زمـــــا مينــــــه پښتـــــنه پېغلـــــه وه
څـــومره سنګيــــنه پښتـــــنه پېغله وه
ما ته سلام به يـــې ماښـــام کې کړلو
هغــــې ســــلام هــم احترام کې کړلو
هغـــــه کــــږه، وږه، ولاړه پېـــــغله
زمــا تر څنګ چې وه خمـــاره پېغله
ښايست مثال يې په ټول لر کې نه وو
هسې ښايست په ټوله بــــر کې نه وو
څومره حيـا يې دواړو سترګو کې وه
داســـې يې مينه هم به غبرګو کې وه
خوله يې هر وخت له خنــــدا نه ډکه
هــــــا پښتـــــنه پېغلـــه د حيا نه ډکه
لـــکه د ګـــل به غــوړېـــدله هـــــغه
ځــــــان سره پټــــه خنـــدېدله هـــغه
دغــــه خنــــدا اوجود زما لــــړزوي
چې لـږه زيــــاته شي دنيا لــــړزوي
زمـــا ميـــــنه پښتــــــنه پېــــــغله وه
ها ګلــــورينه پښتــــــنه پېــــــغله وه
چــې مخامخ به شوو حيــا به ورتلـه
ځــان ســـره غلې بيا خندا به ورتلـه
لــــکه ګلاب چې مخ ته پاڼې نيسي
دا هم ښايسته مخ ته ګل پاڼې نيسي
هاغــه خونــد به څـه کاغذ کې ليکم
د نن غم به څــــه کاغــذ کـــې ليکم
نوره به څــــه خلکو ته وايم ربـــــه
ځان سرهٔ به يې غلې غلې ستايم ربه
ماښامه سترګې دې خونخوارې ښکاري
په دوی کې سرې د وينو دارې ښکاري
دا به د کوم زلمي دنيـــــا ورانــــوي
څه به يې په خندا او په ژړا ورانوي
خبـــر نـــه وم چې بـه ما ورانـــوي
رانه به شيــــن خـــال د ليلا ورانوي
دي د مينـــــې قصـــابــــان راغلـــي
زمونږه چــــم ته رقيبــــان راغلــــي
ملامــــت نه يو مـــوږه دواړه اشنـــا
ميــــنه حالاتــــو ســــره لاړه اشــــنا
زما ميـــــنه ځـــوانيمــــرګه شــــوله
زمـــا ړنده د مينــــې سترګه شــــوله
سپين مړوندونه يې په وينو سره شول
ټولـــه خوبـونه يې په وينو سره شول
ما ته يې ويــــل حالونه ټـول د زړګي
څه يې داغ شوی وو غاټول د زړګي
ربـــه وکـــــړه قضـــاوت په خــــپله
هـــر چا تـــه ورکـړه خـــپله خــــپله
څومـــره دردمـــنه ده کــيسه شېرزيه
بس يې همدغه ځای کې کړه شېرزيه
حميدګل شېرزی
څـــومره سنګيــــنه پښتـــــنه پېغله وه
ما ته سلام به يـــې ماښـــام کې کړلو
هغــــې ســــلام هــم احترام کې کړلو
هغـــــه کــــږه، وږه، ولاړه پېـــــغله
زمــا تر څنګ چې وه خمـــاره پېغله
ښايست مثال يې په ټول لر کې نه وو
هسې ښايست په ټوله بــــر کې نه وو
څومره حيـا يې دواړو سترګو کې وه
داســـې يې مينه هم به غبرګو کې وه
خوله يې هر وخت له خنــــدا نه ډکه
هــــــا پښتـــــنه پېغلـــه د حيا نه ډکه
لـــکه د ګـــل به غــوړېـــدله هـــــغه
ځــــــان سره پټــــه خنـــدېدله هـــغه
دغــــه خنــــدا اوجود زما لــــړزوي
چې لـږه زيــــاته شي دنيا لــــړزوي
زمـــا ميـــــنه پښتــــــنه پېــــــغله وه
ها ګلــــورينه پښتــــــنه پېــــــغله وه
چــې مخامخ به شوو حيــا به ورتلـه
ځــان ســـره غلې بيا خندا به ورتلـه
لــــکه ګلاب چې مخ ته پاڼې نيسي
دا هم ښايسته مخ ته ګل پاڼې نيسي
هاغــه خونــد به څـه کاغذ کې ليکم
د نن غم به څــــه کاغــذ کـــې ليکم
نوره به څــــه خلکو ته وايم ربـــــه
ځان سرهٔ به يې غلې غلې ستايم ربه
ماښامه سترګې دې خونخوارې ښکاري
په دوی کې سرې د وينو دارې ښکاري
دا به د کوم زلمي دنيـــــا ورانــــوي
څه به يې په خندا او په ژړا ورانوي
خبـــر نـــه وم چې بـه ما ورانـــوي
رانه به شيــــن خـــال د ليلا ورانوي
دي د مينـــــې قصـــابــــان راغلـــي
زمونږه چــــم ته رقيبــــان راغلــــي
ملامــــت نه يو مـــوږه دواړه اشنـــا
ميــــنه حالاتــــو ســــره لاړه اشــــنا
زما ميـــــنه ځـــوانيمــــرګه شــــوله
زمـــا ړنده د مينــــې سترګه شــــوله
سپين مړوندونه يې په وينو سره شول
ټولـــه خوبـونه يې په وينو سره شول
ما ته يې ويــــل حالونه ټـول د زړګي
څه يې داغ شوی وو غاټول د زړګي
ربـــه وکـــــړه قضـــاوت په خــــپله
هـــر چا تـــه ورکـړه خـــپله خــــپله
څومـــره دردمـــنه ده کــيسه شېرزيه
بس يې همدغه ځای کې کړه شېرزيه
حميدګل شېرزی
Comment