Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

محبت لره پېدا ئې محبت کوه انسانه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • محبت لره پېدا ئې محبت کوه انسانه

    محبت لره پېدا ئې محبت کوه انسانه
    چې نفرت چرته اونۀ کړې ځان به خلاص کړې د ايمانه

    د محبوب په لارې درومه که منزل دې خپل پکار وي
    د شېطان نه لرې تخته ګنې شې به بيا ښپېمانه

    تاته کم ښکاري مُلا خو ماته ډېر دے دغه لږ ژوند
    داسې ژوند باندې به څۀ کړم چې زۀ يمه بې جانانه

    شپېتۀ کاله عمر څۀ دے يو ګهړۍ ده واعظ وائي
    يو لحظه ژوند مې په هجر کښې تيريږي ډېر په ګرانه

    که وجود زما پناه شي محبت به مې ژوندے وي
    زۀ به يم د خاورو څلے دے به خور وي تر اسمانه

    چې ئې پټې کړم په عرض يم چې شي بيرته نو په فرش يم
    زۀ د سترګو رپ کښې رسم تر محفوظ تر لا مکانه

    تش د نومه د هغه ذات روح او تن زما قربان شه
    چې زما غوندې انسان ئې ځان ته خوښ کړو د هر چانه


  • #2
    Re: محبت لره پېدا ئې محبت کوه انسانه

    dair kha

    Comment


    • #3
      Re: محبت لره پېدا ئې محبت کوه انسانه

      dera kaista shairi mo share kare da :rose

      sigpic

      Comment


      • #4
        Re: محبت لره پېدا ئې محبت کوه انسانه

        Manan staso da duwano na

        Comment

        Working...
        X