:roseد ګلاب ګل
يه د ګلاب ښکليه ګلـــــــه ځــــه پــه مخـــه دې ښـــــه
زمــــــا شيـــرينــــې لـــه زمــــا لــــه خـــوا ســــلام يوســـه
هغه شيرينــــه محبــوبـــه چـــې هـــم ئې زۀ خراب کــــــړم
هم ئــې خپــل وخت،هغــــې تــه دا رنګــې پيغــــام يوســــه
ورتــــه دا ووايــــه چــــې اوس خـــو بـــه پوهــيــږې کــۀ نــه
چـــې پـــه ګلاب دې يـــادومــــه نـــو مطلـــب مـــې څــه وي؟
تـــه د ګلاب غـــونـدې نــازکـــه ښـــائسـتـــه ئـــــې لښتـې!
زمــــا تشبيـــه کښـــې صــداقت شيرينـــې وي کــه نــــه وي
د جــونـــو مـيــرې هـغـــې پيـغـلـــې تــــه دا هــــم ووايـــــه
هغـــه چـــې خپـــل اسمـــانـــي حســن ئــې پنهان ســـاتلے
چـــې کۀ تـــه هـــــم لکـــه د ګل وے پــه بيــديـــا زرغـونــه
ستــــا حســــن هــــم بـــه بـــې ستـــاينــې وے تر ګوره تللے
چـې پــه تيــره کښــې وي ښـائسـت هــډو قيــمت نــه لـــري
زمــــا شــيـــريــنــــې محــبــوبـــې لــــــږه جــلـــــوه وښــــايه
مخ را څــرګنـــد کـــړه چـــې دنيــــا دې ارزوګانـــې و کـــــړي
ورتـــــه ګلابــــــه وايـــــه دا هـــومـــــره حيــــا مــــــه کـــــــوه
د ګلاب ګلـــــه! بيــــا د يـــــار پـــه غــيـږ کښــــې ورژيـــــږه
چـــې هــغـــې پيــغــلـــې تـــه د حســـن اصـليـت ښکاره شي
تـمــــامــــي ښــکلــــي ټــــول خـــواږه وي يـــــو ساعت د پاره
چــې ستـــا پــه مرګ کښــې ورتــه دغــه حقيقت ښکاره شي
(قلندر مومند)
Comment