تل به په لار د ميړنو سره ځم
يمه پښتون د پښتنو سره ځم
دمليت نمره د پرخې په څير
ستا ددې شوخو پلوشو سره ځم
دا چه خرد هم په ملت ځاروی
زه دې هم داسې ليونو سره ځم
پام کوه زه هغه نظر نه يمه
چه به په دود د سپيلنو سره ځم
وايی اغيار چه ددوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښتو سره ځم
راستنيدې چه نشی وخت خو نيم
خو دحالت دتقاضو سره ځم
کړمه جهان چه دپښتون ځلمی
دخپلو پيغلو حوصلو سره ځم
وړم مستقبل ته دماضی روايات
زه دخپل حال د ولولو سره ځم
څو چه راغونډ په يو مرکز ئ نه کړم
هرې تپې ته دجرګو سره ځم
Comment