ګمراهانو ته په مخکښې آئينه ږدم
په کږه کښې هم چې سم يمه کږه ږدم
د تيرو د خدائې په زړۀ توره تيارۀ شي
چې په لاره کښې د خوږ زړګي ډيوه ږدم
خاموشي مې د سرخۍ په خلۀ وينا کړي
د زړګي په هر يو زخم کښې غنچه ږدم
تۀ ازغي کره زما او د ګل منيځ کښې
زۀ په لاره قدم نۀ ږدمه سينه ږدم
کۀ د زړۀ بيرغ مې پريوتو پښتون يم
ګمان مۀ کړه چې رقيب ته به وسله ږدم
قلندره! سرخروئي به نوره څۀ وي
دا په وينو وللے مخ چې صدقه ږدم
Comment