جنازې
هره ورځ مو جنازې له کلي وځي
څه ځوانان او څه شملۍ له کلي وځي
خوشاليو رانه کډه کړی خدايه
په ګله ګله رمۍ له کلي وځي
اوس ژړا سره عادت يو خندا نشته
دخندا مو پريشتۍ له کلي وځي
اوس له خدايه ديوبل تباهې عواړو
دشيراؤ ډکي خولۍ له کلي وځي
دشهيد کونډه حيرانه ورته ناسته
ديتيم ژړا دشپۍ له کلي وځي
په ''عليزی''کشې نور دغم هيڅ طاقت نشته
ځکه اوس نو سترګی سرۍ له کلي وځي
هره ورځ مو جنازې له کلي وځي
څه ځوانان او څه شملۍ له کلي وځي
خوشاليو رانه کډه کړی خدايه
په ګله ګله رمۍ له کلي وځي
اوس ژړا سره عادت يو خندا نشته
دخندا مو پريشتۍ له کلي وځي
اوس له خدايه ديوبل تباهې عواړو
دشيراؤ ډکي خولۍ له کلي وځي
دشهيد کونډه حيرانه ورته ناسته
ديتيم ژړا دشپۍ له کلي وځي
په ''عليزی''کشې نور دغم هيڅ طاقت نشته
ځکه اوس نو سترګی سرۍ له کلي وځي
Comment