Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

داجمل خټک په يادکې .............................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • داجمل خټک په يادکې .............................


    يوڅــــــــوک راته نږدې وه له هرچـــــــــــانه رانه لاړ
    يوچــــــــامې زندګي کړه راتـــــــــــــه ګرانه رانه لاړ

    يوڅوک وۀ لکه ګل راسره څــــوورځې مېلمه وۀ
    يوڅوک وۀ نښې پرېښــــــــودې پرېمانه رانه لاړ

    تقــــــــــــديرنصيب ته وژاړم که بخت ته په ژړاشم
    يونور وۀ يوجنت وۀ چې لۀ خـــــــــــــــــوانه رانه لاړ

    په تلويې خفــــــــــــــــه نۀ يمه جــــــاويده خوافسوز
    پرېشانه وۀ ډېرزيات افســـوس پرېشانه رانه لاړ
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: داجمل خټک په يادکې .............................


    د مــرګ قــاصد درتـه راغلی ټـول جــهـان خــفـه دی
    جـوړ د ادب سـیـاسـت روان دغـه کاروان خـفـه دی

    دغه پښتو چې دې لیلا او تـه مجـنـون د پــښـتـو
    ته چې ترې بیل شوې د پښتو هر یو داستان خفه دی


    سیاسی ژونـدون دې د تـاریخ پاڼــو لیـکلی پـر مـخ
    دا ستا په تګ اوس د سیاست هر یو میدان خفه دی

    که ته زمونږ نه شوې جدا نو زړه کې تل دې ساتو
    زمـونـږ د ژونـد بغیـر له تا نـه هر ارمـان خفه دی

    ای د پــښـتـو د ادب پــلار ه اجــمـل خــټــکـه
    دا سـتـا پـه تـګ د نسیم ستوری دیـن ایـمان خـفـه دی
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

    Comment


    • #3
      Re: داجمل خټک په يادکې .............................

      اجمل خټکه ستا په مرګ پښتونستان ژاړی
      د لر او بر پښتانه واړه افغانان ژاړی

      لاړی تش لاس د ځان سره دی ارمانونه یوړل
      ای ارمانجنه تا پسی به ستا بچیان ژاړی

      تا خپل ژوندون وو وقف کړی د پښتو لپاره
      اوس ستا په تګ د پښتنو واړه مشران ژاړی

      ستا کړاونه تکلیفونه به پښتون هیر نه کړی
      ځکه خو اوس درپسی هر یو خاندان ژاړی

      که ته زمونږه سره نه يي ستا یادونه خو شته
      ای د قلم خاونده تا پسی خو ادیبان ژاړی

      خدایه غیرت دی پښتنو کی د اجمل راولی
      چی يي سبا ورته په مرګ باندی جهان ژاړی

      ننګیالی مړ ندی ژوندی دی تر قیامته پوری
      ځکه د مرګ نه پسی ورسته هرانسان ژاړی

      اجمل خټګه ستا خد مات خو د ستاینی وړ دی
      تا پسی ځکه د پښتو ټول شاعران ژاړی

      چی زما قلمه خوځی ته اجمل درسره یاد کړه
      د مومند میرویس لیکل به دهغه په ارمان ژاړی
      میرویس مومند
      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment


      • #4
        Re: داجمل خټک په يادکې .............................

        دپښتودانقلابي نظم پلارخدای بښلي اجمل خټک بابا ته
        نن دکونړ له لوړو غرونونه فریاد راخیژي
        له اباسینه کوکي خیژي دچایاد راخیژي
        دتاترې اوښې راڅاڅي نن خیبر ژاړي
        نن د خټک بابا په غم کې لر او بر ژاړي

        ،،،،،،،،
        نن اکوړه کی خلک ټول دي نن شملې ژاړي
        ځلمیان ژړیږي پیغلې ژاړي لوپټې ژاړي
        نن له پامیره تر سپین غره یو لوږئ پورته دئ
        نن په بولدک او پیښور کې پښتنئ ژاړي
        نن ګلغنډۍ کی غاټول مړاوي دي خپه خپه دي
        نن هندوکش کی ماتم جوړدئ سترګې سرې ژاړي
        نن دپښتو آدب مورچل ژاړي سنګر ژاړي
        نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي

        ،،،،،،،
        نن دپښتو انقلابي نطم یتیم پاتی شو
        دآزادۍ سالار تری ځي دده غلیم پاتی شو
        دغیرت چغه او دژوند کیسه نیمګړی شوله
        بس خالي نوم یی بی قدرانو ته سلیم پاتی شو
        نن یی دیره نن یی حجره کی شاعران نه شته دئ
        د آزادۍ ملي سرود ورځیني نیم پاتی شو
        هغه پاګل ملنګ خټک ته پیښور ژاړي
        نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي

        ،،،،،،،
        څوک به پوره کړي دبابا دغه نیمګړئ ارمان
        څوک به راویښ کړي دا ویده په خوب کی ستړئ افغان
        څوک به باتور کچکول په غاړه دوخت چغه جوړشي
        څوک به ګلونه تکلونه ګل پر هر کړي بیان
        څوک به بیا سرې غنچې راجمع، افغان ننګ ولیکي
        څوک به حالت دمزدورانو او بزګر کړي عیان
        څوک به ددې وطن په غم شپه تر سهر ژاړي
        نن دخټک بابا په غم کې لر او بر ژاړي

        ،،،،،،،
        هغه له زوکړې نه تر مرګه درڼا پسې تلو
        ځان ته یی هیڅ شئ په کار نه ؤ ما او تا پسې تلو
        هغه زنځیر دغلامۍ غاړه کې نه منلو
        هغه دوخت داستعمار جیل له سبا پسې تلو
        هغه دپلار دویشل شوي کور یووالئ غوښته
        هغه په نره او ښکاره دخپل بابا پسې تلو
        دخپلواکۍ په مینه مست ټول سراسر ژاړي
        نن دخټک بابا په غم کې لر اوبر ژاړي

        ،،،،،
        هغه دسولې روغې جوړې او جرګو مشعل ؤ
        هغه اجمل دخوشالو او مرکو اجمل ؤ
        هغه دسوات وزیرستان دجګړو ضد ولاړ ؤ
        په ملکنډ او لوی خیبر کی برخلاف دچل ؤ
        هغه دلوی افغان په کور کی جګړه نه غوښتله
        هغه ترژونده خیرغوښتونکئ تل دسولې مل ؤ
        ځکه یی نن وجنازی ته فن هنر ژاړي
        نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي

        ،،،،،،،،
        نن اروپا او امریکا کی دوعاګانی وشوې
        غیابي لمونځونه جنازې او ژړاګانې وشوې
        ټولو وعدې وکړې چی لاره به یی مخکی بیاوو
        په ویاړ اوفخر یی لیکنې املا ګانی وشوی
        نن مساپرو هم بابا ته ځان حاضرګڼلو
        ډیر له اخلاصه په هر کورکی حلواګانی وشوی
        خوار خدمتګار یي په ناروی کی رو ګودر ژاړي
        نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
        ،،،،،
        نن دکونړ له لوړو غرونونه فریادراخزیژي
        له اباسینه کوکي خیژي دچا یاد راخیژي

        له تاتري اوښکی راڅاڅي نن خیبر ژاړي
        نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
        u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

        :pr:

        Comment


        • #5
          Re: داجمل خټک په يادکې .............................

          waaaaaaaaaah peryanay
          der aala pa rekhtya der kha shairi da raghuwada karri da
          da share kawalo la para 100 war manana

          Comment


          • #6
            Re: داجمل خټک په يادکې .............................

            manana..khan baba
            u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

            :pr:

            Comment


            • #7
              Re: داجمل خټک په يادکې .............................

              Originally posted by *Hala* View Post
              manana..khan baba
              da marri pa laas niwe k hm to gup lage

              Comment


              • #8
                Re: داجمل خټک په يادکې .............................

                Originally posted by sohail khan View Post
                da marri pa laas niwe k hm to gup lage
                bakhshana ghawarama khan baba :oldie:
                u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                :pr:

                Comment


                • #9
                  Re: داجمل خټک په يادکې .............................

                  Originally posted by *Hala* View Post
                  bakhshana ghawarama khan baba :oldie:
                  :fight:
                  khan baba kho ba sta gawandi yi:D
                  Last edited by sohail khan; 16 February 2010, 22:48.

                  Comment


                  • #10
                    Re: داجمل خټک په يادکې .............................

                    Originally posted by sohail khan View Post
                    :fight:
                    khan baba kho ba sta gawandi yi:D
                    khola de pa khair khalasa wa :slap: :jc:
                    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                    :pr:

                    Comment


                    • #11
                      Re: داجمل خټک په يادکې .............................

                      Originally posted by *Hala* View Post
                      khola de pa khair khalasa wa :slap: :jc:

                      Comment

                      Working...
                      X