Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

اختره راشه ...........................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • اختره راشه ...........................

    اختره راشه
    په څېرو یې د وحشت دوړې خورې دي
    یرغمل دي په سیخانو کې ایثار
    له قفسه به په پښو راکښته نشي
    آزادی ته به یې روح راځي په کار
    قرباني چې خپل جلات ته شي تسلیم
    بدن ورکړي ځان ترې اخلي په قمار
    دا دنیا ورته شېبه شي زړه په تنګ
    اسارت نه به غچ اخلي په تلوار
    دا خو هېڅ دی سرپرست د کور چې ومري
    هر ماشوم شي یرغمل د دغه دار
    جګړه هم وړه دنیا ورته تبۍ کړي
    د خولې ټک نشي ژوندون شي په ده بار
    راشه سوله کړه درخپله ذکرالله شه
    ژوند ډالۍ به تاته نشي بیا تکرار
    بس کړه نور افغانه غوسه پرېږده
    چې ژوندون لکه ځواني ده نوبهار
    د پېړۍ عمر لا هم یوه شېبه ده
    کال یې میاشت ده او اونۍ یې شین سهار
    ولې نکړمه ډاګونه شین چمن زه
    خدای راکړي دا لاسونه تل په کار
    د ایشیا له زړه پوټۍ خاورې بادېږي
    اوس کرمه زه ګلونه د ګلنار
    قافله کې د آدم ته به وردانګم
    شېبه دا ده چې تازه کړمه افکار
    اختره راشه چې راځې نو دومره وکړه
    د څیرې ګرېوانونو ستنه شه او تار
    ما خو لارې دي څارلي ستا لپاره
    لږې وچې کړه دا اوښکې د افګار
    ولې نکړې یو دیدن د ماتو زړونو
    چې لستوڼي یې شلېدلي دي په خار
    ها چې عمر غورځېدلي یوې ګولې ته
    ها چې سترګو کې یې نشته هېڅ قرار
    راشه راشه چې دې ولمانځم په مینې
    بیا مې مینه کړه ډالۍ له خلګو ځار
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: اختره راشه ...........................

    Nice sharing chiips

    Comment


    • #3
      Re: اختره راشه ...........................

      deer shouklay de Hala khori....:ff:
      For New Designers
      وَ بَارِکْ لِيْ فِيْمَا أَعْطَيْتَ

      Comment

      Working...
      X