Announcement

Collapse
No announcement yet.

Unconfigured Ad Widget

Collapse

غزل (عبدالباري جهاني ...............................

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • غزل (عبدالباري جهاني ...............................

    غزل
    عبدالباري جهاني

    د عمر په خزان کې اندیښنې دي د ځوانۍ
    لا ویښي مې په زړه کې ولولې دي د ځوانۍ
    له شونډو توبه تښتي له تندي څخه سجدې
    ساقي راته راوړي څو پيالۍ دي د ځوانۍ
    یو پټ غوندې بڅرې تودوي ساړه رګونه
    د زړه په تل کې پټي مرکې دي د ځوانۍ
    نن شپه مې د ازل په فیصله سوځه پانوسه
    وزر کې رپیدلي سرې لمبې دي د ځوانۍ
    بوډۍ ګوتې مې غواړي نوی سر له زاړه تاره
    زباب ته مي راغلي ترانې دي د ځوانۍ
    زندانه هتکړۍ دې د تقدیر تندي ته وړمه
    جنون مې ماتي کړي زولني دي د ځوانۍ
    هنداري مخ دي تور سه سپین ویښته مخ ته راوړي
    په زړه کې مې لا مستي ولولې دي د ځوانۍ
    ساقي نن جهاني دی په نوبت کې د زلمو
    خیام ورسره کړي زمزمې دي د ځوانۍ
    u can't gain RESPECT by choice nor by requesting it... it is earned through your words & actions."

    :pr:

  • #2
    Re: غزل (عبدالباري جهاني ...............................

    Very Nice sharing chiips

    Comment

    Working...
    X