ويښ شه!
هغه مخکې ورځ مې له خپل يو نژدې اشنا سره خبرې کولې او په خبرو خبرو کې د "هيواد" خبره را ياده شوه. زما دوست له ما څخه پوښتنه وکړه چې هيواد د چا دی؟ څه موخه يا هدف لري؟ او د چا دپاره کار کوي؟ زما ملګري له ما څخه دومره پوښتنې په يوه ساه وکړې چې له ما څخه يې د ځوابونو تسلسل خراب کړ. له څه فکره وروسته مې ورته وويل چې غوږ دې را دېخوا کړه، اول مې اخوا دېخوا وکتل او بيا مې ورو غوندې ورته وويل : هيواد ستا دی ستا لپاره کار کوي او موخه يې ستا او ستا د ځوان نسل د علمي تنوير په لياره کې هڅې دي. غواړي چې ستا تهذيب او تمدن، کلتور او ثقافت د بريښنايي څپو له ليارې خلکو ته ور وپيژني. ستا د مظلوم او مقهور ملت له دردونو څخه نړۍ خبره کړي. د ظالمانو له څيرو پردې پورته کړي. دا ستا د ژوبل او زخمي ملت د نيمې شپې آه او ژړغونې فرياد دی چې خپلو کڼو اوپه مرګوني خوب ويدو بچيانو ته د ويښيدو چيغې وهي.
زه نه پوهيږم چې ددې په چيغو کې به څومره اثر وي، آيا خپل بچيان به راويښ کړائ شي که نه؟ خو دومره پوهيږم چې په دې چيغو د ملت يو څو ليوني ځامن راويښ شويدي، له دوی څخه يو څو خو د شپې په تياره کې اروپا ته لاره غلطه کړيده او دلته له هيواد څخه بهر د هيواد چيغې وهي.
ما همدا راز ځينې نورې خبرې دخپل دوست په غوږ کې وکړې، هغه هم " لکه بت په رڼوسترګو دم ختلې" ولاړ ؤ. يو خاص سکوت پرې طاري ؤ. ما فکر کاوه چې زما خبرو پرې اثر کړې نو لږ شان په لوړ آواز مې غږ پر وکړ چې وروره! څه چرت کې لاړې؟ هغه لکه ما چې له خوبه پاڅولې وي ماته وکتل او ويې ويل چې زه دا چرت وهم چې که د سويډن د فوټبال ټيم د کپتان څخه په پرونۍ لوبه کې غلطي نه وه شوې نو دوی به د اروپا د اتلوالي په سياليو کې ډير په مخ تللي وه. همدغه وخت ځان راته د هغو ليونيانو په کتار کې ښکاره شو چې د کڼو د ويښولو هڅې کوي. ما ليدل چې زما ددې دوست پر ملت فوټبال روان دی او دی د نورو د فوټبال په فکر کې دی!!؟ دی د يو خارجي ملک د فوټبال د ټيم د کپتان غلطي ويني چې د اتلوالي د سياليو څخه يې پاتې کړ مګر دا نه وينې چې دده ملت چې قاطع اکثريت دی په اقليت بدليږي او د ابدي نابودۍ او محوې په لور په چټکئ روان دی!!؟ دی دا نه وينې چې په دې زياتوکم پنځويشت کلنه لوبه کې د ده د خپل ټيم اتلانو ته په ناځوانمردانه او نا عادلانه توګه سره کارتونه وښودل شوه او د لوبې د صحنې څخه په يو او بل نوم ګوښه کړائ شول. دی د نورو د اتلانو اشتباهات وينې خو د خپل اتل ملت سره يې چې په ملي سياليو کې کومې زياتئ او نارواوې کيږي او نژدې دی چې پخپل هيواد کې د چا د سيالۍ پاتې نه شي، نه ويني!!
زما په سر کې همدا راز ځينې نورې خبرې ګرځيدلې او د خپل دوست بې خبرئ، بې التفاتئ او معصوميت ډير خواشينئ کړم. زما په سترګو کې اوښکې راغلې. نور مې بيا خپل ملګری ونه ليده. نه پوهيږم چې زه هم بيرته ويده شوی وم او که د اوښکو پردې زما او دده تر منځ حايلې وې. زه د خپل کور په لور روان شوم، لاره هم راته سمه نه ښکاريده. څو قدمه وروسته راياد شوه چې ما خو خپل ملګري ته مخه ښه هم ونه وئيله. ځان راته ښه ښکاره نه شو او د مخه ښې لپاره مې مخ ور وګرځاوه. خو ددې پر ځای چې مخه ښه ورته ووايم لاس مې ورته پورته کړ او په لوړ آواز مې ورته غږکړ چې ( ويښ شه!) نه پوهيږم چې د مخه ښه پر ځای ولې زما له خولې څخه په غير ارادي توګه دا جمله راو وتله؟! زما او د ملګري تر منځ فاصله هم ډيره وه. خدای وکړي چې اوريدلي يې وي. .............
Comment