زه چي لګه مينه غواړم ته وے چپ شه
چي د زړه حال درته وائم ته وے چپ شه
خوشخالے خو په نصيب کښي زما نشته
چي غمونه درنه غواړم ته وے چپ شه
ستا په مخکښي رقيبانو ملامته کړم
بيا چي لګ ورته څه وايم ته وے چپ شه
ته چي په سرو شونډو خنده کړي مه غرق کي
بيا چي شونډي درنه غواړم ته وے چپ شه
زه رحمان به ترسو چپ چپ پاتي کيږم
نن به زه وايم اشنا ته لګ شان چپ شه
رحمان بابا
Comment