ما ډېر درته ووې مۀ ځه مۀ ځه په دې لاره
د قام غرور دې مات کۀ، د انا د بت دپاره
دا دشتې لېونۍ دي خو وروک کړي ئې څوک نۀ دي
ورک شوي دي چې لاړۀ، خو رانغلۀ د بازاره
اتبار چې ئې ګټلے دے بائللي ئې هيڅ نۀ دي
بائللي ئې هر څۀ دي چې پرېوتي د اتباره
د ګران اسلام آباد بادونه مونږ له ښۀ رانغلۀ
زمونږه همه واړه خېلخانه ئې کړه بيماره
ګودر تر عمره چا په اجارو نيولے نۀ دے
ګودر خو شاملات وي ، وي د هر مئين دپاره
تړل د زړونو ګران وي، بيلول ئې ډېر اسان
جوړ کړي دې په شمار نۀ دي، مات کړي دې بې شماره
وژلے جذبې چا، په فرضي چغو ژوندۍ کړې
نفرت کوي هر څوک، د ذات پرستو د کرداره
Comment