راځه مرګيه
راځه مرګيه انتظار دي يمه
راوړه تابوت سترګي په لار دي يمه
وروستی نفسه ژر مي پريږده بدن!
ما ته نصيب دی راګنډلی کفن
زه يم وژلی يوې ښکلي نجلۍ
يوې ظا لمي نازولي نجلۍ
په سپين کفن مي کئ دوستانو راځئ
وروستي ديدن ته مي يارانو راځئ
هيڅوک به زما په شانې نه وي تيار
داسي به نه وې د مرګې انتظار
چي تور تابوت ته مي دريږي ياران
هلته جوړ نه کې دګلونو باران
نه دي سلام وايې څوک زماپر مړي
نه هديرې ته دي رادرو مي دوستان
پرېږدئ زرګوني اوښکي وسپميږي
ښه دی چي زما پر قبر نه تويېږي
مايوه ليري هديره کي ښخ کئ
پټ مي يوکونج کي په تياره ګي ښخ کئ
چي د هستۍ مي ريښتنۍ مينه وه
چي مي سينه کې اورنۍ مينه وه
چي زما په قبر يې خبره نه کئ
چي ورسره مي پخوانۍ مينه وه
چي مي پر قبر اوښکي نه تويوي
چي نوم دميني مي بيا نه يادوي
راځه مرګيه انتظار دي يمه
راوړه تابوت سترګي په لار دي يمه
وروستی نفسه ژر مي پريږده بدن!
ما ته نصيب دی راګنډلی کفن
زه يم وژلی يوې ښکلي نجلۍ
يوې ظا لمي نازولي نجلۍ
په سپين کفن مي کئ دوستانو راځئ
وروستي ديدن ته مي يارانو راځئ
هيڅوک به زما په شانې نه وي تيار
داسي به نه وې د مرګې انتظار
چي تور تابوت ته مي دريږي ياران
هلته جوړ نه کې دګلونو باران
نه دي سلام وايې څوک زماپر مړي
نه هديرې ته دي رادرو مي دوستان
پرېږدئ زرګوني اوښکي وسپميږي
ښه دی چي زما پر قبر نه تويېږي
مايوه ليري هديره کي ښخ کئ
پټ مي يوکونج کي په تياره ګي ښخ کئ
چي د هستۍ مي ريښتنۍ مينه وه
چي مي سينه کې اورنۍ مينه وه
چي زما په قبر يې خبره نه کئ
چي ورسره مي پخوانۍ مينه وه
چي مي پر قبر اوښکي نه تويوي
چي نوم دميني مي بيا نه يادوي
Comment