افسوس او ارمان
بی ترقی نه نه کوم ځای خو د جهان پاتی دی
زمونږ ټا ټوبی لا هماغسی چی وران پاتی دی
څومره دا ځای دی مونږ لپاره د افسوس او ارمان
چی د دنيا د قافلی نه مو کاروان پاتی دی
په پښتونخوا کی د اسلام په نامه دا څه حال دی
لکه دنيا کی چی پښتون صرف مسلمان پاتی دی
نه کوم فکر که به راشی په وطن کی امن
چی د د نيا نقشه کی نوم د پاکستان پاتی دی
په نورو راشی خوشحالی خدايه ته ښه پوهيږی
په مونږ هماغسی لا ولی دا خزان پاتی دی
په ګران وطن کی که شی امن هم سمسور شی اباد
د ساپی زړه کی فقط دغه يو ارمان پاتی دی

Comment