سپوږمۍ ما ته ده راغلې په وجود كي مي ځلېږي
خو زما سترګي چي ړندې دي هغه نه ورته ښكارېږي
په وجود كي مي سپوږمۍ ده لمر مي ګډ دى په رګونو
نه مي ويني په خبري نه يې څرك راڅرګندېږي
د بقا ډول مي ږغېږي بې آوازه په كوګل كي
خو غوږونه مي كاڼه دي ږغ يې نه باندي بېلېږي
چي د زه او زما نارې وي د انسان سره ملګري
چي د ژوند يې څه عمل دى ټول په هيڅ كي شمېرل كېږي
چي د زه او زما له ميني د انسان زړونه خالي سي
چي په ژوند كي يې عمل دى له خالقه حسابېږي
د عمل مقصد پوهي ده بل هدف ورسره نسته
او چي پوهه لاسته راسي عمل سمدستي ختمېږي
د مېوې په خاطر راسي رنګ په رنګ ښايسته ګلونه
چي مېوه مخ راڅرګند كړي ګلان مړاوي سي وچېږي
د هوسۍ دننه مشك دي هوسۍ نه ورپسي ګرځي
د وښو په تلاښ وزي په دښتونو كي څرېږي
Comment