Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

جــــــــــانــــــــانـه ......................................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • جــــــــــانــــــــانـه ......................................

    جــــــــــانــــــــانـه
    زما ژوندون جانانه
    عشق او سکون جانانه
    زما د زړه په مځکه
    لا یې زرغون جانانه
    ــــ ــــ ــــ
    دا بې وفا شوې څنګه
    لرې له ما شوې څنګه
    مینه دې پرېښوه ولې
    په بله خوا شوې ولې
    تر کومې ما باندې به
    او وي بېلتون جانانه
    ـــــ ـــــ ـــــ
    تا سره مینه کوم
    ښکاره یې سپینه کوم
    مینه د سر په بیه
    تل یې زرینه کوم
    له مینې کله اوړم
    لا یم پښتون جانانه
    ـــــ ـــ ــــ
    زما ارزوګانې څه شوې
    زما ژړا ګانې څه شوې
    تا پسې واړه عمر
    زما دعاګانې څه شوې
    څه شولې څه شوې اشنا
    کړم دې مجنون جانانه
    ـــــ ــــ ـــ
    له ما نه لاړې لرې
    جانانه لاړې لرې
    شوم لولپه درپسې
    ستومانه لاړې لرې
    زما د زړه له کلي
    مه ځه بیرون جانانه


    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: جــــــــــانــــــــانـه ......................................

    der khaaaaa

    Comment


    • #3
      Re: جــــــــــانــــــــانـه ......................................

      manana..
      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment

      Working...
      X