دا چې په هر ځاې کښې د اور د باران لوبې کوي
هغو ته اوایۍ زمونږ ماشومان لوبې کوي
هر یو قاصد را له بس دا د غم خبر راوړی
ستاسو یو لاش دی پرې د پاسه کارغان لوبې کوي
... زما د اوښکو او د سترګو تشبیح دغه ده چې
د اوبو ډنډ دی پکښې'' دوه یتیمان'' لوبې کوي
مونږ به د خیټي غم په بل څه کړو بدل ځه چې ځو !
پریږده بچی ! چې په اوبو کښې میان لوبې کوي
ما ستا تپوس ستا د همزولو کوو ټولو وییل
''ټوله ورځ ناسته وي ایین ته په ځان لوبې کوي''
زه خو له ښکلو ګیله نه کړم که په ما لوبې کړي
قبر ته نه ګورۍ؟ اکثر پرې ګلان لوبې کوي !
عثمانه ! ته د پښتنو لفظونو خیال اوساته
د شعر د فن سره بلها شاعران لوبې کوي

Comment