روحانی مرض دی .اوجسمانی مرض هم دی ځکه هروخت منافق پدی فکرکی وی چی منافقت یی څرکند نه شي شپه اوورځ په همدی فکرکی اوسیدل ورته زهنی تکلیفونه پیداکړی
              یولسم یات کریمه کی دمنافقینو هغه مغالطه ذکرکوی چی فساد ته اصلاح اوځان ته مصلح وایی قرآن کریم څرګنده کړه چی یوازی دخولی په خبرو څوک نه مصلح کیږی ځکه غل اولاره شکونکی هم ځان ته مفسد نه وایی خو مدار ی په هغه کار دی چی کوی یی که داصلاح عمل وی کونکی مصلح اوکه عمل یی دفسادوی نوکونکی یی مفسد دی .

              ضروری یادونه : دفساد اواصلاح نه دمنافقینو مراد داهم وو چی دکفر او اسلام ترمنځ داصلاح (اتحاد ادیان ) خبری کولی دوی غوښتل چی کفار دی هم وی او نبی کریم صلی الله علیه وسلم هم یو په بل دی غرض نه کوی اونه دی چاته داسلام دمبارک دین بلنه ورکوی . حالانکه اسلام بیل اوکفر بیل دی اسلام الله تبارک وتعالی نړۍ ته دانسان نه دانسان جوړولولپاره رالیږلی دنیاکی به داسلام غلبه وی کفارهم داوسیدو حق لری خو داسلامی نظام ترسیوری لاندی


              u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

              :pr:

              Comment


              • #22
                Re: اسلامي ښوونه......................

                سورة بقره څلورم لوست

                سورة بقره څلورم لوست


                بسم الله الرحمن الرحیم


                وَاِذَاقِیْلَ لَهُمْ آمِنُوْاکَمَاآمَنَ النّاسُ قَالُوْااَنُؤْمِنُ کَمَاآمَنَ السّفَهآءُ اَلآاِنّهُمْ هُمُ السّفَهَآءُ وَلکِنْ لاّ یَعْلَمُوْنَ(۱۳)وَاِذَالَقُوْالّذِیْنَ امَنُواقَالُوْاآمَنّاوَاِذَاخَلَوْ اِلی شَیطِیْنِهِمْ قَالُوْا اِنّامَعَکُمْ اِنّمَانَحْنُ مُسْتَهْزِءُوْنَ(۱۴)اللهُ یَسْتَهْزِءُ بِهِمْ وَیَمُدّهُمْ فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ(۱۵)

                ژباړه : هرکله چی دی (منافقینو)ته وویل شی ایمان راوړۍ !لکه چی نورو(صحابه کرامو) ایمان راوړی دوۍ وایی ایامونږ دهغه بی عقلوپه څیر ایمان راوړوخبر دار همدوۍ بی عقله دی لیکن دوۍ نه پوهیږي (۱۳)هرکله چی دوۍ(منافقین)مؤمنانو سره مخامخ شی ورته وایی مونږهم ایمان راوړی اوکله چی خپلو مشرانوته ورشی ورته وایی مونږ تاسوسره یوهغوۍ (مؤمنانو)پوری ټوقی کونکی یو(۱۴)الله ﷻ به سزادټوقوورکړی دوۍته اومهلت ورکوي دوۍ ته په سرکشۍ ددوۍ کي حال داچی دوۍ حیران دي .

                لنډتفسیر: اول ایات کریمه کی دمنافق په وړاندی دایمان یو معیار کیښودل شو چی هغه دصحابه کرامو ایمان دی ځکه په هغه زمانه کی صحابه کرامو ایمان راوړی وو څرګنده شوه چی هغه ایمان معتبر دی چی دصحابه کرامو دایمان په څیروي په کومو شیونو په کومه اندازه دصحابه کرامو ایمانوو که هغه شان وی قبول اوکه هغه شان نه وی ندی قبول دصحابی ایمان یو محک(زرکاڼی) دی چی دټول امت مسلمه ایمانونه به پری اندازه کیږی . دهغه زمانی جاهلانو صحابه کرامو ته ناپوهه ویل همدغه طریقه دهری زمانی دناپوهانو ده څوک چی ورته دالله ﷻ اورسول ﷺ لار ښایی دوۍ یی ناپوه اوجاهل بولی قرآن څرکنده کړه چی همدغه کسان بی عقله اوناپوه دی چی دالله ﷻ په ښکاره نښانوایمان نه راوړي .

                دوهم ایات کی دمنافقینو دوه مخی پالیسی بیانوی چی مسلمانانو ته ځان مسلمان اوکافرو ته ځان کافر څرګندوی .مسلمانانو سره یواځی دوۍ پوری دمسخروکولولپاره مخ کیږی .

                دریم ایات کی الله ﷻ فرمایی چی دامنافقین فکر کوی چی مونږ مسلمانانو پوری مسخری کوو اوهغوۍ څخه موبی عقله جوړکړی حالانکه همدۍ خپله بی عقله دی الله ﷻ دوۍ ته په سرکشۍ کی وخت ددی لپاره ورکړی چی دامنافقین خپل ځان پوری دخندااسباب براوي .

                دلته خبره داستهزا(مسخرو)په جواب کی وه نو ځکه تری په مسخرو تعبیروشو.

                (معارف القرآن)


                مولوی عبدالحق منصور
                u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                :pr:

                Comment


                • #23
                  Re: اسلامي ښوونه......................

                  د سورۀ ياسين فضائل

                  ليک :: مولانه منظور احمد نعماني

                  دحضرت معقل بن يار رضى الله عنه نه روايت دے چې درسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې چادالله د رضا دپاره سورت ياسين ولوستلو دهغه تير ګناهونه به معاف کړے شى ددې دپاره داسورة دمړکيدو والوسره لولئ
                  تشريح:: په دې حديث کښې دمړکيدونکو سره عندمرتاکم دياسين شريفدلوستلو دپاره چې کوم فرمائيلى شوىدى دهغې مطلب په ظاهره سره دادے چې دمړکيدونکى سره ددۀ په اخرى وخت کښې دے دا سورة ولوستے شى او اکثر علماو هم داګڼلې ده اوددې وجې نه دامعمول دے ليکن دويم مطلب داهم کيدے شى چې دمړکيدونکى په قبر باندې داسورة ولوستے شى دپار ددې چې داددۀ دمغفرت وسيله جوړه شى
                  دحضرت عطاء بن رباح تابعى نه روايت دے هغه وائى چې ماته داخبره رارسيدلې ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى چې کوم بنده دورځې په ابتدائى حصه کښې يعنى سحروختى سورة ياسين لولى الله تعالى به دهغه حاجتونه پوره کړى
                  u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                  :pr:

                  Comment


                  • #24
                    Re: اسلامي ښوونه......................

                    سورۀ الکهف فضائل
                    ليک :: مولانه منظور احمد نعماني

                    ترجمه:: دحضرت ابو سعيد خدرى رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ارشاد فرمائى چې کوم سړے دجمعې په ورځ سورة کهف ولولى دهغه دپاره به نور روښانه شى د دوه جمعونه په منځ کښې ( دعوت الکبير للبيهقى)
                    تشريح:: ددې حديث نه معلوميږى چې سورة کهف لره دجمعې د ورځې سره څه خاص مناسبت دے چې دهغې په وجه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم په دغه ورځ په خصوصيت سره دتلاوت ترغيب ورکړے دے اوفرمائيلى ئې دى چې دجمعې په ورځ دسورۀ کهف په لوستو سره په زړۀ کښې يوخاص نور پيدا کيږى چې دهغې رڼا او برکت به دمخکښې جمعې پورې وى داحديث حاکم هم په مستدرک کښې روايت کړے دے او وئيلى ئې دى چې هذا حديث صحيح الاسناد ولم يخرجاه ، په يوبل حديث کښې چې هغه امام مسلم هم روايت کړے دے دسورة کهف دابتدائى لسو ايتونو په باره کښې روايت شوى دى چې څوک داياد کړى اولولى ئې هغه به ددجال دفتنې نه په امن وى ددې په توجيهه کښې شارحينو دحديث ليکلے دے چې دسورة کهف په ابتدائى حصه کښې چې کوم تمهيدى مضمون دے اوددې سره چې داصحاب کهف کومه واقعه بيان شوې ده په هغې کښې دهر دجالى فتنې علاج موجود دے اوکوم زړۀ ته چې ددې حقائقو اومضامينو يقين نصيب شى کوم چې دسورة کهف په دې ابتدائى ايتونو کښې بيان کړے شوى دى هغه زړۀ به دهيڅ دجالى فتنې نه نۀ متاثره کيږى دغه شان چې دالله تعالى کوم بندګان ددې ايتونو په برکت او خاصيت باندې يقين لرى اوداپه خپل زړۀ او دماغ کښې محفوظ وساتى
                    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                    :pr:

                    Comment


                    • #25
                      Re: اسلامي ښوونه......................

                      hala dear bohat ma'zrat key main parh aur samajh nahin sakta magar andaza ho raha hai keh jo ilm aap ney yahan per share kiya hai woh bohat hi informative aur eeman afroz hai - keep it up dear :)
                      tumharey bas mein agar ho to bhool jao mujhey
                      tumhein bhulaney mein shayid mujhey zamana lagey

                      Comment


                      • #26
                        Re: اسلامي ښوونه......................

                        معارف الحديث

                        ليک :: مولانه منظور احمد نعماني

                        د قران دتلاوت اجرا اوثواب

                        ترجمه:: دحضرت عبدالله ابن مسعود رضى الله عنه نه روايت دے چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ارشاد فرمائى چې چا دقران يو حرف ولوستلو نوهغه يوه نيکى وګټله اويوه نيکى دالله دقانون کرم مطابق دلسونيکو برابرده. (دمزيدوضاحت دپاره فرمائى ) زۀ دانۀ وايم يعنې زمامطلب دانۀ دے چې الم يو حرف دے بلکې الف يوحرف دے لام يوحرف دے او ميم يوحرف دے دغه شان الم وئيلو والا بنده دديرشو نيکوبرابر ثواب حاصلولو حقدار دے
                        تشريح: دالله تعالى داکريمانه قانون چې ديوې نيکۍ کولو والا ته دلسو نيکو برابر ثواب ورکيدے شى په واضحه طور سره په قران مجيد کښې هم بيان فرمائيلى شوى دى ارشاد دے . څوک چې يوه نيکى وکړى هغه ته دلسو نيکو برابر ثواب ورکيدے شى . په پورتنى حديث کښې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل امت ته دازيرے اورولے دے چې کوم بنده په اخلاص سره دقران مجيدتلاوت کوى نو دحروف تهجى دهرحرف دتلاوت يوه نيکى شمارلےشى چې داجر اوثواب په لحاظ سره دلسونيکو برابر دى ددې حديث دبيهقى په روايت کښې دى چې هغه وفرمائيل
                        زۀ نۀ وايم چې بسم الله يوحرف دې بلکې ب يو حرف دى س يوحرف دے، م يو حرف دے، او زۀ دانه وايم چې الم يو حرف دے بلکې ا ، ل ، م جدا جدا حرفونه دى
                        الله پاک دې ديقين دولت زمونږ نصيب کړى په دې حديث کښې دکلام پاک دتلاوت کوونکو دپاره لويه خوشخبرى ده ددې حديث نه يوه واضحه دپاره داضرورى نۀ ده چې هغه تلاوت دې د معنى اوپوهې سره وى ولې چې الم اوټول حروف مقطات بغير دمعنى دپوهيدونه تلاوت کيږى او حديث په صراحت سره ښودلى دى چې ددې حرفونو تلاوت کوونکى ته هم په حرف باندې دلسو نيکو ثواب دے
                        u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                        :pr:

                        Comment


                        • #27
                          Re: اسلامي ښوونه......................

                          Originally posted by Masood
                          hala dear bohat ma'zrat key main parh aur samajh nahin sakta magar andaza ho raha hai keh jo ilm aap ney yahan per share kiya hai woh bohat hi informative aur eeman afroz hai - keep it up dear :)
                          Isalam ki bari mein kehty hai ....ismein be Quran Pak ki telawat ka jo fazeelat hai os ki bari mein brief dia hai :rose
                          u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                          :pr:

                          Comment


                          • #28
                            Re: اسلامي ښوونه......................

                            jazak ALLAH khush rahoo Hala

                            Comment


                            • #29
                              Re: اسلامي ښوونه......................

                              Hala Wos pa Kuma Khula darta

                              Shabashay oyam ? Zma da Khuslta Layqa na da khu

                              Wonder Fullllllllllllllllll

                              Dara Dara Mannnnnnnnnnnnna

                              Pa Ezat osay KHushala Osay

                              ALLAH da jwand Khushalo dak ka.........

                              Comment


                              • #30
                                Re: اسلامي ښوونه......................

                                ڈیر اعلیٓ
                                مون لائیٹ آفریدی ورڈ پریس ڈاٹ کام ۔۔۔۔۔۔ مون لائیٹ
                                آفریدی بلاگ سپاٹ ڈاٹ کام

                                Comment

                                Working...
                                X