Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

زماکور ....................................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • زماکور ....................................

    زماکور
    بدخشان تر کندهاره
    له هرات تر ننګرهاره
    پکتيا نه ترمزاره
    له جوزجان تراسماره
    همه واړه زما کور دی
    مسلمان ئې زما وروردی
    پکتيکا اوکه باميان دی
    ميمنه اوکه لغمان دی
    تاشقرغان اوکه روزګان دی
    کنړونه که بغلان دی
    زمادپلار اونيکو ګور دی
    مسلمان ئې زما وروردی
    که فراه ده که ذابل دی
    که هلمند دی که کابل دی
    چخناسوردی که ګومل دی
    استوګن پکښي اتل دی
    هر بدخوا ئې په مخ تور دی
    مسلمان ئې زما ورور دی
    که لوګر اوکه پغمان دی
    که غزني دی،که ميدان دی
    کلابست اوکه پروان دی
    يوو وجود دی،يووافغان دی
    دغليم په وړاندي شور دی
    مسلمان ئې زما ورور دی
    پيښور،که کويټه ده
    زما دپلار،نيکه شمله ده
    ټل،کوهاټ اوکه واڼه ده
    اکوړه مي هديره ده
    هلته بيا شوروماشوردی
    مسلمان ئې زما وروردی
    له بادر،ترحيرتانه
    له اټک نه ترشيرخانه
    تورغونډۍ نه ترچتراله
    همه کوردی دافغانه
    زماهر يوو دسترګوتوردی
    مسلمان ئې زما ورور دی
    سلجوقي،که غزنوي دی
    صفاري اوکه سوري دی
    طاهري اوکه لودي دی
    هوتکي،که ابدالي دی
    دافغان دمټو زور دی
    مسلمان ئې زما ورور دی
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: زماکور ....................................

    zabardas peryanay

    Comment


    • #3
      Re: زماکور ....................................

      manana baba ji
      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment

      Working...
      X