Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

څنګه اختر .................................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • څنګه اختر .................................

    څنګه اختر
    سږ به څنګه زموږ او ستاسي د اختر مبارکي وي
    چي په کلي او کوڅه کي مو ماموره نور پردي وي

    څنګه يو بل ته به واېو د اختر دی مبارک سه
    را څه تللې مو د زړو څه د عمرونو خوشحالي وي

    نه جانان راځي و در ته نه یې توان زما د ورتګ سته
    اخترکله داسي خوندکړي چه نيمګړې مودوستي وي

    نه ځوانان اتڼ کوای سي نه په ډول کي هغه ږغ سته
    دا اختر کله اختر دی چي مو ورکه دا مستي وي

    را پياد چه کړم د خپل وطن رنګ سوي بازارونه
    خونديې اوس دی پېکه سوي نه هغه شان رنګېني وي

    د اختر به ښه مېلې وې ، ښه نغمې او ښه سازونه
    نن اواز دی د توپونو پر مېلو مو بمباري وي

    د ظلمت او بر بريت طوفان وهلی دا ملت به
    لا تر څو د ظالم لاس کي به همېش دوی قرباني وي

    کم شاعر به په خزان کي رنګېنه بيتونه وائې
    چي ګلان وي رژېدلې د ګلابو بې رنګي وي

    رحيم لاس دی پورته کړی خواست کوي د خپله ربه
    خوښي ورکړې و دې قوم ته چه ارامه ارامي وي
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: څنګه اختر .................................

    Nice sharing chiips

    Comment


    • #3
      Re: څنګه اختر .................................

      :em:
      deer nice d
      For New Designers
      وَ بَارِکْ لِيْ فِيْمَا أَعْطَيْتَ

      Comment


      • #4
        Re: څنګه اختر .................................

        :em:
        I aM Not a complete Idiot......Some parts are Missing........

        Comment


        • #5
          Re: څنګه اختر .................................

          ډير اعلي
          sigpic

          Comment

          Working...
          X