Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

ګل ویل غمجن یمه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ګل ویل غمجن یمه

    ګل ویل غمجن یمه د عشق کمال ته نه رسم
    تور اوربل کې پروت یمه د زنې خال ته نه رسم
    مانه هم بې وسه کایناتو کې به څوک ګورۍ
    زلفو کې بندي یم خو د زلفو ټال ته نه رسم
    وګوره بلا ښکلي مو لاسو کې مستۍ کوي
    څومره بدنصیبه یم چې ستا جمال ته نه رسم
    دا د چا ازار دې که صنم ستا بد دعاوې دي
    ستا تر کوڅې لاړ شمه زه ستا دیوال ته نه رسم
    اوس مې د شینکي تاویز اثر هم تا ته نه رسي
    هر څومره که کوډې کړم خو ستا وصال ته نه رسم
    څنګه دې له تورو کمڅو سپین جبین ته ورشمه
    زه دتیارو ښار کې دومره زر مشال ته نه رسم

  • #2
    Re: ګل ویل غمجن یمه

    deer kha ror ...kho plz fonts style di change ka ..bilkul clear na di

    Comment


    • #3
      Re: ګل ویل غمجن یمه

      Der kha rora

      Comment


      • #4
        Re: ګل ویل غمجن یمه

        یوسف زئې روره ماسره دې نه علاوه بل فونټ نشته که تاسو سره وی نو لګ ماسره شئر کئې..........!

        Comment


        • #5
          Re: ګل ویل غمجن یمه

          likalo time ki....arial font style use ko ...i hope da ba kar oki...thanks,

          Comment


          • #6
            Re: ګل ویل غمجن یمه

            تھیک شوہ رورہ

            Comment

            Working...
            X