Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

Pashto Mazaahiya Haikooo

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Pashto Mazaahiya Haikooo

    Salaamoona malgaro!

    Raazai che yo so mazaahiya haikoo darta post kram......staso ba derey khwakhey shee.....maata pata da che da sohail baba haikoo dera khwaka da..............



    چې امريکه کښې کله کوز شومه زۀ
    د ټولو ښځو پرتوګونه نۀ وو
    چا راته وئيل دلته کپړه ګرانه ده


    *******
    د زمانې ضرورتونه زيات شو
    ملنګ وئېل خېر راکړه ما وېل ولې؟
    وېل ئې پچو له پرې يو سي ډي اخلم


    *******
    چې د جينۍ رشتې له خلق راغلل
    لا مور اور پلار ئې پرې صلاح کوله
    هغې حلوه راوړه وې خلۀ خوږه کړئ


    *******
    په امريکه کښې خاوند ښځې ته وېل
    مونږ ته نېشنلټي ملاؤ شوه جينۍ
    هغې وېل پاسه اوس اوړۀ واغږه



    *******
    اول به خلق په بسم الله ښۀ کېدل
    اوس ئې ډاکټر شپېتۀ ټسټونه وکړي
    بيا ورته وائي ځه ټکټ دې کټ دے


    *******
    ښځې وېل کور کښې دې ليدلې نۀ يم
    چې بهر ما ته داسې نېغ نېغ ګورې
    ما وېل په کور کښې تۀ سُرخي مږې څۀ؟


    *******
    چې مې رقيب سره ريډ هېنډ ونيوه
    ورته غصه شوم ما وېل څۀ دې کول
    هغې وېل ما ترې خمبيره غوښتله


    *******
    يوې جينۍ وېلې غرقه شومه
    اوس به په څۀ بهانه له کوره وځم
    دې سرخوړلو زيارتونه وران کړل


    *******
    په تنارۀ ولاړې مستې وئيل
    اوګوره دومره وزګارېږمه نه
    چې يو پوټے چا پسې وتښتمه


    *******
    چې په جهاز کښې مې سفر کولو
    په ټوله لاره په هوا غوندې وم
    کلينډرانې جينکۍ وې پکښې


    *******
    تا چې زما په لاس دستخط کړے وۀ
    نو ډېرې ورځې مې بيا نۀ وينځلو
    اخر مې بيا ترې فوټو سټېټ ووېستو


    *******
    د پردو جونو صفتونه کوي
    شے دومره نۀ وي او پرې خلق ګرموي
    دا شاعران څۀ د دغۀ بچي دي


    *******
    مونږه دې ښځو ته په قدر ګورو
    نو دوي د ځان نه سم يو شے جوړ کړے
    ګني يورپ کښې ترې مولۍ ګرانې دي


    *******
    چې په تيارۀ کښې ورکېدلې ښځې
    چا ورته لاسو کښې بنګړي واچول
    دې لوېشتينکو ترې شوشا جوړه کړه


    *******
    ما وېلې زۀ به په کنډر دراوړم
    هغې وېل غرق شې ګورې مات به دې کړي
    پلار مې هم هغه ځآئې کښې سپے تړلې


    *******
    وېل زوم مې ښۀ شولو د لُور مې مني
    خو مړه زوے مې بې غېرته شان دے
    وګوره اے، ورته د ښځې مني


    *******
    ملنګ ترې سوال وکړو وېل نشته دے څۀ
    هغه ويل ورته بيا کور کښې څۀ کړې
    راځه د وروڼو غوندې خېر به غواړو


    *******
    يوې مشروټې پېغلې بلې ته وېل
    دا تور لاسونه به مې څنګه سپين شي
    هغې وېل دې باندې اوړۀ اغږه


    *******
    چې ځائې په ځائے به ماتېدلو باڼس
    بهر راووته ډولۍ نه ناوې
    وېل دې نه ښه ده چې پېدل لاړه شم


    *******
    ما وې په تا پسې رنځور شومه زۀ
    وېل ئې ما باندې احسان مۀ کوه
    تۀ خو د مخښکې نه چوپلے ام يې


    *******
    مٹی كی محبت میں هم آشفته سروں نے--------وه قرض بھی اتارے هیں جو واجب هی نهیں تھے

  • #2
    Re: Pashto Mazaahiya Haikooo

    372-haha372-haha372-haha372-haha

    Comment


    • #3
      Re: Pashto Mazaahiya Haikooo

      و عليكم السلام

      :lol kuch kuch barrey mazey k hain....
      .......................!!!!!

      Comment


      • #4
        Re: Pashto Mazaahiya Haikooo

        Originally posted by BhaTaktii RooH View Post
        و عليكم السلام

        :lol kuch kuch barrey mazey k hain....
        Mujhey to ye waala bohat pasand hai:
        يوې مشروټې پېغلې بلې ته وېل
        دا تور لاسونه به مې څنګه سپين شي
        هغې وېل دې باندې اوړۀ اغږه

        *******
        ښځې وېل کور کښې دې ليدلې نۀ يم
        چې بهر ما ته داسې نېغ نېغ ګورې
        ما وېل په کور کښې تۀ سُرخي مږې څۀ؟
        pehley waley ka urdu tarjuma ye hai ke "Rania Hala se kehti hai ke merey "Kaalay haath:think:" kaisay safaid hojayengay to Hala jee mashwara daiti hai ke "inn se Aata gonda karo khud bakhud safaid hojayengey merey haatho ki tarah".:tasali:....heheh kya baat hai......
        مٹی كی محبت میں هم آشفته سروں نے--------وه قرض بھی اتارے هیں جو واجب هی نهیں تھے

        Comment


        • #5
          Re: Pashto Mazaahiya Haikooo

          wow ,
          der khundawara haiko de nashar kare da,
          dera manana,











          sigpic

          Comment


          • #6
            Re: Pashto Mazaahiya Haikooo

            Originally posted by Sarah_Tidy View Post
            wow ,
            der khundawara haiko de nashar kare da,
            dera manana,
            Manana Sarah jaaney

            Daa yo tso norey haiko share kom heela laram che khwand ba trey waakhlai:


            يه خلقه ډېر ښکلے فنکار يمه زۀ
            سندره وېلې شم په ښکلي اواز
            خو دلته نه غسلخانه کښې د کور

            وېل ښځه دې شنډه شه چې ما پرې وکړې
            ما وېل کۀ تۀ هم داسې وختلې
            هغې وې بيا خو به په تا کښې فالټ وي

            ښځې راګېر کړو ښۀ ئې وټکاؤۀ
            چې ګاونډيان ئې په کوټه راوچت شو
            نو وېل ئې دا خو مانه دوړې څنډي


            د يار له دره چا شړلې نۀ شوم
            رقيب چې بال باندې په پښه وويشتم
            د ليلي پلار وېل اېل بي ډبليو آوټ

            چور دروازه باندې راننوتو
            د کور مالک ورته کوتک ونيوۀ
            وئيل ئې دا څۀ اسمبلي خو نۀ ده

            جينۍ کوڅه کښې پتاسې وېشلې
            ما ورته وېلې ولې څۀ چل شوې
            وېل ئې ابۍ مې نن درځن پوره کړل
            مٹی كی محبت میں هم آشفته سروں نے--------وه قرض بھی اتارے هیں جو واجب هی نهیں تھے

            Comment


            • #7
              Re: Pashto Mazaahiya Haikooo

              372-haha372-haha372-haha

              Comment


              • #8
                Re: Pashto Mazaahiya Haikooo

                372-haha 372-haha 372-haha 372-haha


                Daira manana ............
                sigpic

                Comment

                Working...
                X