Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

ماښامه زر سبا شه ..................................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ماښامه زر سبا شه ..................................

    ماښامه زر سبا شه
    نجیب الله تکل

    نه چې ځواني مې په تیارو کې یوسې
    اوښکې لږ تم شه ورځې ډېرې پاتې
    څه دهجران دشپې اوږده خو نه دي
    چې دومره لویه نذرانه ورکوې
    بیا به شېبه شېبه هم و ورېږې
    که دهجران په تیارو دا تیارې شوې پټې هله
    یوه ډېوه ده پام چې مړه یې نه کړې
    د زړه توپان دې لږ ایسار کړه لږ یې بله پرېږده
    دغه وړوکې د رڼا هیله مې
    چې ځواني مرګه نه کړې
    راشه دهیلو مې کچکول وګوره
    د هرې هیلې ځوانیمرګه غېږ کې
    زما د ژوندون د پناه وېره پرته
    زما داوښکو توري ولوله لږ
    چې د دعا په لپه لپه کې مې
    را تویې کړي دي له سترګو ځنې
    زما د سلګیو پاڼې پرانیزه لږ
    هلته به یوه نړۍ دردونه وینې
    د هر آرمان په زړه کې
    راشه نن دغه معامله به وکړو
    زه به دا ستوري او سپوږمۍ درکړمه
    ستا تر تیارو به ډېوه هم نذر کړم
    خو ته یوازې او یوازې ماته
    د ژوند سهر راوله
    یوازې لمر راوله...................بس
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: ماښامه زر سبا شه ..................................

    wah peryanay
    dera pa zrra pore shairi da
    Zabardas

    Comment


    • #3
      Re: ماښامه زر سبا شه ..................................

      manana
      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment

      Working...
      X