تۀ مې درخو يې دلربا به دې کړم
پښتنې خاورې پښتونخوا به دې کړم
ملک د پښتو دے قيصه ياده لره
يه پښتنې مينه رښتيا به دې کړم
د خپل وجود په ساړۀ سوري ورکه
پښتونه ورک مۀ شے پېدا به دې کړم
د زهرو تريخ د قندو خوږ وطنه
د محبت د زړۀ درزا به دې کړم
زما په هر پړاؤ توے شوے وينې
د مستقبل د کور رڼا به دې کړم
زما د خوږ زړګي شهيد ارمانه
د ګل د سرو شونډو ثناء به دې کړم
زما د زړۀ ټوټے ټوټے وطنه
خپله د خپل ځان مسيحا به دې کړم
پښتنې خاورې پښتونخوا به دې کړم
ملک د پښتو دے قيصه ياده لره
يه پښتنې مينه رښتيا به دې کړم
د خپل وجود په ساړۀ سوري ورکه
پښتونه ورک مۀ شے پېدا به دې کړم
د زهرو تريخ د قندو خوږ وطنه
د محبت د زړۀ درزا به دې کړم
زما په هر پړاؤ توے شوے وينې
د مستقبل د کور رڼا به دې کړم
زما د خوږ زړګي شهيد ارمانه
د ګل د سرو شونډو ثناء به دې کړم
زما د زړۀ ټوټے ټوټے وطنه
خپله د خپل ځان مسيحا به دې کړم
Comment