Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

سوات اوکابل ................................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • سوات اوکابل ................................

    سوات اوکابل
    لیکوال: ایمل پسرلی

    زما څوکۍ د کړکۍ خواته وه . څنگته مې نجلۍ ناسته وه . هغې د مخامخ څوکۍ ترشا د تلويزيون پر شيشې لاس واهۀ . ما واردمخه پر تلويزيوني چاينلونو زړۀ ستړى کړى و . دې ته مې وکتل . لکه چې د کوم ښه فلم په لټه کې وه . د پېلوټ غږ شو . ويل يې الوتکه به په څومره لوړوالي له کومو هيوادونو لندن ته خوځي . د دۀ د غږ پر وخت د تلويزيون شيشه ودريده . نجلۍ لا هم پر شيشي لاس واهۀ . په انگريزي مې ورته وويل :
    - تر څو چې پېلوټ خبرې کوي دا شيشه کار نه کوي .
    دې راته وکتل . پوه نه شوم چې مننه وه که راته ويل يې چې دا هم پوهيږي .غنم رنگې وه . سترگې يې کوچنۍ وې . خولۀ يې هم وړه وه . شونډې يې سرې کړې وې . داسې راښکاره شوې لکه د هندوې پر تندي تپل شوى سوندور . ومې پوښتله :
    - لندن ته ځې ؟
    بيا يې راته وکتل . په لږ ځنډ يې سرې کړې شونډې سره پرانيستلې :
    - دا الوتکه خو څه پاکستان ته نه ځي ؟
    غصه را ښکاره شوه . بې چورته مې ځواب ورکړ :
    - زۀ د پاکستان نه يم .
    دې څه ونه ويل . ورته ټينگ شوم :
    - ولې دې پاکستان ياد کړ ؟
    نجلۍ د تلويزيون په پردې بوخته پاتې شوه .څه يې ونه ويل . ومې پوښتله:
    - ته لکه چې پاکستانۍ يې ؟
    - د سوات يم .
    - اوووو پښتنه يې .
    راته ويې کتل . دا وار يې په پښتو راته وويل :
    - غلى کيږې نه ؟
    وشرميدم . مخ مې واړاوۀ . الوتکه په خوځيدو شوه . تر هغو چې پورته کيده غلى وم . چې ښه پورته شوه او د دوبۍ له ښاره ليرې د سمندر پر سر رهي وه ومې ويل :
    - سمندر له دې ځايه څومره کرار ښکاري .
    نجلۍ بيا هم څه ونه ويل .ورته ومې کتل . نيغ نيغ مې ورته وکتل . تر څو شېبو مې په کيسه کې نه وه . خو زما پرله پسې کتلو لکه چې اړه کړه . مخ يې راواړاوه:
    - څه دي ؟
    - جنگ دى .
    - د څه شي ؟
    - زه څه خبر يم . ته راته وايه .
    مخ يې بيرته واړاوه . پر ځاى ودريدم .
    - تشناب ته ځم ، لار راکړه .
    نجلۍ له ځايه پورته شوه ، له څوکيو دباندې ووته . زۀ له څوکۍ ووتم . ضرورت مې نه لارۀ . يوه شېبه د څوکيو ترمنځ په لاره گۍ کې وگرځيدم . چې راستون شوم دې لا هم تلويزيون ته کتل . راته ودريده . له څوکۍ ووتله په لاره گۍ کې ودريده .لار يې راکړه . په خپل ځاى کښېناستم . دا هم خپلې څوکۍ ته ستنه شوه . ورته ومې ويل :
    - که دا الوتکه ولويږي دواړه به مړه شو .
    دې هيڅ ونه ويل . بيا مې شروع کړه:
    - ستا چې په ژوندوني دغه حال دى په مرگ خو دې والله که عنکر و منکر ( نکير منکر ) دوى هم وغږوي .
    موسکه شوه . خوند يې راکړ :
    - نوم دې څه دى ؟
    - ولې ؟
    - ولې نه ، که راسره يو ځاى مړه شې خبر خو دې يم چې له کومې ببو سره يم .
    - ته نه مرې ؟
    - ولې پخه مې راوړې ؟
    - ته څومره خبرې کوې ؟
    - لا خو ژوندى يم که نه .
    - زه څه ويل نه غواړم .
    - ته يې مه وايه زه خو يې وايم .
    راته ويې کتل . ما خپلې وريځې پاس کش کړې لکه ورته وايم چې ځان ټينگ کړه . دا غلې وه . ما ورته وويل :
    - زۀ لندن کې اوسيږم . کابل ته تللى وم . دا دى اوس بيرته د مساپرۍ ژوند ته ستنيږم . هلته يوازې يم .
    - زه څه خدمت کولى شم ؟
    - ته خو سمه ډک ټوپک يې ، له سواته ولې راتلې ؟
    په خندا شوه . خندا يې لکه چې له قهره وه . ويې ويل :
    - ته څه غواړې؟
    - اممممممم هيڅ هم نه غواړم . مطلبي نه يم .
    - نو بيا غلى شه .
    - ولې څوک چې څه غواړي هغه به خبرې کوي ؟
    - زۀ غواړم ووده شم ما پريږده .
    - سمه ده ويده شه زه به درته گورم .
    نجلۍ برگه شوه :
    - مطلب دې څه دى ؟
    - ښه نه به درته گورم .
    دې سترگې پټې کړې . څوکۍ يې شاته پورې وهله . تر ډيرو غلې وه . د ډوډۍ پر وخت يې سترگې رڼې کړې . ورته ومې ويل :
    - ومې نه خوړې خو ډير مې درته وکتل .
    ويې خندل . ومې پوښتله :
    - نه ښکلې يې ، نه مهربانه يې خو ولې ښه راباندې لگيږې ؟
    - ته ليونى يې .
    - ته هم په سر کې نه يې .
    - څو ماشومان لرې ؟
    - ماشوم به څرنگه ولرم چې هرې پېغلې ته ورنژدې شم په تندي يې ١٨٠ ليکلي وي .
    - وادۀ نه لرې ؟
    - نه .
    - څه کار کوې ؟
    - په يوه دوکان کې کار لرم ، ته څه کوې ؟
    - سبق وايم .
    - د ماشومانو پلار خو نه لرې ؟
    په زوټه يې وخندل . :
    - نه ماشوم او نه يې پلار شته .
    - دغه ده چې داسې مرچکۍ يې ؟
    - بس که نو .
    - سمه ده اوس به نو زه ويده شم .
    - ولې ؟
    - کله د ابا وار وي کله د ادې .
    - کابل ځکه نه جوړيږي چې ستا غوندې ليوني پکې دي .
    - زه ويده يم .
    - که دا جهاز ولويد او مړه شو .
    - ښه خبره ده په خوب کې به مړ شم پوى به نه شم .
    څه يې ونه ويل . ماته د رښتيا خوب راغلى و . يو وخت يې زما پر اوږه لاس کېښود . غږ يې پوست و :
    - پاڅيږه رارسيدلي يو اوس به جهاز کوزيږي .
    - ته لا دلته يې ؟
    ويې خندل . خندا يې له زړۀ راښکاره شوه . چې الوتکه کښېناسته راته ويې ويل :
    - ژوندي راورسيدو .
    - اوس مړه نه شې ؟
    - مطلب دې څه دى ؟
    - خو لاړه به شي ، لندن د غوايي کولمه ده څوک به دې پيدا کوي ، د موبايل نبمر درسره شته ؟
    - څه پرې کوې ؟
    - کابل او سوات يو کوم.
    - په لندن کې ؟
    - نه په جيهلم کې ، خود په لندن کې .
    - نمبر وليکه .

    د ٢٠٠٩ کال د جولاى ٢٤ مه
    د لندن په وخت د ماپښين پاو کم دوه .
    د اماراتو الوتکه له دوبۍ د لندن په لور
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: سوات اوکابل ................................

    dera sha lekana wa da noroo lekano pa tama

    Comment


    • #3
      Re: سوات اوکابل ................................

      ALLAH de har kala khushla ao pa khanda lara :hug:
      u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

      :pr:

      Comment

      Working...
      X