Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

Please comment!!!!!!!!!

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Please comment!!!!!!!!!

    دَ فورم ټولو پښتنو ملګرو او څوك چې په پښتو پوهېږي ته خواست دے چې دا ليك خامخا وګوري او په ارت مټ پرې بحث وكړي ..........زۀ به ډېر خوشحاله يم كۀ چا په دَ دې ليك په حقله خپله رائے يا مشوره راكړه ښۀ په ارت مټ پرې تنقيد هم كولې شئ.

    زۀ څۀ شاعر اديب يا تكړه ليكونكے نۀ يم او نۀ مې دَ سكول په لېول چرته پښتو وئيلې ده ځكه چې دا يو تريخ حقيقت دے چې دَ پاكستان حكومت علاقائي ژبو او بالخصوص "پښتو" له هغه مقام نۀ دے وركړے كوم چې ورله پكار وۀ.....تر اوسه پښتو دَ تعليم ذريعه نۀ ده ګرځولے شوے ) خو چونكې يوې ادبي كورنۍ سره تعلق لرم نو په كور دننه مې دَ خپل مور پلار وروڼو خوېندو نه څۀ لږه ډېره پښتو زده كړې ده او دَ كور لائبرېرۍ كښې دَ پښتو ادب دَ بې شماره كتابونو، مجلو او رسالو دَ مطالعې نه پس دومره جوګه شوم چې لږه ډېره پښتو ليكلے شم
    پښتو شاعرۍ سره صرف دَ اورېدو تر حده شوق لرم خو چرته مې دا كوشش نۀ دے كړے چې شاعري وليكم البته دَ نن نه پنځۀ كاله مخكښې چې كله په كالج كښې مې نوې نوې داخله اخسته وې نو دَ افسانو ليكلو سره مې شوق پېدا شو......دَ هغې وجه دا وه چې ما دَ محترم "قلندر مومند" صاحب دَ افسانو كتاب "ګجرې" ولوستو كوم چې دَ پښتو افسانو په ميدان كښې يو ځانګړې اهميت لري. او ټولې افسانې يې په تكنيكي لحاظ پوره، او هر كردار يې زمونږ دَ ټولنې سره بيخي سمون خوري او دَ معاشرې ناهموارۍ پكښې قلندر صېب په ډېره ښه طريقه په ګوته كړي دي.
    زمونږ دَ كالج ميګزين چې كال كښې به يو ځل دَ "شفق" په نوم شائع كېدو كښې ما په وړومبي ځل يوه اردو افسانه وليكله چې زما استاد ډېره خوښه كړه او دَ هغې وجه يې دا وښودله چې دَ نورو هلكانو ليكونكو غوندې زما افسانه "لو سټوري" نه وه بلكې دَ يو غريب مزدور كار په كردار پكښې بحث شوے وۀ.دَ دې نه پس چې كله هم ما ته وخت ملاؤ شوے دے نو دَ معاشرې په مختلفې كردارونو چې مونږ يې روزانه وينو ګورو باندې افسانې ليكلي دي
    لاندينۍ افسانه هم دَ دغې كوشش يوه حصه ده چې په په تعليم نسوان او سوشل سائنسز په موضوع مې ليكلې ده هيله لرم چې تاسو به يې په غور ولولئ او خپله قيمتي رائے به راكړئ
    هاله جانې، سهيل خانه او سارا ټائډي ستاسو خصوصي توجه غواړم
    مننه




    پښېمانه................افسانه


    زۀ د ملګرو سره د پوهنتون په کېنټين کښې ناست وم چائ مو څښله چې ناڅاپه مې دغه بلا تر سترګو شوه. څۀ ګورم چې د تازه دين استاذ خېټه مخكښې او دې ورپسې مونږ پله راروان دے. سترګې مې ومږلې ځکه چې يقين مې نۀ راتلو خو دا خوب نۀ وۀ او نۀ زما خيال وۀ بلکه حقيقت وۀ. سوچ يوړم چې دا بلا له کومې دلته راغله. يو زړۀ مې وېل چې راشه پټ شه ترې ځکه چې دا سړے په ما داسې لګېدو لکه زهر. يو سړي له چې خداے پاک جوثه ښکلې نۀ وي ورکړې نو کم از کم خبرې خو ورله ښې او ښکلې کول پکار وي ولې تازه دين استاذ د دې واړو اوصافو نه محرومه وۀ.
    تازه دين استاذ زمونږ د کلي د يو جمات امام پاتے شوے وۀ ولې وروستو خلقو دَ خپلې سپك خوئ او وېنا په وجه دَ دغې منصب نه محرومه كړو. دے زما نزدې ګاونډے وۀ. زۀ به چې کله په چوټيانو کښې کلي ته لاړم نو سحر به د تازه دين استاذ د کوره په راتلونکو چغو سُورو راپاڅېدم. روزانه به ئې د کورودانې سره شر وۀ. نۀ پوهېږم چې هغه غريبه مور پلار د کومې مجبورۍ دلاسه د دۀ غوندې حېوان ته ورپه غاړه کړې وه.
    تازه دين استاذ د پوخ عمر سړے وۀ .غټه خېټه، چپړيته پوزه، پلن مخ او دپاسه پرې خواره شانتې ږيره تا به وې چې په سوال راختلې ده، چينګې داړې، لکه د سنډا غټ څټ، اوړې ژمې به ئې سپينې جامې په تن وې چې اکثر د خيرن والي د لاسه به ئې رنګ زيړ بخن شوے وۀ او دپاسه به ئې پرې يو خيرن خيچن واسکټ اچولو چې جېبونه به ئې د ډېر استعمال دلاسه وازه خلۀ اسمان ته نيولې وه. اکثر به پکښې يو غټ مسواک، يو ګز تسبيح او د نسوارو ډبے پراتۀ وو. کورودانې ئې د عمر په هغه حصه کښې وه چې نۀ ډېره ښکلې او نۀ ډېره بدرنګه ښکارېده. ولې ډېرو خدمتونو او وهلو ټکولو ورله د مخ کاسه بدله کړې وه. اکثر به د انګولې يا اوړو غوښتلو دپاره مونږ کره راتله.
    تازه دين استاذ د خانداني منصوبه بندۍ بالکل قائل نۀ وۀ او همېشه به ئې د سرکار په دغه قسمه ادارو باندې سخت تنقيد کولو. هم دغه وجه وه چې له خېره د لسو ماشومانو پلار وۀ. خو مينه ئې ورسره دومره وه چې په لار کښې به ئې وليدل نو هسې به ئې لاس وخارښتېدل او يو څپېړه به ئې ترې ووېسته.
    د ماشومانو مثال د ګلونو وي. لکه څنګه چې ګلونه د نرمې هوا په ټېلو لوئېږي نه چې د تېزې سيلۍ په څپېړو هم دغه شان د ماشومانو تربيت چې بايد په شفقت او محبت سره وشي نو ښۀ وي. د پلار د بې درېغه وهلو ټکولو او بد خوئ له سببه ماشومان ډېر سخت جان او وران کاري شول. ټوله ورځ کله خپلو کښې او کله د نورو ماشومانو سره به په انګتو اخته وو. د محلې نور خلق چې ترې پوزې له راغلل نو ټولو تر خپله وسه کوشش وکړو چې تازه دين استاذ په دې قائل کړي چې بايد خپل ماشومان سبق دپاره سکول ته ولېږي . اخر د ډېرو منت زارو نه پس تازه دين غاړه کېښوه او خپل مشر زوے يې سكول ته لېږل شروع كړل.کتابونه به د سرکار د طرفه مفت ملاوېدل او د کپړو دپاره ورته معتبر کاکا پېسې ورکړې.
    مشر هلك پسې درې لوڼه وې او بيا هلكان.ولې دَ تازه دين استاذ لوڼو سره هيڅ مينه نۀ وه ځكه چې هغۀ به وئيل لوڼه خو دَ پردي كور وي اكثر به يې په نۀ څۀ خبره په دوي وهل ټكول كول. ښۀ مې ياد شي چې يوه ورځ سحر وختي زۀ او تازه دين استاد او دَ كلي څو نور زلمي دَ حجرې مخې ته ولاړ وو خبرې مو كولې چې دې كښې دَ تازه دين استاد لُور" ګلالۍ" په ويره ويره رانيزدې شوه او په ژړا يې پلار ته ووې چې بابا زۀ به هم سكول ته ځم كتابونه به سركار ويړيا راكړي او جامې مې دَ زرينې ترور دَ لور نه ځان ته راوړي دي.......دا اورېدل وو چې دَ تازه دين استاد مخ تك سُور شو دَ خلې نه يې لاړې وتل شروع شو او چې څو مونږ منع كولو نو بيا په جينۍ پسې يې وردؤ كړے وۀ او په غريبې يې دوه درې څپېړې سورې كړې وې.
    "دَ ........بچۍ زۀ درنه پوزه پرېكوم او تۀ رانه پېزوان غواړې.......زۀ وېم چې ژوندۍ دې ښخه كړم او تۀ وې چې په سكول مې كښېنوه ودرېږه چې برابر دې كړم".........
    نورو ولاړو زلمو او مشرانو زر ترېنه ماشومه خلاصه كړه او تازه دين استاد ته په قهر شو سړے يې دم دلاسه كړو او جينۍ كور ته په چغو او انګولا لاړه....دغه وخت ما ته په تازه دين استاذ ډېره غصه راغلې وه كۀ دَ مشرۍ لحاظ نۀ وې نو كيدې شي چې په مرۍ ورله غلے شوے وم.......
    وروستو دَ كلي يو پوهه مشر ورته دَ نصيحت څو خبرې پېل كړې چې ګوره لوڼه هم دَ خداے دَ طرفه دي څنګه چې دَ زامنو په تا حق دے دغسې دَ لوڼو هم څۀ حقوق دي چې بايد دوي ته وركړې شي. او كۀ دوي تور ټكے ووائي او سبا ډاكټرانې يا استاذانې شي نو زمونږ دَ ټول قام او وطن فائده به وي........ولې تازه دين استاذ نۀ يوه كړه او نۀ بله وئيل يې هغه دله وي چې دَ ښځې لاس ته كښېني، زمونږ قام ته دَ ښځو دَ خدمت هيڅ ضرورت نشته او لاړو روان شو..........
    اوس چې مې ښار كښې وليد نو يو وار خو مې وئيل چې راشه پټ شه ترې خو بيا مې زړۀ له راغلل چې هسې نه خداے مۀ كړه څۀ اېمرجنسي ورته پېښه شوې وي او دَ پوهنتون نه بهر لوئي هسپتال ته راغلے وي او اوس ورته ستا څۀ مدد پېښ وي ځكه چې دا سپېرۀ خو په ښار كښې څوك لري هم نه او كۀ دوه سړي پېژني هم نو هغوي به ترې پخوا ځانونه ډډې ته كړې وي دَ داسې سړي سره څوك ملاتړ كوي. خېر دَ خپلو ملګرو پاڅېدم او تازه دين استاذ له مخې له ورغلم او پخير راغلے مې ورته ووې. تازه دين استاذ لاسونه خوارۀ كړۀ او غاړه يې راكړه خو ورسره يې دومره زور راكړو چې چجې يې راله ماتې كړې او ساه مې څۀ بنده بنده شان شوه. زر مې ترې ځان خلاص كړو او كېنټين ته مې راوستو دَ چايو مې ووې. دا ښه وه چې زما ملګري پاسېدلي وو ګني وروستو به يې راپسې پچموزې او ټټوبې كولې. تازه دين استاذ دَ كښېناستو سره يو خوا بل خوا ناستو زنانو زده كونكو ته په ځېر ځېر وكتل او په زوره يې استغفرالله ووې او ځان سره په ګورېدو شو.....بيا يې ما ته مخ راواړولو غوږونو له يې لاسونه يوړل او وئيل يې توبه خدايه توبه دا دومره بې شرمي؟ زۀ نۀ پوهېږم چې په دې خلقو څۀ شوي دي چې خپل زامن دَ كلو نه دې ډمتوب دپاره دلته رالېږي نۀ څۀ شرم شته نۀ حيا توبه خدايه توبه.......او بيا يې يو لوے ليكچر شروع كړو دا ښه ده چې مونږ يوې خوا ته ناست وو او په فاصله ناستو خلقو دا خبرې نۀ اورېدې .......
    دَ چايو څښلو نه پس چې مې ترې ښار ته دَ راتلو وجه وپوښتله نو سړي يكدم په تندي ګونجې راوستې ځان يې داسې خفه ظاهر كړو چې ما وئيل خدائے مۀ كړه څۀ غټه پېښه راپېښه شوې وي. پوښتنه مې ترې وكړه چې كاكي خو ښه ده كنه؟ خداے مۀ كړه................ دې سره تازه دين استاذ غريو نيولے شو وئيل يې كاكي دې مخامخ اسپتال كښې پرته ده او دَ وينې ورته سخت ضرورت دے ډاكټر وئيل چې نن خامخا دَ وينې انتظام وكړه ګني دَ مريض بچ كېدل به ګران شي...........
    ولې څۀ پرې شوي دي په كاكي؟ ما پوښتنه وكړه؟؟؟؟
    "يره دړد خسمړے خو به پرې دَ ډېر وخت نه راتلو خو ما وئيل ځه ښه به شي هغه ورځ چې مې اسپتال ته راوسته نو ډاكټر وئيل چې په خېټه كښې يې رسولۍ ده، كۀ زر تر زره يې اپرېشن ونۀ شو نو ........."
    اسپتال كښې راته چا ووې چې پوهنتون ته ورشه هلته به درته دَ دې ګروپ وينه په اسانه ملاؤ شي، سمدستي مې تۀ ذهن كښې راغلې نو دلته راغلم"
    ما ورته وېل كاكا ښۀ دې وكړل غم مۀ كوه اوس به څۀ بندوبست وكړو.
    عام طور په پوهنتون كښې هلكان بغير دَ څۀ ويرې ترهې وينه وركوي هره ورځ دَ دنيا خواران خلق پوهنتون ته راځي او دَ خپل مريض دپاره دَ وينې غوښتنه كوي.......نو ما زر خپلو ملګرو سره رابطه وكړه دَ لږ انتظار نه پس دوه ملګري چې متعلقه ګروپ يې وۀ وينې وركولو ته تيار شول او مونږ په جلتۍ روغتون پله مخه وكړه.
    په لاره چې به څوك زنانه زده كونكې په مخه راتله تازه دين استاذ په ورته په ځېر ځېر كتل او بيا به په توبو سر كېدو او الا بلا به يې وئيل زما ملګرو به چې دا وكتل نو مسكي مسكي به شو او ما ته به يې وكتل. لس منټه پس مونږ روغتون كښې وو زما ملګرو نه وينه اخستلې شوه او زۀ او تازه دين استاذ بهر زما يو اشنا چې دغلته يې دَ يو ډاكټر سره ډيوټي وه سره په كرسو كښېناستو. دَ تازه دين استاذ په مخ دَ پريشانۍ ګونجې وخت په وخت زياتېدې مونږ خپلو كښې په ګپ وو چې دې كښې مې تازه دين استاذ ته خيال شو او چې ما څو منع كولو نو هغۀ بيا دَ خلې نه دَ نسوارو يوه غټه چونډۍ راوېستې او دَ ماربلو جوړ صفا پرش باندې لړه كړې وه.......مخامخ په ديوال غټ غټ ليكلي شوي وو "ګندونه مۀ خورئ او دَ صفايۍ خيال ساتئ" ولې دا غريب په دې چرته پوهېدو.....دَ نسوارو چونډۍ تر لرې لاړه او په هوار فرش رغړېده دَ بلې خوا نه يو سړے دَ كمرې نه راووت دَ جوثې نه ډاكټر يا كوم بل دَ روغتون مامور ښكارېدۀ په چونډۍ يې نظر پرېوت چې لا تراوسه رغړېده په قهرجنو سترګو يې مونږ پله وكتل مونږ زر پام بدل كړو.......هغه زمونږ سره په خوا كښې تېر شو داسې چې سترګې يې زمونږ پله وې او په مخ يې دَ غصې آثار ښكاره وو. دَ هغۀ دَ تلو نه پس زما ملګري ووې چې دا مو څۀ وكړل دا خو مشر ډاكټر وۀ او كيدې شي چې اوس ما په دې وجه وسكونډي.
    لږ وخت پس ما تازه دين استاذ دَ لاس نه ونيو رابهر مې كړو او په خپله ژبه كښې مې پوهه كړو چې بايد په اسپتال كښې دَ صفايۍ خيال وساتي.......ما وكتل چې دے ډېر زيات پرېشانه وۀ بيا بيا به يې دَ نسوارو ډبي ته لاس كولو او نسوار به يې اچول او غورځول زما خبرې يې په يو غوږ اورېدې او په بل غوږ يې وباسلې. دَ اپرېشن وخت رانيزدے وۀ مونږ ته دَ دوايانو چيټ راكړې شو چې زر تر زره دَ دې بندوبست وكړو ما چې دَ تازه دين استاذ پريشانه څهرې ته وكتل نو زړۀ مې پرې خفه شو ورته مې وئيل چې استاذ جي تۀ ودرېږه زۀ درته دا دوايانې راخلم... دَ اسپتال نه رابهر شوم او دَ مېډيكل سټورونو دَ لوے قطار پله مې مخه وكړه يو دكان ته وردننه شوم په هغې ډېر رش وۀ زر مې بل دكان پله مخه وكړه دلته رش كم وۀ دكاندار ته مې چيټ حواله كړو هغۀ زر څۀ انجكشنې او ډريپونه او څۀ پټۍ وغېره راواخستې په تيلۍ كښې يې واچولې. په كلكوليټر يې حساب كتاب وكړو او دوائي يې زما مخې ته كېښوده ما ورته پيسې وركړې او بهر راووتم....
    چې اسپتال ته وردننه شوم نو دَ تازه دين استاذ زوږ مې په غوږو ولګيد چې ورنزدې شوم نو څۀ ګورم چې تازه دين استاذ دَ اسپتال عملې سره په شر وۀ دَ قهر نه يې لاړلې توكلې او په سترګو كښې يې اوښكې ځلېدې...چې ورغلم نو معلومه شوه چې عملې غوښتل چې دَ تازه دين استاذ نه دَ اپريشن شروع كېدو نه مخكښې دَ قانون مطابق دستخط يا ګوته ولګوي چې كۀ خداے مۀ كړه څۀ ناخوښه پېښه وشي نو ډاكټران به يې ذمه وار نۀ وي. ولې تازه دين استاذ مخكښې پوښتنه وكړه چې اپريشن به څوك كوي نو دوي ورته دَ هغو ډاكټرانو نومونه واخستل چا چې دا اپريشن كولو. تازه دين استاذ زر پوښتنه وكړه چې ولې زنانه ډاكټرانې نشته چې په نارينه ؤ اپريشن كوئ؟ هغوي وئيل في الحال نشته ځكه چې ډيوټي هم دَ دې ډاكټرانو ده په دې تازه دين استاذ له غصه ورغله او غوبل يې جوړ كړو. دَ عملې سره سره ما هم دَ استاذ جي دَ پوهولو هڅه وكړه چې ګوره وخت كم دے وخت مۀ ضائع كوه هسې نه چې دَ مريض حالت نور خراب شي اپريشن ضروري دے ولې تازه دين استاذ دَ چا منله هم هغه خپل ضد يې راټينګ كړے وۀ چې دې كښې هم هغه داكټر راغے دَ چا په مخكښې چې تازه دين استاذ نسوار غورځولي وو دَ راتلو سره سم چې هغۀ پوښتنه وكړه چې دا څۀ شور مو جوړ كړے دے دا اسپتال دے كۀ پاګل خانه نو عملې ورته ټوله قيصه تيره كړه. هغۀ مونږ ته مخ راواړولو او يو لوے ليكچر يې پېل كړو
    "تاسو خلق نۀ په خپله ښه يئ نۀ دَ بل. خداے خبر چرته ځنګل كښې لوے شوي يئ ........دَ مرګ او ژوند نه مو لوبه جوړه كړې ده دَ انساني ژوند هيڅ اهميت درسره نشته......تاسو دَ خپلې بې خبرۍ او غفلت په وجه خپل مريضان دَ مرګ خلې ته ورولئ او وروستو هم واهيات او فضول خبرې كوئ.......تاسو كۀ نن دا غواړئ چې صرف زنانه ډاكټرانې دې ستاسو دَ مريض اپريشن وكړي نو بايد چې خپله هم وړاندے راشئ او خپلو زنانؤ له دَ تعليم كالے وركړئ ځكه چې كۀ نن مونږ پښتانۀ دَ زنانؤ دَ تعليم خلاف ځو نو سبا به زنانه ډاكټرانې او انجينئرانې وكيلانې به دَ كومه پېدا كېږي؟ مونږ خپله خپلې خپې له تبر راخلاصوؤ او بيا ګيله هم كوؤ عجيبه ده"
    بيا يې مخ تازه دين استاذ پله واړولو
    " مُلا صېب تاسو غوندې خلقو له خو پكار دي چې دَ نبي صلي الله علېه وسلم دا وېنا خوره كړئ چې "تعليم دَ هر سړي او ښځې دپاره فرض دے" په ځاے دَ دې تاسو لګيا يئ خلق ډسكريج كوئ او ويروئ يې چې دا شے مۀ كوئ دا دَ اسلام خلاف دي دا مۀ كوئ دا دا دَ شريعت خلاف دے، لږ خپلو ګرېوانونو كښې وګورئ چې په داسې كولو نقصان چا ته رسي يواځې يوې خاصې ډلې ته يا ټول اولس او قام ته؟.............
    دَ اوږد تقرير نه پس ډاكټر خو لاړو خو چې ما تازه دين استاذ پله وكتل نو دَ هغۀ سترګې دَ شرم نه ټيټې وې او په تندي يې دَ پښېمانې ګونجې نورې هم برڅېره شوې وې
    .
    Last edited by Dil Peshawari; 2 December 2011, 08:41.
    مٹی كی محبت میں هم آشفته سروں نے--------وه قرض بھی اتارے هیں جو واجب هی نهیں تھے

  • #2
    Re: Please comment!!!!!!!!!

    Pakhto Na Poay Day

    Trasnlte keay taso zama Margray day kana


    (:
    :(

    Comment


    • #3
      Re: Please comment!!!!!!!!!

      Parhi meri nimaz e janaza ghairon ne:khi:
      Maray jinke liye woh rahay wazoo kartey

      Lo Bhai ......jin logon ke liye ye post ki thi unhone to comments hi nahi kiya......ab aap ke liye translation karni hi parhay gee "kepler" jee........aap Nasri Adab section ho aayeiye.......aur haan taso zama margarey dey.....Manana, Tashakur

      Waisay ye "Hala" jee aur "Sohail" jee ko kya hua hai aajkal dono nazar hi nahi aarahay.....

      Hala jee ke liye aik shair(Aaj mood kaafi shaayiraana hai)

      "kya sabab aap ke tashreef na laanay ka hua"
      Raastay band tou na' thay shehr mein barsaat na' thi..."
      مٹی كی محبت میں هم آشفته سروں نے--------وه قرض بھی اتارے هیں جو واجب هی نهیں تھے

      Comment


      • #4
        Re: Please comment!!!!!!!!!

        "kya sabab aap ke tashreef na laanay ka hua"
        Raastay band tou na' thay shehr mein barsaat na' thi

        Yeh b Hoskta ain ka Net Adam Adyagi ki bina pa Kat Gya huu:ys:
        :(

        Comment


        • #5
          Re: Please comment!!!!!!!!!

          Haan aur ye bhi hosakta hai ke Rehman Malik ne mulk mein Muharram ke liye jo security plan tarteeb dia hai uss mein in dono ki duty bhi kahin laga dee ho.....372-scare
          مٹی كی محبت میں هم آشفته سروں نے--------وه قرض بھی اتارے هیں جو واجب هی نهیں تھے

          Comment


          • #6
            Re: Please comment!!!!!!!!!

            Assalaam-O-alaikum

            main nay apnay adna comments NASRI ADAB main day diye hain... well done once again and keep writing such wonderful posts, khush rahyeh

            Fi amaan ALLAH
            sigpic

            Comment


            • #7
              Re: Please comment!!!!!!!!!

              Salamoona..

              Sahar pa khair...

              sorry.. office sy chuti meili thi 4 din...to isly lye pg sy door thi...aur ghar pe pg open nhi hota hai...

              peshawari ji... mein shair to nhi ka apki shairy ki jawab shair sy do.... :p

              mein abi yah afsana pher kar... comments deti ho.. :)
              u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

              :pr:

              Comment


              • #8
                Re: Please comment!!!!!!!!!

                Originally posted by thefire1 View Post
                Assalaam-O-alaikum

                main nay apnay adna comments NASRI ADAB main day diye hain... well done once again and keep writing such wonderful posts, khush rahyeh

                Fi amaan ALLAH
                Dera manana staso

                Shukria janab
                مٹی كی محبت میں هم آشفته سروں نے--------وه قرض بھی اتارے هیں جو واجب هی نهیں تھے

                Comment


                • #9
                  Re: Please comment!!!!!!!!!

                  Originally posted by *Hala* View Post
                  Salamoona..


                  peshawari ji... mein shair to nhi ka apki shairy ki jawab shair sy do.... :p

                  mein abi yah afsana pher kar... comments deti ho.. :)
                  Tou mein konsa shayir hoon.......ye tou idher udher se chori kar laita hoon......

                  Zaroor comments kijiye ga nahi to.......
                  مٹی كی محبت میں هم آشفته سروں نے--------وه قرض بھی اتارے هیں جو واجب هی نهیں تھے

                  Comment


                  • #10
                    Re: Please comment!!!!!!!!!

                    Awal kho da Taza Din bandi mata khanda rala..... Sohail baba ji me pa yaad sho agha ham laka Taza Din harkatona kaawi . :hehe:

                    Wala che deer sha de lekhali de.. domra socha pashto ...bekhi peshawari pashto ta na pata kezi. :clap:

                    Dasi Deer khalq de laka Taza Din.. che khapal pa awlad pa tarbea na pohegy... ao kala che pa kor ki Anjile payda she..... da shukar pa zaye .. no baya chege tar asmaan porta kezi... doi ta khapal da awlado noom ham nade warta maloom... khair ALLAH de domra tofeeq warki che khapal awlaad sha waroze.

                    Mayan khana... MASHALLAH ta da lekalo deer sha istidaad lari.. ham dasi sha sha leka...

                    Tal abaad ao khushala osi.
                    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                    :pr:

                    Comment


                    • #11
                      Re: Please comment!!!!!!!!!

                      Originally posted by *Hala* View Post
                      Awal kho da Taza Din bandi mata khanda rala..... Sohail baba ji me pa yaad sho agha ham laka Taza Din harkatona kaawi . :hehe:

                      Wala che deer sha de lekhali de.. domra socha pashto ...bekhi peshawari pashto ta na pata kezi. :clap:

                      Dasi Deer khalq de laka Taza Din.. che khapal pa awlad pa tarbea na pohegy... ao kala che pa kor ki Anjile payda she..... da shukar pa zaye .. no baya chege tar asmaan porta kezi... doi ta khapal da awlado noom ham nade warta maloom... khair ALLAH de domra tofeeq warki che khapal awlaad sha waroze.

                      Mayan khana... MASHALLAH ta da lekalo deer sha istidaad lari.. ham dasi sha sha leka...

                      Tal abaad ao khushala osi.
                      Manana, Mehrubani, Tashakur, Thanks for your kind and precious comments........maa kho taa ta wayalee woo kana che za soocha pukhtun yam, au soocha pashto leekaley au wayaley sham...Ttol peshawaryan yo shaan na' vee.......

                      Daa "Mayan Khan" sok dey?:donno: BTW You can call me "Tauqeer" .....By rata Mayan khan ona' wayee372-shed
                      مٹی كی محبت میں هم آشفته سروں نے--------وه قرض بھی اتارے هیں جو واجب هی نهیں تھے

                      Comment


                      • #12
                        Re: Please comment!!!!!!!!!

                        likin peshawri pashto jala da.. .... shan pa zaye kh deer istimal wye.. :think: ..
                        oh stasi muhataram awal noom kho mayan khan wo... sama da za ba Tauqeer mama ji darta wayama... :taali:
                        u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

                        :pr:

                        Comment

                        Working...
                        X