يوڅــــــــوک راته نږدې وه له هرچـــــــــــانه رانه لاړ
يوچــــــــامې زندګي کړه راتـــــــــــــه ګرانه رانه لاړ
يوڅوک وۀ لکه ګل راسره څــــوورځې مېلمه وۀ
يوڅوک وۀ نښې پرېښــــــــودې پرېمانه رانه لاړ
تقــــــــــــديرنصيب ته وژاړم که بخت ته په ژړاشم
يونور وۀ يوجنت وۀ چې لۀ خـــــــــــــــــوانه رانه لاړ
په تلويې خفــــــــــــــــه نۀ يمه جــــــاويده خوافسوز
پرېشانه وۀ ډېرزيات افســـوس پرېشانه رانه لاړ
Comment