فریاد
دا پښتون قوم قربانیږی خدایه ولی
په دوی زمکه تنګه کیږی خدایه ولی
دا خو بی ضرره قوم دی زما ربه
نن بیځایه ازاریږی خدایه ولی
څوک يي ولۍ په ټانګونو او جازونو
بیا د بل خوا حلالیږی خدایه ولی
څوک يي رحم په ماشوم او ښځو نکړی
ټول فامیل يي ووژل کیږی خدایه ولی
حقیقت کی خو دوی ټینګ مسلمانان دی
اوس په بل نوم بدنامیږی خدایه ولی
دا بی وسه خلک هیڅ نه ووینی ځان کی
ځکه دوی بی کوره کیږی خدای ولی
دوی په اصل کی ددی خاوری بچیان دی
نن تری حق اخیستل کیږی خدایه ولی
خپل وطن ورته اور شوی تاته ژاړی
شپه او ورځی بمباریږی خدایه ولی
داعذاب دی او که ستا کوم امتحان دی
چی دا یو قوم تبا کیږی خدایه ولی
زه میرویس مومندخیرخوا د خپل ملت یم
*خو اوس دا ملت خواریږی خدایه ولی
دا پښتون قوم قربانیږی خدایه ولی
په دوی زمکه تنګه کیږی خدایه ولی
دا خو بی ضرره قوم دی زما ربه
نن بیځایه ازاریږی خدایه ولی
څوک يي ولۍ په ټانګونو او جازونو
بیا د بل خوا حلالیږی خدایه ولی
څوک يي رحم په ماشوم او ښځو نکړی
ټول فامیل يي ووژل کیږی خدایه ولی
حقیقت کی خو دوی ټینګ مسلمانان دی
اوس په بل نوم بدنامیږی خدایه ولی
دا بی وسه خلک هیڅ نه ووینی ځان کی
ځکه دوی بی کوره کیږی خدای ولی
دوی په اصل کی ددی خاوری بچیان دی
نن تری حق اخیستل کیږی خدایه ولی
خپل وطن ورته اور شوی تاته ژاړی
شپه او ورځی بمباریږی خدایه ولی
داعذاب دی او که ستا کوم امتحان دی
چی دا یو قوم تبا کیږی خدایه ولی
زه میرویس مومندخیرخوا د خپل ملت یم
*خو اوس دا ملت خواریږی خدایه ولی
Comment