خوب
بېګامې خوب ليدلو
يوعجيبه غوندې خوب
يوڅوک په منډه منډه
زموږه کورته راشي
په دروازه کې غږ کړي
زېرى پر تادى زما
زه ژرله ځايه پاڅم
د دروازې په لوري
گړندي گامونه واخلم
بهر د وره مخې ته
لوى او واړه راټول وي
ټول په يوه خوله وايي
هغه دى راغى خلکو!
زه لرته وگورمه
دشنو پټيو منځ کې
دنرۍ لارې پر سر
يو لاروى ښکاره شي
ستړي گامونه اخلي
زړه کې خوشحاله شم زه
وايم اشنامې راغى
يومسافر اشنامې
دڅو کلونو وروسته
دې خپل وطن ته راغى
کړې بختور يې خدايه!
دلته راتله داشنا
دغه دعامې له خولې
شي زمزمه پر شونډو
ناڅاپه درز شي ښکته
يونا اشنا غوندې درز
ټوله اوازونه چوپ شي
يوې شېبې لپاره
هر خوا چوپتيا خوره شي
د شنو پټيو منځ کې
شي شنه لوخړه پورته
ټول کليوال په يوه خوله
دياالله خېر!اواز کړي
دلره غږ کړي يوڅوک
زرشئ يوکټ راوړئ
ټول خلک منډې وهي
دپېښې ځاى له ورشي
ساه له پښومې وځي
بې دمه کېنم پرځاى
وايمه خېرکړې خدايه!
اشنا ته څه ورپېښ شول
يوه شېبه وروسته
دځوزلمو پراوږو
يوجنازه ښکاره شي
زموږ دکلي پرلور
گړندي گامونه اخلي
بېګامې خوب ليدلو
يوعجيبه غوندې خوب
يوڅوک په منډه منډه
زموږه کورته راشي
په دروازه کې غږ کړي
زېرى پر تادى زما
زه ژرله ځايه پاڅم
د دروازې په لوري
گړندي گامونه واخلم
بهر د وره مخې ته
لوى او واړه راټول وي
ټول په يوه خوله وايي
هغه دى راغى خلکو!
زه لرته وگورمه
دشنو پټيو منځ کې
دنرۍ لارې پر سر
يو لاروى ښکاره شي
ستړي گامونه اخلي
زړه کې خوشحاله شم زه
وايم اشنامې راغى
يومسافر اشنامې
دڅو کلونو وروسته
دې خپل وطن ته راغى
کړې بختور يې خدايه!
دلته راتله داشنا
دغه دعامې له خولې
شي زمزمه پر شونډو
ناڅاپه درز شي ښکته
يونا اشنا غوندې درز
ټوله اوازونه چوپ شي
يوې شېبې لپاره
هر خوا چوپتيا خوره شي
د شنو پټيو منځ کې
شي شنه لوخړه پورته
ټول کليوال په يوه خوله
دياالله خېر!اواز کړي
دلره غږ کړي يوڅوک
زرشئ يوکټ راوړئ
ټول خلک منډې وهي
دپېښې ځاى له ورشي
ساه له پښومې وځي
بې دمه کېنم پرځاى
وايمه خېرکړې خدايه!
اشنا ته څه ورپېښ شول
يوه شېبه وروسته
دځوزلمو پراوږو
يوجنازه ښکاره شي
زموږ دکلي پرلور
گړندي گامونه اخلي
Comment