وژاړمه
وژاړمه مات شمه قطره شمه
هغه وخت وطنه چی زه تا په خوب کی ووینم
کښینمه دځان سره سوچونه او فکرونه کړم
کوم وخت چی افغان په واویلا په خوب کی ووینم
وژاړمه ځان سره ستا ټول حالات روښانه کړم
هغه وخت وی ګران چی زه ژړا په خوب کی ووینم
وژاړمه کله چی یتیم په ژړا سر ناست وی
کله وخت بیا کونډی اوښیرا په خوب کی ووینم
وژاړمه کوم وخت چی می ذهن ته شهیدان راشی
ځینی وخت بیا خوښ شم احمدشا په خوب کی ووینم
وژاړم وطنه! وطن فروشو ته دی ژاړم
کله چی ګرګین سره غازی امان الله په خوب کی ووینم
وژاړمه ! اوس حالاتو ډیر زه خفه کړی یم
کله روس ظالم او کله حالآ امریکا په خوب کی ووینم
وژاړم زه قهار له ځان سره ډیر وژاړم
کله چی دا بعضی بی غیرته افغانان په خوب کی ووینم

Comment