ناست په بل وطن ېم خو مې خیا ل ذره ذره لرم
اورکه په کابل بل شی یا وینه په قندهارتوﺉ شی
ژړا وزیرستان کښې یا ګومل په وینو سره لرم
زړه مې په مزارکښې او دوه سترګې په خېبراوسي
ښپې مې په المان کښي خو مې خیا ل په تاتره لرم
هریو مې وهي او بیا ظالم وحشي هم زه یمه
زه ملګرو داسې چم ګاونډ کښې ګذاره لرم
ما پسې را پا سي دا مذ هب او ا نسا نیت په نوم
او مې وهې او مې وژني ورور دا سې ساده لرم
کله مې روسے په قندوزاو وژني اوورک مې کړي
کله مې زه یار عرب په سمه او په غره لرم
کله پاکستان مې کړي ملګرے د اهل کتا ب
کله مې په کور کښې یو سني او بل شیعه لرم
کله د کشمیر او فلسطین مجاهد زه یمه
کله ټررسټ شم داسې ډېر رنګونه زه لرم
کله مها جر شم بیا غریب شمه هم سپک شمه
کله واشنګټن سپینې مانړۍ کښې اډانړه لرم
یو مې په ملا وټپوي واۍ توریا لۍ ئې تۀ
بل ته مې ورمخکي کړي ګذار په سینه زه لرم
کله چه بیا ویش ده تا وانونو او ده ګټې شي
ګټه بیا ده دوۍ شي او تا وان په غاړه زه لرم

Comment