درد مې د زړه زخمو ته داسي اې ملګرو راشي
لکه شاهین چې په وړو وړو کوترو راشي
ژبې لري ټول ګونګیان نه دي خو لږ زړه چې وکړي
چوپتیا به غوڅه کړي هر څه به په سندرو راشي
زړه ته رالویږې جانانه دومره ډیر غمونه
لکه ځاځي ځوانان چې جنګ ته په لښکرو راشي
چې څه یې ولیدل نو ټول به درته سپین ووایې
خو بس چې دا وګړي یوځل په خبرو راشي
خواږه یادونه دې په زړه داسي را اوریږي
لکه یو سیل مرغۍ چې یو دم په نښترو راشي
ذبیح الله قرار

Comment