ګل ویل غمجن یمه د عشق کمال ته نه رسم
تور اوربل کې پروت یمه د زنې خال ته نه رسم
مانه هم بې وسه کایناتو کې به څوک ګورۍ
زلفو کې بندي یم خو د زلفو ټال ته نه رسم
وګوره بلا ښکلي مو لاسو کې مستۍ کوي
څومره بدنصیبه یم چې ستا جمال ته نه رسم
دا د چا ازار دې که صنم ستا بد دعاوې دي
ستا تر کوڅې لاړ شمه زه ستا دیوال ته نه رسم
اوس مې د شینکي تاویز اثر هم تا ته نه رسي
هر څومره که کوډې کړم خو ستا وصال ته نه رسم
څنګه دې له تورو کمڅو سپین جبین ته ورشمه
زه دتیارو ښار کې دومره زر مشال ته نه رسم

Comment