Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

ګلونه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ګلونه

    ګلونه


    دا ګلونه
    دا دَ ګلو امېلونه
    چې زما په لاس کښې وينې
    دا مې تا باندې پېرزو شي
    خو تر تا يې در وړې نۀ شم
    ستا په لاره کښې ازغي دي
    رقيبان دي غمازان دي
    ډېرې سترګې دي خُونکارې
    ژړوي مې..... ژړوي مې
    قهرېدلې راته ګوري
    زۀ خبر يم زۀ پوهېږم
    تۀ زما په انتظار يې
    ښکلې سترګې غړوې دې
    تۀ په طمع راته ګورې
    خو زما هم مجبوري ده
    بې وسي ده، بې وسي ده
    دا ازغي ازغي وختونه
    او دا تړمې تړمې اوښکې
    چې په مخ زما بهيږي
    دا ګلونه دا ګلونه
    رانه مړاوي مړاوي کيږي
    خو زۀ هېڅ کولے نۀ شم
    په دې طمع اميدونو
    دَ ژوندون ورځې تېريږي
    چې دَ لارې دا ازغي به
    چرته وسوزي ايرې شي
    دَ وختونو فاصلې به
    لنډې لنډې شي نزدې شي
    داسې وخت به چرې راشي
    چې مُسکۍ مُسکۍ فضا شي
    دا دَ اوښکو امېلونه
    يا زما لاس کښې ګلونه
    به ستا غاړه کښې امېل کړم

    (د ډاکټر سلمه شاهين د کتاب راوېل څخه)
    مٹی كی محبت میں هم آشفته سروں نے--------وه قرض بھی اتارے هیں جو واجب هی نهیں تھے

  • #2
    Re: ګلونه

    deer pa zara pori..
    khushala osi..
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

    Comment


    • #3
      Re: ګلونه

      deer kha intikhaab.

      Comment

      Working...
      X