د غېر غماز د ظلم ښکار شي څنګه
دا پښتون قام به رابېدار شي څنګه
پښتون دا خپل خوئ بدلوي ولې نه
يو ورور د بل مرګ ته تيار شي څنګه
مونږه فضا ئې زهرژنه کړله
اوس مو وطن کښې روغ بيمار شي څنګه
څو په وطن کښې مو چې امن نۀ وي
ښۀ به روزګار او کاروبار شي څنګه
داسې راوالوته هوا د نفرت
بچ به چينه، ګودر، چينار شي څنګه
څوک چې د حورو نه بس ځان ځاروي
انسانيت نه هغه ځار شي څنګه
مونږ د يو بل سېوري په کاڼو ولو
په خپله خاوره مو اختيار شي څنګه؟
دا پښتون قام به رابېدار شي څنګه
پښتون دا خپل خوئ بدلوي ولې نه
يو ورور د بل مرګ ته تيار شي څنګه
مونږه فضا ئې زهرژنه کړله
اوس مو وطن کښې روغ بيمار شي څنګه
څو په وطن کښې مو چې امن نۀ وي
ښۀ به روزګار او کاروبار شي څنګه
داسې راوالوته هوا د نفرت
بچ به چينه، ګودر، چينار شي څنګه
څوک چې د حورو نه بس ځان ځاروي
انسانيت نه هغه ځار شي څنګه
مونږ د يو بل سېوري په کاڼو ولو
په خپله خاوره مو اختيار شي څنګه؟
Comment