بې وفا
ډکه د دنیا لمن سراسر جفا ځني
نکړي د وفاطمع څوک د بې وفا ځني
غم لاسونه اچوي هرچاپه ګریوان دلته
هیڅوک خلاصیدی نسي داسي په ژړا ځني
هغه پخوانی مینه نسته په دوستانو کي
څوک دغم خواری امید نلري آشنا ځني
چیرته څوک ایستلی سي یو نفس آرام دلته
زړه مي ډیر**تورسوی دی نورددې دنیا ځني
سراومال مي کړی داوله دخپل یار په نوم
نوربه څه څوک طمع کړي ماغوندي ګدا ځني
هرڅه چي رسیږي بس لیکه د تقدیر ګنم
نه کومه زه ګیله طاهري بل چا ځني
ډکه د دنیا لمن سراسر جفا ځني
نکړي د وفاطمع څوک د بې وفا ځني
غم لاسونه اچوي هرچاپه ګریوان دلته
هیڅوک خلاصیدی نسي داسي په ژړا ځني
هغه پخوانی مینه نسته په دوستانو کي
څوک دغم خواری امید نلري آشنا ځني
چیرته څوک ایستلی سي یو نفس آرام دلته
زړه مي ډیر**تورسوی دی نورددې دنیا ځني
سراومال مي کړی داوله دخپل یار په نوم
نوربه څه څوک طمع کړي ماغوندي ګدا ځني
هرڅه چي رسیږي بس لیکه د تقدیر ګنم
نه کومه زه ګیله طاهري بل چا ځني
Comment