ناکراره ژوند
پروین فیض زاده ملال
ډیره کړم ستومانه د ژوندون انتظارونو
وسومه غمونو حسرتونو او دردونو
اور کې د هجران یې سمندر یمه پاڅیږمه
شین فلک لمبه شو سور شفق زما د آهونو
ګورۍ اې ملګرو دا تقدیر مې په ما څه کوي
اوس یې آواره کړم په بیدیا او په دښتونو
تاسې به و دې ته څه چاره او څه تدبیر غواړﺉ
محوه شوه دنیا مې د خیالونو او شعرونو
زه د چا د شونډو و لذت رندانه نه یم
غم کې مې ګذر دی په خمونو او جامونو
ګرځم شونډې وچې ګریوان څيرې ببر سر سره
ځمه و معبود ته په زاریو او خواستونو
ژر مې دا تقدیر راته بدل که کنه محوه یم
پاته کړم په بحر کې څپو او ګرد بادونو
پروین فیض زاده ملال
ډیره کړم ستومانه د ژوندون انتظارونو
وسومه غمونو حسرتونو او دردونو
اور کې د هجران یې سمندر یمه پاڅیږمه
شین فلک لمبه شو سور شفق زما د آهونو
ګورۍ اې ملګرو دا تقدیر مې په ما څه کوي
اوس یې آواره کړم په بیدیا او په دښتونو
تاسې به و دې ته څه چاره او څه تدبیر غواړﺉ
محوه شوه دنیا مې د خیالونو او شعرونو
زه د چا د شونډو و لذت رندانه نه یم
غم کې مې ګذر دی په خمونو او جامونو
ګرځم شونډې وچې ګریوان څيرې ببر سر سره
ځمه و معبود ته په زاریو او خواستونو
ژر مې دا تقدیر راته بدل که کنه محوه یم
پاته کړم په بحر کې څپو او ګرد بادونو
Comment