Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

اختره ................................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • اختره ................................

    اختره
    :dance5:
    اختره بیا زما په کور راغلی؟
    په دی مالت کی خو کیسی لادروژی یادیږی
    دلته خو وینم خپل ماشوم په ریتی پیتی جامو
    ماخو اخیستی له بازاره پتاسی کله دی
    اختره تاسره دردونه زما لاډیریږی
    اختره زړه کی پرهرونه راته نور ژړیږی
    اختره؟
    ته خپه نه شی ته زما په سر اوسترګو قبول
    خو زما، خو زماخونه ستا راتلوته لاتیاره نه ده
    اختره، دلته لادجهل ډیوی بلی ګرځی
    دلته واړه واړه بچیان زما په بم الوزی
    دلته می مور دتورټیکری نه بل څه نه پیژنی
    دلته نفرت نن چلوی زما په مینه حکم
    دلته الفت دواړو لاسوکی ځولنی ګرځوی
    دلته دمینی پریښته لا له وزرو بنده ده
    دلته غلیم دمینی بیا حکم دغم جوړی

    دلته زما په خاوره مینه دزړه وینه لری
    دلته خو ترنګ دادم خان درباب نه جږیږی
    دلته می چټی پیغلی کله سره لاسونه لری
    دلته ډوډی زما ډوډی یادوی

    وایه اختره ته به ولی زما کور ته راځی
    دلته به چیرته تاهم وتړی وزرونو باندی
    دلته د مینی پریښتی هم قربانی ورکړی
    هغه لابنده ده په دواړو وزورو
    که ته میلمه زما راغلی بیانو ښه راغلی
    الله دی وکړی چی خپه نه شی ته
    ماخودردونه دزړګی تاته ساتلی دینه
    ماخو زخمی زخمی ټټر لیدلی
    ما کی روژه په هره ورځ تیریږی
    ما خو ګیلی دزړه بس تاته راوړی

    اختره ماته که راځی نو دزړه سوال لرمه
    تاته دشوڼدو په سردومره زه پیغام لرمه
    اختره ماته سوکالی راوله
    اختره ځان سره دی کله کله
    مینه د زړنو او یاری راوله
    اختره تانه زه یوسوال لرمه
    لاړ شه دمینی پریښته له وزرو خلاصه کړه نن
    لاړ شه ته ماتی زولنی کړه دالفت له لاسه
    پدی پوهیږم چی نفرت به بیرته بیا لیری کړی
    توری منګولی د کینی او دجګړو ګوره!
    بیابه غلیم زما دخاوری کله
    زمونږ دمینی ډیوی مړی وساتی
    بیابه موسکاکړی د خندا ملکی
    او پاڼی پاڼی به ما اوریږی
    دسوکالی او سولی
    سورکی ګلونه ګوره!
    هلته به وایم چی اختر دیی په ما
    هلته به دواړه خاندو
    دماشومانو بی ګناه موسکاته
    هلته به وایم چی اختر راغلی


    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: اختره ................................

    اختره پام کړه

    اختره پام کړه په دې خوا مه راځه

    اختره پام کړه په دې خوا مه راځه
    لار به غلطه کړې په غم به واوړې
    ته به په شونډو خنداګانې غواړې
    په ژړاګانو او ماتم به واوړې

    دلته غدۍ دویر په لوټ لګیا ده
    دنیا دزړونو به تالا ووینې
    نه شوق دژوند نه چا کې دم پاتې دی
    نه به په خوله دچا خندا ووینې

    چا چې له لوږې وي ټول کال نیولې
    روژه اختره نو په څه ماته کړي
    وچه ډوډی هم ترې ظالم لوټلې
    ستا په راتګ يې چې په خوله ماته کړي

    ته يې خبر چې دغه دولس میاشتې
    په مونږه څومره طوفانونه تیر شول
    څومره به نور سږ یتیمان ووینې
    په کونډو څومره قیامتونه تیرشول

    یتیمان نه غواړي عیدي له چانه
    سږ يې له اوښکو دي لمنې ډکې

    کونډې مو کرکه له نیکریزو کوي
    سږ يې له وینودي منګولې ډکې

    هو شته اوس هم څه بختور وګړي
    ورځه هغوی کې به ته سیال ښکاره شې
    چا چې زمونږ غم کې خوښي ومونده
    ددوی محفل کې به مشال ښکاره شې

    ورځه ماڼیو دکابل ته لاړ شه
    څوک به دې ګران په مرغلرو واخلي
    ړنګ چې بمونه کړي په مونږ کورونه
    دوی مو تاوان په شنو ډالرو واخلي

    شور دټوپک مو په سرونو کې دی
    ساز وسرود ځان سره کیږده ورځه
    مبارکي له زورورو واخله
    مونږ دسلګوپه غیږکې پریږده ورځه

    ډاکتر حسن-لندن
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

    Comment


    • #3
      Re: اختره ................................

      اختره بختوره

      څه اخـــــــــتردې بخـــتورزمـــــــــــــونږدكلـې
      مسافــــــــرورته راځي دلــــــــــري،لـــــــــــري

      څــــوك راغلى له قندارڅــــــــوك له كابلـــه
      يوتربله قصي كاندي خـــــــــــــــــــونــــدوري

      خوړپه غاړه هلته ښكلي ځلمي ناست دي
      پاس ديرو كې جنكئ وايي ســـــــــــــــندرې

      ښكلې پيغلي شاځلـــــــــــــموپه ننداره دي
      څوك به چاســـــــره دژوندجوړشي ملګري

      زه ( سيرت) ورته دغره لمن كې ناست يــم
      اخترونوخايسته كړيدي گــــــــــــــــودري
      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment


      • #4
        Re: اختره ................................

        اختر په ویاړ

        اختره چی راځی ته خوشالی در سره راوړه
        زموږه خوار ملت ته سوکالی درسره راوړه

        خاندی خلک موږه خاورو کی لوبیږو
        شپه او ورځي د وطن حال کی ژړیږو

        لری ویر کړه ارامی در سره راوړه
        زموږه خوار ملت ته سوکالی درسره راوړه

        موږه هر وخت د پردوو د جنګ قربان یو
        په پلمه پلمه مو وژنی ساده ګان یو

        شمعه بله روشنای در سره راوړه
        زموږه خوار ملت ته سوکالی درسره راوړه

        ته چی هر کالی را درومی دلته غم وی
        په هر کلی او بانډو کی مو ماتم وی

        دا غم بس نور خوشبختی درسره راوړه
        زموږه خوار ملت ته سوکالی درسره راوړه

        زه میرویس خو د وطن غمو شاعر کړم
        د اغیار په هر یو چل باندی ماهر کړم

        نور جنګ نه غواړو دوستی درسره راوړه
        زموږه خوارملت ته سوکالی درسره راوړه

        u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

        :pr:

        Comment


        • #5
          Re: اختره ................................

          دیتیمانواختر

          په کور او کلي اختر راغې خو خوښي نه شته دئ
          ځکه يي سپیني لیچې تشې دي بنګړي نه شته دئ
          نکریزي پاتی شولی وچی چا لندې نه کړلې
          لاسونه سره د ورور په وینو ورور ولي نه شته دئ
          دګلاب ګل ځوانیمرګ شوئ یو ډنډ رپاتې دئ
          غوټۍ تنکۍ دي رژیدلي چی مالي نه شته دۍ
          په چنارونو کی زوړ ټال دتیر اختر پاې دئ
          چی په کی وزانګي هغه پیغلې خیالي نه شته دئ
          دوخت واکمن سوداګري کړي په اختر او برات
          خوار یتیمان په خیټه وږي او کالي نه شته دئ
          زمونږه خونې بل نیولي مونږه پټ او سیږ و
          په خپل کاله کی زمونږ امن سوکالي نه شته دئ
          اختر له بس دئ چی يي یاد کړو پخواني یادونه
          ښکلي یاران يي خدمتګاره پخواني نه شته دئ
          محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
          ارمانونه مو تر سره او اختر دی مبارک شه
          u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

          :pr:

          Comment


          • #6
            Re: اختره ................................

            der kha intikhab de karre de
            dera manana

            Comment


            • #7
              Re: اختره ................................

              koor wadaan!!
              u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

              :pr:

              Comment

              Working...
              X