په وينډوز اکس پي کي د پښتو ليک دود اچول انسټال
د افغان کمپيوټر پوه شېرزاد کامه وال څخه په مننه چي پښتني نړۍ ته د پښتو پوستکالي وړيا ډالۍ کړي دي
په وينډوز اکس پي کي تاسي کولای شی چي په خپل کمپيوټر کي پښتو په ډيره اساني سره ځای يا انسټال کړي ، او د کمپوټر په هره برخه کي په خپله مورنۍ ژبه ليکل او لوستل وکړی ، ددې تر څنګ تاسي کولای شی چي په پښتو بل چاته برېښناليک ولېږی ، او د نورپه پښتو ليکل شوي ليکونه ولولی ، په ام اس ان کي د خپلوملګرو اودوستانو سره په پښتو بانډار وکړی .او په نورو ډيرو زياتو پرګرامونو کي پښتو ليکل وکړی .
د وينډوزاکس پي کارونکي کولای شي په لاندي لارښوونو په ډيره اساني سره پښتو په خپل کمپيو ټرونو کي واچوي
١ : لومړی تاسي بايد خپل کمپيوټر ته د پښتو کيبورډ او د پښتو ليکبڼه لاندي خپل کمپيوټر ته کښته کړی
الف : د پښتو کيبورډ د کښته کولو لپاره دلته کليک وکړی
ب : د پښتو ليکبڼي د کښته کولو لپاره دلته کليک وکړی
يادونه : پر دواړو پرګرامونه دوه دوه ځله کليک وکړی تر څو ستاسي په کمپيوټر کي انسټال شي
٢: دوهم د نوموړوپرګرامونو تر کښته کولو اوانسټالېدو وروسته به په خپل کمپيوټر کي د سټارټ مينيو په کليک سره د خپل کمپيوټر و کنټرول پينل (دوينډوز واکمن ځای ) ته لاړ شی .
٣: دريم په کنټرول پېنل کښي به لنګويچ او رجنل افشن خوښ کړی
٤ : څلروم په لنګويچ او رجنل افشن کي په ايډ ادر لنګويچ خوښ کړی
٥: پنځم په ايډ ادر لنګويچ کي به د لنګويچ پاڼي ته ورشی او هلته به دراسته څخه و چپه خواته د ليکلود ژبو دوسيي په خپل کمپيوټر کي پرانيزی چي دا کار د نوموړي تشي خانې په نښه کولو سره کيږي
٦ : شپږم داختاري کړکۍ په راتګ سره به د اوکی په کليک کولو سره ستاسي کمپيوټر د دوسيو د پرانيستلو ورسته د سره روښانه شي
٧: اووم کله کي ستاسي کمپيوټر د سره روښانه شي نو تاسي به بيرته همدغه ځای ته راشی يعني د سټاټ مينيو په خوښولو سره به کنټرول پېنل ته لاړ شی او هلته به لنګويچ او رجنل افشن ته ورشی او تر هغه وروسته به د ايډ لنګويچ په کليک سره د لنګويچ پاڼي ته راشی خو دا ځل به ډيټېلز کليک کړی
٨ : اتم د ډيټېلز په خوښولو سره به تاسي لاندي پاڼي ته راشی چي هلته به تاسي يواځي انګليسي کيبورډ وينی تاسي به د ايډ پر سر کليک وکړی تر څو دوهم يعني پښتو کيبورډ هم پکښي اضافه کړی
٩ : نهم د ايډ په کليک سره به تاسي د ژبو د خوښولو پاڼي ته ورشې او هلته به د پاسني ليست څخه عربيک ( سعودي عربيک ) خوښ کړی
يادونه : که چيري په ليست کي عربي ژبي نه وې نو تاسي د راسته څخه و چپه خواته د ليکلو ژبي نه دي پرانستلي وګوری پنځمه لارښوونه
١٠ : لسم د عربيک ( سعودي عربيک ) تر خوښولو ورسته به په لاندني ليست کي افغان پيدا کړي او هغه په خوښ کړی
يادونه : که چيري په دوهم ليست کي افغان په سر سر کي نه و نو تاسي د لمړۍ لارښوني الف برخه خپل په کمپيوټر کي نه ده انسټال کړی
١١: يوولسم د افغان تر خوښولو ورسته به اوکې کليک کړی او تر هغه لاندي پاڼه کي به د انګليسي پر سرد افغان کيبورډ برخه هم راشي او تر دې ورسته به نوموړې او نوري ټولي پاڼي تر اپلای کولو وروسته د اوکی په کليک کولو سره وتړی
د نوموړو لارښونو پس ستاسي د کمپيوټر د وينډوز په لنچ بار ( د کړکۍ په چپ خوا کي د ساعت سره ) يو علامه چي اي ان پر ليکلي دي راپيدا شي چي د هغه په کليک سره به تاسي پاس د اې ار په کليک سره خپل کيبورډ و پښتو ته اړولای شی او يا هم د خپل کيبورډ د چپ لاس دشيفټ او الټ په يوځايي کښېکښلو سره هم خپل کيبورډ پښتو ته اړولاې شی او بيا يي د همدې شيفټ او الټ په يوځايي کښېکښولو سره بيرته انګليسي ته اړولای شی

ستاسي د کيبورډ ډول به په لاندي شکل وي ، تاسي کولی شې چي د لاندي انځور څخه د پښتو توري په خپل کيبورډ کي پيدا کړی ، چي پاسني ئې د نورمال کيبورډ توري دي او لاندني ئې هغه توري دي چي د شيفټ په کښېکښلو سره راځي

Comment