Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

د قلندر مومند يوه زړۀ پورې افسانه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د قلندر مومند يوه زړۀ پورې افسانه

    (افسانه)
    قلندر مومند
    صرف شرفاء کے لئے
    زۀ چې هره ورځ دفتر ته ځم نو دَ کابلۍ دروازې ګُټ سره زما نظر ناڅاپه دَ يو هوټل په بورډ راايسار شي.
    "هوټل اېنډ رېسټورنټ......صرف شرفاء کے لئے"
    او زۀ په تلو تلو کښې دَ څۀ ساعت دپاره پښه نيولے شم، دَ هوټل دروازې له بهره بندې ښکاري او زما دا ارمان هيچرې نۀ پوره کيږي چې دغه شريفانو کښې چرته يو شريف خو له ورايه ووينم. دَ هوټل په برنډه کښې کله کله يو بېرا لاس کښې دَ چايو "ټرۍ" نيولې په منډه منډه روان په نظر راشي خو زما زړۀ دا نۀ غواړي چې دۀ ته دې هم شريف ووايم. داسې شريفان خو قصه خوانۍ کښې ډېر ګرځي او چې زۀ دَ دفتر په کېنټين کښې چرته مېلمه سره چائې څښم نو داسې ډېر شريفان دَ کېنټين دَ غټ خېټي ږيره ور مالک په وېنا مونږ نه ګېر چاپېره چورلي.....نو زۀ به دا شريفان هيچرې هم ونۀ وينم خدايه! زما دا ارمان به هډو ارمان پاتې کيږي. دا به هيچرې هم نۀ پوره کيږي او ناڅاپه له وروستو مخه دَ موټر هارن وغږيږي، زۀ زر يوې ډډې ته شم او زما ذهن ته يو بل خيال راشي. "قصه خوانۍ کښې خو ون وے ټرېفک (يو مخيزه لار) دے نو له وروستو مخه دَ موټر دَ راتلو څۀ مطلب دے؟" او زۀ له خپل ملګري نه پوښتنه وکړم، هغه څۀ ساعت ما ته ټغ ټغ وګوري لکه چې "ټرېفک رولز" عن زما په مخ ليکلي شوي وي.
    "اشنا! ون وے ټرېفک دَ ټانګو دپاره وي دَ شريفانو موټرونه هر ځاے ازاد وي."
    او اکدم ما ته دَ هوټل بورډ را په وړاندې شي
    "............... هوټل اېنډ ريسټورنټ.......صرف شرفاء کے لئے"
    او چې کله کله زما دا زړۀ داسې راډک شي او زۀ پارک مخ ته ووځم نو هلته هم دَ شريف او دَ غېر شريف دَ امتياز يوه سره بخنه کرښه راکښلې شوې وي:
    "شريف مردون کے لئے"
    "شريف عورتون کے لئے"
    او چې زۀ له جېب نه دَ سګرټو ډبے راوباسم او دَ پرېشانۍ دَ ورکولو په نيت دَ يو کش دوه لګولو اراده وکړم نو دَ شين مخي ډبي په سم مخ دَ Capstan دَ ټکو دَ ليدو سره سم زما خيال دَ ټېليفون اېکسچينج دېوال ته ولاړ هغه زيړ رنګي بورډ ته لاړ شي.
    دَ شريفانو خلقو دپاره
    دَ وخت تېرولو غوره ملګرے
    کېپسټن سګرټ څښئ.
    دا سګرټ دَ شريفانو په طبيعت ډېر راست دي.
    او زما له لاسه دَ سګرټو ډبے په زمکه پرېوځي، زما په ذهن کښې لړمانان راوخڅکيږي.
    "نو دا شرافت ګني بس کېپسټن سګرټ ته وايي" يره داسې به نۀ وي. کۀ نۀ وي نو چې هغه بله ورځ قطبي دَ چرسو څښولو دپاره دَ کېپسټن يو سګرټ واخستۀ نو ما ته مې ورور ولې ووئيل چې "ځه چې ځو شريفان خلق دلته په ودرېدو بد ښکاري."
    او چې زۀ کله له ملګرو سره فلم ته ځم نو ملګري مې ولې وايي؟
    "يره ګېلرۍ کښې کښېنو دَ شريفانو ځاے دے."
    "نو ګنې دا شرافت ګېلرۍ ته وايي."
    او ما ته ځان هم شريف ښکاره شي نو کۀ زۀ شريف يم نو بيا خو دا ټول خلق شريفان دي. دوي خو هم لکه زما ناسته ولاړه، راشه درشه او خبرې اترې کوي. يره زۀ به شريف نۀ يم او کۀ زۀ شريف وے نو دَ پاکستان دَ جشن په ورځ چې زۀ دَ شريفانو دَ ملاقات دپاره....... هوټل ته تلے وم نو دَ هوټل نوکر به زما دَ خيرن څادر پيسکے نۀ نيولو او دا به يې راته نۀ وئيل چې:
    "خوار نۀ شې، دننه اېډمنسټرېټر صاحب دَ ښار شريفانو سره چائې څښي."
    نو دا شريفان څوک دي؟ دا څۀ ملائکې دي چې زمونږ نظر يې نۀ شي ليدلې او کنه مونږ دومره رذيلان يُو چې دَ هغوي دَ ليدو لياقت هم راکښې نشته او زما ذهن اړنګتۍ واچوي.
    او چې يوه ورځ زما دَ دفتر يو ملګري په ما زېرے وکړو چې دَ کلرکس اېسوسي اېشن دَ کليز انتخاباتو په ورځ دَ ښار Gentry (شريف نامې) ته دَ چايو بلنه شوې ده نو زۀ لکه چې اول په پنجو شوم او بيا مې داسې محسوس کړه لکه چې زۀ په هوا الوځم. ما وئيل اوس خو به کۀ خېر وي دَ شريفانو ديدار وکړے شم. "شرافت" خو مې هډو په کور راننوتے وۀ.
    سبا ته انتخابات وو او چې زۀ نن کور ته راغلم نو کشره خور مې ورو شان څنګ ته رانزدې شوه.
    "لالا دَ حليمې بي بي دَ لُور وادۀ دے، زما يوه لوپټه ده او هغه هم په ډېرو وينځلو ريچې ريچې شوې ده، قميص خو مې هغه دَ ورکوټي اختر دے، نن مې ځان له وينځلے دے خو کۀ."
    او زۀ پوهه شوم چې سبا له دَ تنخواه ورځ ده، ما دپاره دَ تنخواه دَ ورځ له ټولو نه غټه نخښه دا ده چې کشره خور به يا زما نه لوپټه غواړي او يا سېنډل او چې دَ سېنډل اخستلو دپاره زۀ بازار ته لاړ شم نو له نيمې لارې نه راستون شم ځکه چې کۀ خور له سېنډل اخلم نو دَ مور لوپټه مې پاتې کيږي او کۀ مور له لوپټه نۀ اخلم نو مور به مې ځان له نږور څنګه خوښوي او کۀ مور مې ځان له نږور خوښه نۀ کړي نو دَ هغې دَ زړۀ يو غټ ارمان به پوره نۀ شي او چې زۀ کله نا کله مور سره په دې خبره څۀ تېزه ترشه وکړم نو هغه مسواکه ګوته په شونډو کېږدي او دَ حېرانتيا ټول "موډ" په ځان طاري کړي:
    "وايي بچيه! دا دَ شريفانو خلقو زامن داسې خبرې کوي؟" او سمدستي زما دَ ذهن بارودو ته اور ورته شي او ما ته...... دَ هوټل اېنډ رېسټورنټ بورډ را په ياد شي،
    "هوټل اېنډ رېسټورنټ..... صرف شرفاء کے لئے"
    دا شرافت لا څۀ بلا ده؟ چې هر سړے شريف دے هم او نۀ هم دے.
    خو خېر چې په هغه شپه هم خور ما ته دَ لوپټې ووئيل نو ما لږ غوندې سر ټيټ کړو، ما سره به دَ ټول خرچ نه پس دې مياشت کښې درې روپۍ بچت شي او هغه به دَ اېسوسي اېشن سېکرټري ته ورکوم چې دَ ښار شريفې طبقې سره دَ دفتر دَ بابوګانو دَ پېژندګلو دپاره دَ چايو انتظام وکړي نو.....
    "خورې تا له زۀ لوپټه له کومې راپېدا کړم، دې ځل نه بلې مياشتې له ښه" ما ورته خُلۀ غونډه غونډه کړه.
    "لالا هره مياشت هم داسې وايې ستا هغه بله مياشت به کله راځي؟"
    او هغه پاڅېده له منګي نه يې يو غړپ اوبۀ وڅښلې لکه چې غصه پرې سړوي او روانه شوه.
    ما څۀ وئيلے وې اړخ مې واړولو او څملاستم.
    انتخابات وشو، زما ملګرو بېلودل او زمونږ دَ افسرانو خوشامندګرو بابوګانو وګټل خو زۀ خفه نۀ وم ځکه چې په مخامخ لان (Lawn) کښې دَ ښار ټول شرفاء راجمع وو او درنګ ساعت له به مونږ ورسره چائې څښلې.
    زما او دَ "شرافت" تر منځه دَ څلورو ګامونو پړتاؤ وۀ. فاصله کمېده، دوه ګامه، يو ګام او بيا يو څپک (دومره فاصله خو پکار وه) زۀ دَ ښار دَ دوه شريفانو په منځ کښې ناست وم، هغوي له مې چائې جوړولې، ځنو بابوګانو دَ چايو بائيکاټ کړے وۀ او ځنې کورونو ته له وخته تلي وو، ډېرې کرسۍ خالي وې، ما سره ناست دوه شريفان خپلو کښې يو بل سره په ګپ اړام وو.
    "اشنا! پرون لوبه کښې نۀ وې؟" هغه يو شريف سګرټ وڅنډلو.
    "پرون دَ کارخانې مزدورانو هړتال کړے وۀ."
    "هړتال" دا وړومبے شريف تقريبًا تقريبًا کرسۍ کښې پاڅېدۀ، موټي يې بند وو او غټ کنځل يې تُو کړۀ.
    "څۀ چل دې وکړو نو هړتال سره؟"
    "په پوليس مې ښۀ سمبال کړۀ چې ياد يې وي بيا به نۀ کوي هړتالونه"
    وړومبے شريف لږ په قلار شۀ، ساه يې واخسته، ګسه سترګه يې داسې چپه غوندې کړه.
    "خان بهادر صاحب پرون چوړ کړے يم، دېرش زره يې رانه وګټلې"
    "دانه وه کۀ فلاش"
    "فلش مړده"
    او ما وئيل دا جوړ هغه شريفان نۀ دي.
    Excuse me (معافي غواړم) او زۀ ترې يو بل مېز ته پاڅېدم.
    "خواجه صاحب خېر خو دے کنه ستاسو بېلنس ورځ په ورځ ډي فسټ کيږي" په هغه بل مېز يو دوه خوش پوشه زلمي ناست وو.
    "منېجر صاحب نوې نوې کورټ شپ دے چې پېسې نۀ لګي نو څۀ به کيږي" هغه يو شريف په سينه لاس ووهلو او يو سوړ اسوېلے يې وښکۀ.
    "ولې څوک نوې ده؟" منېجر صاحب پوښتنه وکړه.
    "نوې څۀ ده چې غرق يې کړو، دَ شپږو شلو ساړي مې پرون ورله لېږلې ده."
    او ما ټوپ کړو لکه چې لړم خوړلے وم، شايد چې ما ته دَ کشرې خور لوپټه راپه ياد شوې وه.
    ما دَ ټوخي بانه وکړه او راپاڅېدم ترې.
    "لس زره مې کمشنر ته ورکړې دي. سنېما به ما ته الاټ کيږي." هلته يو غټ خېټه ور سړي په خېټه ګوتې وهلې او يو بل شريف سړي سره په خبرو وۀ. "نجيم وايي چې ما ديارلس زره ورکړي دي."
    هغۀ بل ورته ورو غوندې ووئيل،
    "نجيم! او ما سره مقابله غواړي چې بله ورځ ترې په بازار کښې پرتوګ وباسم."
    او ما له هغه مېز نه پښې راسپکې کړې.
    "دا څنګه شريفان دي" ما خيال وکړو. دَ زرګونو نه خو کمې خبرې نۀ کوي؟
    "صديقي صاحب! پرون "ناچ" کښې مو "ممتاز" سره ډېر چېړچاړ کولو."
    "نه څۀ ډېر غېر شريفانه حرکات خو مې نۀ وو کړي خو زۀ دَ شرابو نشه کښې وم" او غړوت يې شۀ چې دَ چايو پياله يې خُلۀ کښې واړوله، يوه تروه بدبويه ايټکۍ يې وکړه او ماته يې تېرۀ تېرۀ وکاتۀ.
    او چې ما بل مېز ته ځان سمولو نو دَ اېسوسي اېشن سېکرټري لګيا وۀ:
    "زۀ دَ ښار دَ شرفاؤ شکريه ادا کوم چې زمونږ په وېنا يې خپل قيمتي وخت خراب کړو او دلته دَ راتلو تکليف يې وکړو."
    په مخامخ سړک دَ ټولې ورځې اوږي تږي مزدوران چې خپلو کورونو ته روان وو، دَ تار نه په هغه طرف دَ څۀ ساعت دپاره پښه نيولي شو او چې دَ چايو مېزونو او خپلې بې وسۍ ته يې وکاتۀ نو ژبه يې په شونډو ووهله او روان شو.
    ما وئيل کۀ دا ټول وطن يو لوے هوټل دے چې دَ هغې په دروازه يې ليکلي دي "صرف شرفاء کے لئے."
    (دَ ګجرې نه ماخوذ)
    مٹی كی محبت میں هم آشفته سروں نے--------وه قرض بھی اتارے هیں جو واجب هی نهیں تھے

  • #2
    Re: د قلندر مومند يوه زړۀ پورې افسانه

    deer khkulay sharing pira.

    Comment


    • #3
      Re: د قلندر مومند يوه زړۀ پورې افسانه

      deer sha qesa da,...
      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment

      Working...
      X