افغانستانه!
میرویس سرتور
چې ذکر کېږي دي د نیا د خلکو
چې په کې نوم راشي د ستا د خلکو
جامې مې نه وینم بربنډ غوندي شم
اوس د تسا خلک دي رسوا د خلکو
هر نه سړی ورپوري ښه ډیر خاندي
ما ژړوي دغه خندا د خلکو
لوبې یې بل رنګه راخیستي دي نن
ته یې کسکر کړې په وینا د خلکو
یو څو بتونه دي ډغره غواړي
دا چې نن خوري په ریا د خلکو
د زعامت اهل خو یو هم ندي
په دې کې نه وینم بقا د خلکو
ای ډیره رجاله! بي رجاله ملکه!
ستا رجال نکوي پروا د خلکو
تا یو زعیم هم زیږولی نشو
چې یې مشري کړړي وای بیا د خلکو
سرتوره وسوزه لمبه لمبه شه
شه تورتمونو ته رڼا د خلکو
میرویس سرتور
چې ذکر کېږي دي د نیا د خلکو
چې په کې نوم راشي د ستا د خلکو
جامې مې نه وینم بربنډ غوندي شم
اوس د تسا خلک دي رسوا د خلکو
هر نه سړی ورپوري ښه ډیر خاندي
ما ژړوي دغه خندا د خلکو
لوبې یې بل رنګه راخیستي دي نن
ته یې کسکر کړې په وینا د خلکو
یو څو بتونه دي ډغره غواړي
دا چې نن خوري په ریا د خلکو
د زعامت اهل خو یو هم ندي
په دې کې نه وینم بقا د خلکو
ای ډیره رجاله! بي رجاله ملکه!
ستا رجال نکوي پروا د خلکو
تا یو زعیم هم زیږولی نشو
چې یې مشري کړړي وای بیا د خلکو
سرتوره وسوزه لمبه لمبه شه
شه تورتمونو ته رڼا د خلکو
Comment