خيال کې غمونه مېلمنې شي چې زه تا يادومه
اوښکې ګرېوان ته په جرګې شي چې زه تا يادومه
کله دې زه هم په خيالو کې مېلمه کړې يمه؟
لکه بورا د ګل خيالو کې دوفا يادومه
باران دمينې بهارونه جوړوي مې په زړه
ژړا لېموته په سلګۍ شي چه زه تايادومه
زړه مې حجره شو مېلمنې شوې پکې ستا يادونه
ځواني خزان مينه کې ځوانه ستا وفا يادومه
خدايه مشکور دې يمه دا چې قبلوي سوالونه
چې د(سانگه) ناکامو هيلو ته تا بيا يادومه

Comment