Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

دعا ..............................................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دعا ..............................................

    دعا


    ای زما خوږه ربه
    ای زما ګرانه ربه
    ته خو خبر ېې چې
    ته په ما ډیر ګران ېې
    ستا محبت زما د زړه د ژوندونو لاره
    زه بې له تا نه هیڅ هم نه جوړیږم
    او که څه يمه نو دا تورې خاورې
    له دې نه غیر نور شناخت نه لرمه
    زما عزیزه ربه
    ما د شیطان دغه بدرنګه مخ ته مه ودروه
    زما ترې کرکه راځي
    زما ترې خوف کیږي
    ما د خپل رحم نه بې برخې نه کړې
    ته خو خبر ېې خدایه
    ستا محبت زما د ژوند چراغ دے
    زه چې هر څه وینمه ستا د محبت پیرزو ده
    ما ځانله پرې نږدې
    د وحشتونو په لار
    د تورتمونو په لار
    چرته چې هیڅ یو مخ بل نه پیژني
    چرته چې هر سړے له خپله ځانه ویره لري
    چرته چې هیڅ یو چراغ نه بلیږي
    خدایه په هغه لاره
    ما ځانله پرې نږدې
    زما ډیر خوف کیږي
    د خپل وجوده ځینې
    زما محبوبه ربه
    په ما نظر ساته
    د خپلې مینې د کرم نظر
    ما هم د هغو نازولو غوندې ياد وساته
    څوک چې په تا ګران دي
    او ته پرې ګران ېې
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: دعا ..............................................

    Manana, da share kawalo sara.......
    مٹی كی محبت میں هم آشفته سروں نے--------وه قرض بھی اتارے هیں جو واجب هی نهیں تھے

    Comment


    • #3
      Re: دعا ..............................................

      MASHALLAH !!! ALLAH di zmoz tole duagani qabul kri Ameen

      der shkuli dua da

      Comment

      Working...
      X