Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

د پسرلي پيغام .................................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د پسرلي پيغام .................................

    د پسرلي پيغام
    بيا بهار راته پيغام د نشاط راوړ
    فرش په بوټو يې د ځمكې بساط راوړ
    بيا نسيم زيرې د باغ له رباط راوړ
    شين لباس ورله د دهر خيط راوړ
    ځمكه ناوې سينګار كړې په كالو شوه
    شنه رنګينه د شينكو په دوشالو شوه
    بيا د ژوند خوښي راغلې په دنيا ده
    ګل غوټيو خوله پرانيستې په خندا ده
    په لمنو د آسمان كښې جوړه ورا ده
    رعد ډول ورته وهي چاپير نڅا ده
    دا ښايست واړه سوغات د پسرلي دي
    ګل ولاړ چې د بلبل په هركلي دى
    د پسرلي پيغام جنبش كار او عمل دى
    په خندا په خوشحالۍ دكار تكل دى
    چا چې ايښی د عمل په لارې پل دى
    د لوړتيا مشال مدام د هغو بل دى
    بوټو سر چې له دې ځمكې را بيرون كه
    نو څرګند يې حركت په ښه مضمون كه
    كه په باغ كښې د مرغيو الوتا ده
    كه زغستا هم د هوسيو په بيديا ده
    په مستۍ كه د سيندونو هم زغلا ده
    تيزه منډه په آسمان كه د بريښنا ده
    د قدرت له خوا لوى درس د كاروبار دى
    خو پوهيږي پرې هغه چې څوك هوښياردى
    لوى قاصد مونږ ته راغلى دا بهار دى
    حقيقت كښې يو استازى د روزګار دى
    د دنيا ناوې ته دا ښائسته ريبار دى
    چې راوړ ی يې د ځان سره سينګار دى
    دا سپرلي دي موسمي د كائناتو
    چې رادرومي كال په كال په مخلوقاتو
    دې بهار سره لازم بل سپرلى دى
    سياسي بهار يې بولي ګلالى دى
    ورپسې چه د هر قوم زړه تلوي دي
    هم هغه ته مو له زړه نه هر كلي دي
    اصلي بهار زمونږ لوړتوب د پښتنو دى
    لوى سپرلي مو ددې بڼ په غوړيدو دي
    سياسي سپرلي راتلاى په لوړ همت شي
    په ميړانه نارينتوب په شجاعت شي
    هم په توره او په علم و معرفت شي
    د ميرويس او احمد شاه په لوى خصلت شي
    دا بهار له مونږ نه غواړي پښتونواله
    چه كړو وركه پښتونخوا نه مغلواله
    د شيرشاه او احمدشاه زمرو نمسيانو
    د غوريانو او لوديانو وارثانو
    د پكتيا ، ګندهارا قوي ځلميانو
    تورياليو ننګياليو شنو زمريانو
    دى بهار درته راوړى دا پيغام دى
    پورته كيږي باعمله چه كوم قام دى
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: د پسرلي پيغام .................................

    der kha peryanay

    Comment

    Working...
    X