مورته
مورې!په خدای چې زندګۍ نور ستړی کړی يمه
نور مې د سر دعا د خدای دربار ته مه استوه
پرې،چې ژر خلاص له درد،ژړا او اندېښنو نه شمه
دا د محشر دعا دخدای دربار ته مه استوه
مورې چې ته ماڅوک ګڼې،زه هغه څوک نه يمه
مورې زه خاوره يمه پلونو درنه وړی يمه
ستا د ارمان وجود ته ژوند او هيله نه شم کېدای
زه ځينو نورو ارمانونو درنه وړی يمه
د احساساتو غرونو،غرونو درنه وړی يمه
زه مې کمزورو شان اړخونو در نه وړی يمه
د يوه يرغلګر نظر لاسونو درنه وړی يمه
څو اغزن ډوله ګلابونو درنه وړی يمه
مورې زه خپله اوس يو پېټی يم،اوږې غواړمه
لاس مې د مرستې په رقم چاته ورتللی نه شي
زه اوس هغومره،خوار،ذليل او ځانته شوی يم چې
هېڅ اندازه زما د غم چاته ورتللی نه شي
مورې!باور وکړه بيخي په ځان اخته يمه اوس
تاسره کړې ژمنې ټولې مې له ياده وتي
اوس مې ارمان،فکر او هڅې ټول په بله خوا دي
اوس دې هغه خپلوان دي ټول له جلال باده وتي
مورې!اوس نه پوهېږم،څه وکړمه،څنګه يې وکړم؟
مورې!اوس تاته حال ويل هم نور بې ځايه برېښي
مورې!اوس ځانته ناسته،ځانته ژړل دابه ښه وي
ماته باور وکړه چې خپل دا حال بې پايه برېښي
تانه بښنه غواړم،ستانه شومه،ستوری نه شوم
ستا د ارمان په شان لاڅه چې ان يې سيوری نه شوم
چې ستاخوښيږي،هغه نوم او هغه توری نه شوم
د يوې چاپروړاندې مات شومه،سرزوری نه شوم
ستا سترګې نورې د غم اوښکو باندې لوند نه وينم
مورې!نو اوس ځانته په ځانته لارو سرښه يمه
ستا د خپګان زياتول نور به مناسبه نه وي
درڅخه ځم،د دې اغزن لار په سفر ښه يمه

Comment