پښتون ضمیر ژاړي
صابرخان شینواری
که د لر دی که د بر دی پښتون ژاړي
په څه وجې مرور دی سکون ژاړي
اتحاد او اتفاق خپل منځ کې نشته
تور ښامار په غره ولاړ پیوستون ژاړي
د پرهر زړګي مرهم چا سره نه شته
بي درنځه چې قتلیږي روغتون ژاړي
څوک ټپوس به ترینه وکړي زبان نشته
لابه نوري هم غوڅیږي لمسون ژاړي
دا د امن په نامه هم امن نشته
شرمیدلی په جهاد دی ژوندون ژاړي
بې د خدایه مددګار په جهان نشته
د صابر ضمیر په دار دی مضمون ژاړي
شینواری
Comment