غلې نغمې
په بڼو ستوري زنګوم داشنا کلي ته ځم
سترګې په لاره غوړوم، داشناکلي ته ځم
کلی خاموشه، ګودر شړ، کوڅې له دود هډکې
رقيبه، کډې باروم، داشنا کلي ته ځم
په شپو لړلي سرګردانه مسافر وختونه
ورو، ورو له سسره تېروم، داشناکلي ته ځم
ريښې ريښې ګرېوان مې لاړو درقيب ګوتو کې
دننګ ځولۍ پيوندوم، داشناکلي ته ځم
بلبل له غږه بېکانه،ګل له بلبله پردی
غلې نغمې مې ژړوم داشنا کلي ته ځم
Comment