Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

زۀ خپل غازيان شهيدان نۀ پېژنم

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • زۀ خپل غازيان شهيدان نۀ پېژنم

    چې د تـــاريخ پــــــاڼې راولټـــــــوم
    چرته ستا ذکر په قيصه کښې نشته
    خدائے خبر څوک ئې زۀ دې نـۀ پېژنم
    ستا نوم زمونږ پـــــه مدرسه کښې نشته
    زۀ د پــــردۍ زمکې هــر لوے وړوکے
    پــــه هـــر سنګرهــــر يو جنګــــرېز پېژنم
    د هغوى نامې او کارنامې مې يـادې
    بچے بچے خــــو د انګـــــرېــــــز پـــــېژنم
    زۀ د پردۍ ډولۍ پـه جـــنج کښې روان
    پردي لـــوبغــــاړي سندرغـــاړي ستاېم
    داســـې د ځــانـــه ورک ځــان نـۀ پــېژنم
    زۀ خپل غازيان شــهيــــدان نــۀ پېـــــژنم
    د افلاطــــــون او ارسطـــــو خبــــــر يـــــم
    د يـــــــونــــان واړه فــــلسفـــيان خپلــؤم
    زۀ د اورنــــګ نــه تر فېـــــرنګه پــــورې
    لــــور پـــه لــــور ګــــډ وډ مشران خپلــؤم
    چــــــې د تــــاريخ پـــاڼې راولــــــټـــــوم
    بې بـــهادرۍ خــــان بهــــــــادران يـــادؤم
    نوم په نوم يو په يو رايـــــاد دے زمــا
    د تيمـــور لنګ ټـــول خانــــــــدان يـــادؤم
    زۀ د جــــرمن هغه بِســـمارک پېـــــــــژنم
    نېلسن منډېلا خــــو ځيـــــګر دے زما
    د فــــرانس نپــــولـين مې نـــــۀ هيريږى
    ژوند ژواک راياد خو د هــــټلر دے زما
    ګورو نانک نــــه تـــــر اوبــــــامــــه پورې
    د تــــاريــــــــخ واړه استانې پېـــــژنــــم
    د هر چـــارلــــــس د کار و زيـاره خبــــــر
    ټــــول شهـــــــزادګان ئــې د کوڅې پېژنم
    کـــۀ اتــــاتـــرک دے کـۀ لېنن او سټالن
    د ګــــوربـــاچـــــوف نه خبــــردار يــمه زۀ
    ما ته د بــــش زمـــانې هــــــم يــادې دى
    د هــــر پـــردى ســـړى نــه زار يـــمـــــه زۀ
    لا لټېن پــــه لاس تـــورو تيرو کښې ورکه
    هغه مــاشـومــه لـــــوسى ګـــــــرۍ يـادؤم
    د مـــدرټــــريــــــسا خدمتـــــونه ستائـــــېم
    او هېــــلـــن کېلــــر پــــــخـــــوانۍ يــــادؤم
    د خپل وطــــن هـــــغه يـــو څـــو فــــرښتې
    د هــغــوى ستائېنې مې په زړۀ پرتې دى
    چې زيـږيدلے يــــــم تـــــر دې ســــاعتـــــه
    پــــه چاپېرچل کښې مې د هغوى قيصې دى
    چــــې د تــــاريـــــخ پــــاڼــــې راولټــــــوم
    چـــــرتـــه ستا ذکر په قيصه کښې نشته
    خدائے خبر څـــــوک يې زۀ دے نـۀ پېژنم
    ستا نـــــوم زمونږ يو مدرسه کښې نشته
    زۀ خپل بچــــى تــــه څنګـــه دا وواېــم
    چې دا ســـــړے د پښتنـــــو مشــــــــــر وۀ
    دۀ به مُــــغـل تــل پيزوانى ګـــــرځـــــول
    ملـــک احــمـــــــد د يوسفـزو مشــــر وۀ
    څو چې مې خپله ژبه خپلـــــه نــــۀ شى
    زما تاريخ به پـــــه تيرو کښې ورک وى
    په ځان به زړۀ سوزوم، ځان به سېــــزم
    هر مېــړنے به مې ګــــمنام او سپک وى
    مٹی كی محبت میں هم آشفته سروں نے--------وه قرض بھی اتارے هیں جو واجب هی نهیں تھے

  • #2
    Re: زۀ خپل غازيان شهيدان نۀ پېژنم

    wha ji ... deer pa zara pori de..
    khushala osi...
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

    Comment

    Working...
    X